د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داسو بند (Dasu) افغانستان ته څه تاوان لري؟


شهیر 07.03.2014 20:17

داسو بند چې د پاکستان په شمال کې داسوکلې ته څیرمه واقع دی د اسیا پرمختیایې بانک په مرسته جوړیږي. دغه بند به ۴۷۰۰ میګا واټه بریښنا تولید کړي او په ۲۰۳۷ میلادې کال کې به ټول ۷ میلیارده ډالره مصرف پرې راشې. دا لوی بند د ایندوس د سیند  په اوبو په کمبود چې له شمالي پاکستان څخه سرچینه اخلي اثر لري.
کله چې دغه کمبود رامنځ ته شي نو پاکستان غواړي د کنړ له سیند څخه یې پوره کړي. ددې لپاره چې د کنړ سیند اوبه هیڅ کمې نه شي نو دوی په افغانستان کې د طالب په جامه کې له خپلو لاسپوڅو کار اخلي. له بلې خوا آسیایې بانک او نړیوال بانک نه پریږدې چې د کنړ په سیند په افغانستان کې د اوبو بندو په جوړلو کې مرسته وکړي. دغه بانکونه هغه وقت مرسته کوي چې دواړه هیوادونه په لویو پروژو کې سره موافق وي.

پاکستان چې کلني ناخالص عاید یې د کال ۲۰۰ میلیارده ډالره دی، د لویو پروژو لپاره له نړیوالو بانکو مرسته اخلي.د افغانستان ناخالص آید ۲۰ میلیارده ډالره دی. نو افغانستان خو هیڅکله هم ددې جوګه نه دی چې دغه لویې پروژې خپله عملي کړي. خامخا به له نړیوالو مرسته اخلي. مرستندویه موسساتو نه دومره وس نه لري، نه یې دا د پروګرامو برخه ده چې نورو هیوادو ته د اوبو بندونه جوړ کړي. 

پکار ده چې افغانستان خپل مخالت ته دوام ورکړي تر هغې چې آسیایي بانک او نور بانکونه ورسره دکنړ  د اوبوبند جوړلو کې مرسته نه وي کړي او پاکستان په راتلونکې کې د کنړ بند څخه د نورو اوبو د نه غوښتې ضمانت په امنیت شورا کې نه وی ورکړی.

ځینې د پښتونخوا خلک شاید ګیله وکړي چې د برو پښتنو راباندې بریښنا او ګټه نه لوریږي. هغوی خوهغه د نورو بندو خپله برخه بریښنا هم د پنجاب څخه نه شي اخیستی وار خو د بریښنا د بندو د ګټې شو. کله چې پاکستان کې اوړه کم شي نو له پنجابه ځینې پښتانه ډریوران د ۲۰ کیلو اوړو راوړلو په خاطر دومره وهل خوري چې حضرت بلال به کفارو دومره نه وي وهلی. 
خو چې پنجاب او پاتې پاکستان کې بریښنا نه وي پښتانه چې وطن یې ټول پاکستان ته بریښنا ورکوي عین مشکل له پنجابي سره یوځای ګالي، مطلب که پنجاب کې یو ساعت بریښنا نه وي پښتونخوا کې به دوه ساعته نه وي.
هغه وروڼه چې بریښنا برخه کې مسلکي پوهه لري هیله ده په دې هکله لا کره معلومات له هیواد والو سره شریک کړي.

شهیر
د داسو بند په هکله معلومات:

http://www-wds.worldbank.org/external/default/WDSContentServer/WDSP/IB/2014/01/24/000461832_20140124122655/Rendered/PDF/E44160V30P121500Box382130B00PUBLIC0.pdf