د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د طالبانو مظلمومیت



شهیر 18.02.2014 15:25


له څه مودې راهیسې په پاکستان کې طالب مشران یو په بل پسې په مرموز ډول وژل کیږي.  
په دې سسلسله کې یې پرون مولوي عبدل رقیب هم وویشت. ګناه یې د صلحې لپاره کار و خو بې اجازې !
د ابلیس ځانګړي ټولګي (ای،اس،ای) ورته اجازه نه وه کړې. پاکستان په افغان طالبانو مین نه دی خو په هغه کارو مین دی چې د طالب د ارادي یا غیر ارادي کړنو څخه پاکستان ته ګټه ورسوي. حتا د طالبانو امارت وقت کې چې کله مولوي صاحب متقي معارف وزارت کې جدي کار پيل کړ نو یو بم یې ورته کیښود خو بچ شو. 
هر هغه طالب چې د افغانستان په ګټه کار کوي د پاکستان تر ټولو ستر دښمن دی. که یې د پاکستاني پوځ خلاف خبر وکړه بیا یې حال د استاد یاسر دی. که ټول پاکستان رنډی خانه شي بیا به هم هیڅ څوک نه وایې چې پاکستان کې دې فساد ورک شي. لکه ملا فضل رحمن چې هر څه هلته تحمل کوي دوی باید هم عین کردار ولري. 

آیا له رنډی خانې څخه کوم څوک د اسلامي خلافت خوب ریښتیا کولای شي؟

دغه د انګریز د څیرې کانډم څخه تولد شوی پاکستان په طالبانو ډیرې کانې وکړې. لومړی یې په لس، لس زره ډالره په امریکا خرڅ کړل. کله چې امریکا راغله او لوبه ګرمه شوه بیا یې فکر وکړ چې امریکا خو مونږ هم وروسته په آرام نه پریږدي او افغانستان لګیا دی جوړیږي بیرته یې طالب په غیږ کې ونیو. 

اوس چې امریکایان وځې نو پاکستان غواړي چې بیا پخوانۍ امارت قایم شي. د پخواني امارت څخه مې هدف دادی چې پاکستان نه غواړي داسې امارت قایم شي چې هغه د نړی سره اړیکې ولري، مستقل وي، اقتصاد یې ښه وي...
هغه داسې امارت غواړي چې  دې هیڅ شي جوړولو توان ونه لري. بهرنیو هیواد ته که سلام هم لیګې هغه د پاکستان له لارې ولیګې او ځواب هم له هغې خوا راشي. ګوری د امارت وقت کې پاکستان افغانستان کې یو کیلومتر سړک ، یو روغتون جوړ نه کړ ، تر ښونځې او پوهنتون به مونږ ور تیر شو. یو تعلیمې بورس یې د لوړو زدکړو وزارت ته ورنه کړ چې محصلین پاکستان کې درس ووایې. کاش چې پاکستان هم هغه وقت کې دوه، دری ملیارده ډالره مرسته کړې وی، نو ویل به مو چې که طالب د پاکستان مني خو هغه دي وطن هم جوړوي. پاکستان خر نه دی چې پوه نه شي چې ښه او بد څه دي خو دوی داسې امارت افغانستان کې نه غوښت چې پایله کې یې افغانستان سیال شي. 

کله چې امارت ړنګ شو ریښتیا هم ځینو فکټورو له کبله طالبانو ته ځای ورنه کړل شو. لومړی خو طالبانو پښتون اولس ډیر به کیبل کاري کړي و، شمال کې ظلم شوی و، جګړه شوې وه...دغه ټول ددې باعث شول چې طالب باندې ځای ورک شو. شمالې ټلوالې طالب ددې وړ نه ګڼلو چې سلام ور واچول شي. امریکایان ډیر کبر اخیستي و. طالب یې د پاکستان غیږې ته مجبور کړ.

پاکستان هم د خپل هدف لپاره غیږه ورته پرانیسته. اوس چې افغانستان له ټولو ناخوالو سره ددې جوګه شو چې د نړی د سیالانو سره کینې، هر نړیوال کنفرانس کې حاضر وي، تجارتې او سیاسې مستقلې اړیکې ولري....او له بلې خوا بهرنیان وځي نو که طالب صلحه وکړي او ټولټاکنو له لارې انتخاباتو کې ګډون وکړي. افغانستان کې به امنیت راشي ، اداري فساد په کم شي، تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې چې مرستې کیږي په سمه توګه ولګیږي نو افغانستان خو به ګل ګلزار شي. که د ګل ګلزار افغانستان اولس مشر طالب هم وي هغه د پاکستان دښمن دی. 

پاکستان غواړی یا خو افغانستان کې داسې کورنۍ جګړه وي چې اور یې پاکستان ته ونه رسیږي یا داسې نظام وي چې د افغانستان د پرمختګ لپاره هیڅ هم ونه شي کړی.

مولوي صاحب متعصم آغا جان او نورو طالب چارواکو یو ډیر نیک ګام پورته کړی چې د طالبان او افغان حکومت تر منځ د خبرو لپاره زمینه برابروي. خو طالبان باید نور له پاکستان څخه ووځې. باور وکړی که یې زور ورسیږي ښځې او کوچنیان خو مو ګروګان ونیسې تر هغه چې د شیطان ای،اس،آی ونه منی. 

