د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څوک سوله نه غواړي؟

نجیب الله پیمان 04.02.2010 16:17

که څه هم لا تر اوسه له تور لېسته د اسلامي حزب او ‌طالبانو نومونه ندي ایستل شوي او په هېواد کې د سولې خبرې دقیقې ندي خو د سولې او وطن اصلي دښمنانو له وړاندې خپلې څیرې روښانه کړې اوله طالبانو سره یې د سولې د خبرو په اړه خبرې نا ممکنه بللي.

د شمال ايئتلاف لنډغر چې د دې وطن مردودي څیرې دي او نه غواړي په وطن کې سوله راشي یو ځل بیا له مرورو افغانانو سره د احتمالي خبرو اترو د کېدو په اړه د خلکوپه زړونو کې شکونه اچوي او د رسنیو له لارې دا اعلانونه کوي چې له طالبانو سره د سولې خبرې نا ممکنه دي.

دغه کسان چې اوس له مخالفینو سره د سولې خبرې نا ممکنه بولي د هیواد په ګډوډۍ او نا امنۍ کې د ځان ګټي ویني او دوی ته د هیواد او هېوادوالو ګټې هیڅ ارزښت نلري، دوی تل د هیواد په نا امنۍ کې خوښ او خوشحاله دي.