د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په بیا رغاونه کې د مصالحې رول!

نجیب الله پیمان 03.05.2010 17:58


په بیا رغاونه کې د مصالحې رول!
لیکواله : صالحه رشیدي
ژباړن : نجیب الله پیمان


د یوې با امنه ټولنې د لرلو لپاره په ځانګړي ډول هغه ټولنې چې نوي له بحرانه راوتلي وي اویا په بحران کې قرار ولري، د بیا رغاونې چارې په دوه برخو(ذهني او فرهنګي) کې سره منسجمې ګېږي چې د ستونزود حل په موخه یې درې اساسي ټکو ته ( صحي، تعلیمي او سیاسي) ډیره پاملرنه کېږي چې د ټولنې د ارامتیا زیاتره برخه پکې را نغښتې ده.

هر هغه څه چې موږ غواړو پدې بحث کې خبرې پرې وکړو هغه ټولنیږې نیمګرتیاوې دي چې چارواکي تر ې د خپل قدرت په مهال ناوړه ګټه تر لاسه کوي او په عامو او عادي خلکو یې روا ګڼي چې خلک پکې تر ډېره حده زیانمن کېږي او په خواشینۍ سره باید ووایم چې، دغه کار زموږ په ټولنه کې ورځ تربلې زور اخلي چې همدغه کار بیا په کلیوالي سیمه کې د قومونو او قبیلو تر مینځ د بې باورۍ فضا رامنځته کړې او ورسره تر څنګ یې د انتقام او حسد لمبې هم مخ په زیاتېدو دی.
بل لورته همدغه کړنې چې د ډلو ټپلو لخوا رامنځته کېږی او دوې پرې د واک ګدۍ ته رسیږي چې موږ او تاسې د دغه ډول پیښو شاهد یوچې له له امله یې عادې خبرې تر جنګ جګړې او بیا د وژنوتر بریده رسېږی چې زموږ خلک نور له دغه ډول کړنونه پوزې ته را رسیدلې دي چې په ډېرو ځایونو کې د خلکو تر مینځ د اړیکو د شلېدو، دښمنیو، او نورو لامل هم شوي.
د دې ستونزې د حل د پاره اړینه ده د خلکو تر منځ د اړیکو د بیرته را ژوندي کولو په موخه په سیمو کلیو او ولایتونو او په ټول هېواد کې پاملرنه وشي تر څو نه یواځې د د ښمنیو ريښې له مینځه یوړل شي بلکه متخاصمې ډلې یو بل سره پخلا او د همکارۍ بلنه ورکړل شي او له انساني ځواک څخه یې د ټولنې د پرمختیا په برخه کې ګټه واخیستل شي.

دې موخې ته رسیدل څه اسانه او ساده خبره نده، بلکه ډیر ستونزمن کار دی اودا کار هغه وخت د عمل جامه اغوستی شی چې یو شمیر اساسي نکاتو ته لکه د عقدوله مینځه وړل، د زیانونو جبران او دواړو لورو ته د حل د یوې معقولې لارې لټول چې دواړو لورو ته د منلو وړوي په لاره واچول شي.
که څه هم دغه کار په نظري ډول ناشونی دی خو په عمل کې باید دا ثابته شي چې موخه د ستونزې حل دی، سوئ تفاهم او رواني ناوړه حالت د دې لامل شوی چې دغه ډول ستونزې را منځته شوي چې باید نه وای را منځته شوې.
حل لاره باید د دواړو لوریو د غوښتنو ځواب ووايي دواړه لوري، دواړه کورنۍ ، کلي، ولایتونه باید په خپل مینځ کې دا احساس کړي چې تیروتنې یې کړي او خپلو مسؤولیتونوته یې پاملرنه نده کړې.
د ستونزې حل باید منطقي وي نه عاطفي او هغه ستونزې چې د خود خواهي او نه پاملرنې له امله را منځته شوی باید د منطق له لارې حل شي نه د عاطفې له لارې، عاطفي روابط یواځې د وینې په پیوند کې ژور اغیز لري اود ستونزو په له مینځه وړلو کې ګټور ندی، بلکه کولی شي دوجدان او قناعت په حکم حاصل شي.
د دې پریکړو تر پای وروسته دې هیڅ یوه ډله ځان حقیر او متضرر نه ګڼي او ستونزې دې په داسې ډول حل شي چې د هیڅ یو لوري په ذهن کې هم حسد او کینه پاتې نشي.
داسې د حل لاره د ولټول شي چې په راتلونکې کې د شخړو لامل نشي.
سوال دلته پیدا کېږي چې د پورتنیو ټکو په پام کې نیول او د حل لاره لټول په یوه ټولنه کې په ځانګړي ډول په داسې ټولنه کې چې ذهنیتونه پکې د بحران له امله تر ډیره حده متاثره شوي وي څه ساده او اسانه کاردی؟ ځواب واضح دی، امکان لري خو ستونزمن هم دی .
نو ددغه کار د ممکن کیدو دپاره اړینه ده چې د ټولنې په پیاوړتیا، پراختیا او هغه څه نه کار واخلو چې زموږ په ټولنه کې مروجه ده (مذاکره، مفاهمه، او منځګړیتوب) او یو شمیر ذهني او عملي خبرتیاوې، ترڅو د مصالحې په رامنځته کولو او د ناوړه اړیکو د بیا رغولو او د هر ډول کینې له مینځه وړلو ته د یو پراخ نظر په کتلو سره او د یوې کاملې او دوستانه طرحې چې دواړو لورو سره مرسته وکړی شی وکتل شي.
ـ دواړه لوري دې دېته اماده شي چې تر یو تحلیل لاندې په خپلو تیرو منفي کړنو پښیمانه زیان او بښنې ته د حاضر او اماده شي.
ـ په خپل وجود کې دی د کینې د لرې کولو احساس پیدا کړي.
ـ لدې سره سره چې ټول پوهیږي چې ژوند وفا او بقا نلري دنیا به وي خو انسان تلونکی دی او بیرته نه راګرځی نو اوس هم لا وخت دی نو د تکبراو غرور له نیلې د راکوز شی لا هم وخت ندی تیر شوی.
راځئ د دښمنیو، ظلم او ستم په وړاندې لاس سره یو او ټولنیزو، فرهنګي ، کلتوري ، تر بیتي ، اخلاقي مسائل له سره ورغو او د هر ډول ستونزې په وړاندې مبازره له خپله ځانه پیل کړو.
ـ د خوشبینې حس پیاوړی او د راتلونکې په اړه ښه هیله مند واوسو او سیاسی مسائل یوې خوا ته کېږدو، د کلیو کورونو او بانډو په ټولنېزو اړیکو کې هڅه وکړو او تل د شخړو په وړاندې عادلانه قضاوت او پریکړه وکړو او د هېواد هر وګړی دې د هېوا د احترم ، عزت او حرمت خپله ملي او اسلامي وجیبه وبولي.