پکار ده ټول با درکه او با احساسه طالب چارواکې له پاکستان څخه افغانستان ته راشي یا خو دوبی، ترکیې، قطر...هیوادو ته پناه یوسي. افغان دولت ته پکار ته چې له دغه طالبانو سره پوره مرسته وکړي. که مولوي صاحب عبدل رقیت پیښور کې نه وی نو نه به وژل کیدو. 

ای طالب وروڼو!
 د پاکستان پوځ هغه پوځ دی چې بنګلدیش کې یې دوه لکه بنګالیانې بې پته کړې او دری میلیونه یې ووژل. هغه یې خپل پاکستانیان و نو ته په کوم حساب او کتاب له دوی د رحم هیله لرې؟
دا هغه پوځ دی چې په زرهاو فلسطینیان یې شهیدان کړل. حتا د مکې په ړنګولو کې یې هم برخه اخیستې. 
مولوي صاحب ضعیف، متوکل، مجاهد او نور طالب مشران چې کابل کې اوسیږي نه شمالي ټلوالې وځورول نه امریکایانو. هغه مشران چې ګوانتانامو کې دي هغه ټول ژوندي دي.
خو!
په چټلستان کې مو په سلهاو مشران خرڅ شول، په لس ګونو مو د شیطان ای،اس،آی په وسیله ووژل شول یا بندیان دي. خو بیا هم تاسې پاکستان کې د تمساه په خوله کې ژوند کوی او وطن ته نه راځی. 

افغان دولت نور څه وکړي؟
د صلحې شورا یې جوړه کړې، ستاسې خپل پخوانې ملګري پکې کار کوي، شمالي ټلواله څه نه درته وایې، د بګرام څخه یې ستاسې ټول زندانیان خوشي کړل، که تاسې صلحه وکړی ګوانتامو څخه به هم ټول راخوشي کړي، مولوي عبدلعزیر یې د حج او اوقافو ریس کړی، که تاسې صلحه وکړی شاید نیم وزیران هم ستاسې څخه وټاکي....نور څه غواړی؟
بیا هم تاسې په پاکستان کې اړولي!

طالب ولې مظلوم دی؟
هم وژل کیږی، ښه پوهیږی چې څوک مو وژني خو له ویرې غږ نه کوی، قتلونه په افغان امنیتې ادارو اچوی. په افغانستان کې د بمو واسکټ په تن، ریموټ په لاس خپل مظلوم افغانان وژنی. چې له سرحد واوړی بیا مو یو ټیزن پولیس ته هم سترګې مړې اچولې وي او د غلامی جامې په تن کوی. د الله ج په خاطر په ځپل ځان رحم وکړی. تر تاسې خو پاکستاني طالبان ډیر د عزت ژوند لري. اګر چې د هغوی د کارو له کبله هم پښتون تباه شو. 
څومره مظلموم یاست چې د امارت ویب پاڼه کې خپل دښمن چې وژني مو نه شي غندلی!
حتا هیڅکله هم د پاکستان شیطانتو باره کې یوه مقاله هم نه شی لیکلای.
نن به د مولوي صاحب عبد رقیب مور، وروڼه او خویندې ژاړي. که دده تر امر لاندې کوم طالب مین یا انتحاري کې کوم بل افغان وژل شوی وي د هغوی خویندې او وروڼه به هم ژړیدلي وي. تر کومه به د ابلیس پاکستان لپاره جهاد کوو او یو بل به سره وژنو؟
د قیامت په ورځ به ډیر د شرم ځای نه  وي چې ووایو د ابلیس لپاره مو جهاد کړی، انتحاري حمله مې وکړه...ماته جنت راکړه؟
آیا دغه سوال ددې وړ دی چې له الله پاک څخه یې وکړو؟


د پاکستاني پوځ سره ملګري د موردګوانو سره ملګري ده!
هغوی نه غیرت لري نه ایمان، نه عزت بس اسلام او کفر یې دواړه د پیسې او ګټو لپاره دي. پاکستاني پوځ په صوات کې پښتنې بې عزته کړې. هغوی په صوات کې د نیول شویو بندیانو په خوټو باندې ځانونه وځنګول. هغوی پښتون ته د انسان په سترګه نه ګوري. هغوی له خپلو خلکو غلا کوي نو ته بیا هم د پاکستاني پوځي په لمن باندې مونځ کوي؟

دبمونو جوړلو چل ترې زده کوې، افغانستان ته راځې او هره ورځ ستا په ماینو افغاني پوځیان، پولیس، عام خلک، ښځې، ماشومان...وژل کیږي. ګټه یې څه ده؟

د خدای لپاره پنجوایې کو مو شپیته زره ماینونه خښ کړي، په دې به څومره عام خلک ووژنی؟

پاکستان د طالب، لر او بر افغان، افغانستان، پښتونستان، اسلام، او ټول انسانیت دښمن دی او د ابلیس ټاټوبی دی. د شرق اسراییل دی. نوره ملګري ورسره مه کوی.
 پاکستان د طالب، لر او بر افغان، افغانستان، پښتونستان، اسلام، او ټول انسانیت دښمن دی او د ابلیس ټاټوبی دی. د شرق اسراییل دی. نوره ملګري ورسره مه کوی.
 پاکستان د طالب، لر او بر افغان، افغانستان، پښتونستان، اسلام، او ټول انسانیت دښمن دی او د ابلیس ټاټوبی دی. د شرق اسراییل دی. نوره ملګري ورسره مه کوی.