د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان طالبانو د پاکستاني ملیشو قصد واخیست

شهیر 23.02.2014 11:31

په ډیره خواشینۍ سره چې تیره شپه د افغان زړورې ملي اردو ۱۹ ته ځوانان د ګرانه هیواد لپاره خپل سرونه قربان کړل. دوی پنځه ساعت د پاکستاني ځانګړې ملیشې (افغان طالبان) سره جګړه کړې. داسې ښکاري چې شاید ددوی له منځه چا له شیطان پاکستان سره اړیکه لرله یا خو یې اسلحه ختمه شوې. ذبیح الله پنجابي ملعون ددغه حملې مسولیت په غاړه اخیستی.
ددغه شهیدان کورنیو ته دې الله پاک جمیل صبر ورکړي. ستاسې زامنو د وطن د عزت ساتلو په لاره کې د تورو، کرغیړنو، چټلو، پلیتو او مرادو پنجابیانو سره د جګړې په حال کې شهیدان شول.
نور افغان پوځیان به د خپلو ملګرو بدل خامخا له دغه ظالمانو اخلي.
څو ورځې مخکې د پاکستاني طالبان ۶۰ تنه د پاکستاني استخباراتو او پوځ له خوا له بندي خانو وایستل شول او ووژل شول. مړي یې په کوڅو کې پراته و. شاید د پاکستان د پوځ هدف دا و چې که د صلحې خبرې وړاندې لاړې شي نو ددغو طالبانو له ورکولو څخه به لا له وړاندې ځان خلاص کړي. 
پاکستاني طالبانو چې غوښتل د خپلو ملګرو د وژلو سلسله ودروي نو ۲۳ تنه د پاکستاني سرحدي ځواک پوځیان یې ووژل. دا پوځیان دوی دری کا له پخوا ژوندي نیولي و.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر افغان حکومت ته وویل چې ددوی عسکر د افغانستان په خاوره کې ویشتل شوي. خو افغان حکومت وویل چې هیڅ داسې شواهد نه شته. 

په پاکستان چې نوره لاره ودریده نو خپلو غلامانو یاافغان طالبانو ته یې امر وکړ چې د ۲۳ پاکستاني پوځیانو قصد واخلي.
طالبانو هم د خپل پنجابي بادار امر بې له ځنډه تامین کړ.

اوس به هم داسې څوک وي چې ووایې پنجاب د افغان طالبان آمر نه دی؟

له بلې خوا دوی چې۵ ساعته جګړه کوله نو خامخا به وزارت دفاع، ناټو، د کنړ والي او نور دولتي چارواکي خبریدل ولې له دوی سره د اضافي قوا مرسته نه ده شوې؟

پارلمان ته پکار ده چې د دفاع وزیر او د کنړ والي ددې موضوع په هکله وپوښتي. افغان دولت باید د چټلستان ، چټل خور سفیر احظار کړي . ښکنځل ورته وکړي، ویې وهي، ویې رټي او بې ادبي دې معاف وي په کونه یې سوټی ور ننباسي.
پارلمان باید داسې قوانین پاس کړي چې افغان امنیتي ادارې مربوط پرسونل وکولای شي صحرایې محکمې اجراء کړي. که ملي امنیت د انفجاره موادو سره کسان نیول ځای په ځای یې باید له تحقیق وروسته په همغه بوشکو کینوي او دوزخ ته یې ولیږي. هغه افغانان چې پنجاب لپاره افغانانستان کې جنګ کوي له هغوی د خیر هیله نه ده پکار. ځکه د هغوی ماغزه یې داسې ور مینځلي چې د هغوی خپلې کورنۍ یې بیرته نه شي پاکولای نو افغان دولت به څه پرې وکړي؟

په دوی باندې د څارنوال، قضاء او بندي خانې مصرف بې ځایه دی. 

ددغه پلیت هیواد سره هیڅ ډول اړیکې نه دي پکار. سرحد باید په مکمل ډول ورسره بند شي. هغه افغان مهاجر چې هلته دي یاد پاکستانیان شي یا دې بیرته راشي. د کراچی بندر څخه واردات هسې هم کم شوي. دغه پاکستاني غوړي چې د مړو ګامیښو له وازدو یې جوړوي هسې هم د صحت لپاره مضر دي. اوړه او بوره به مرکزي آسیا څخه وارد کړو. د کال ۵ میلیارده مصرفي تجارت چې له پاکستان سره لرو او د هغه ځایه بې کیفیته دارو ګان، خوراکي مواد او نور فوضوله شیان واردو نو له هغې به هم خلاص شو. همدارنګه به د پولیسو له مکروبو، ایډز، او نورو ناروغیو څخه هم مخنیوی شوی وي.
 د هر وژل شوي افغان پوځي کورنۍ ته باید یو اپارتمان ورکړل شي. ددوی کورنۍ باید ټولې کابل ته دعوت شي ، خبرې یې واوریدل شي او ونازول شي.
ګرانو افغانانو!
باور وکړی که افغان ملي اردو، سرحدي پولیس ، ملي پولیس، ملي امنیت او اربکیان في سبیل الله نه وي که خو تاسې دغه آرام ژوند ولری. دغه فیس بوک او انترنیت به هم ونه لری چې تاسې د طالب تر حکومت لاندې ژوند وکړی نوره د ژوند آزادي خو پریږده. له پاسه به د خدای پاک له خوا وچکال وي ځکه داسې ښکاري چې دالله پاک هم دغه خوارج ډیر بد ایشي.

هغه افغان طالبان چې ضمیرونه یې خرڅ کړي هغوی ته د ملي اردو، ملي پولیسو ،عام اولس، مولوي عبدل رقیب، مولوي آغا جان او دوې ته ورته نورو علماو وینه تویول داسې نه ښکاري لکه د اوبو تویول.
ددوی ماغزه داسې مینځل شوي چې که ددوی د کالو ملګری وي خو د صلحې خبره وکړي په سبا یې سزاء مرګ ده.فقط لکه افغانستان کې چې صلحه کول له دینه وتل وي، دومره دومره شدید عکس العمل ښکاره کوي.

ټولو رسنیو او ځوانانو ته پکار ده چې د پنجابي ملیشې دغه عمل په کلکو ټکو کې وغندي.