د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د روزګار دریېمه ګڼه له چاپه راووته!

نجیب الله پیمان 28.01.2010 07:53

روزګار په پښتو، دري او انګلیسي ژبو د افغان یونایټد بانک خپریدونکې میاشتنۍ مجله ده چې دریمه ګڼه یې په ۷۰ مخونو کې په ښکلي صحافت له چاپه راووته.

روزګار د افغان یونايټد بانک د فعالیتونو تر څنګ اقتصادي، ادبي او کلتوري مطالب خپروي او د اسلامي بانکداري په برخه کې هم په زړه پورې مطالب لري .

درانه لیکوال او د ادب مینه وال کولی شي خپلې اقتصادي، ادبي، او مالوماتي مقالې او شعرونه په دغه مجله کې د چاپ په موخه د بریښنا په لاندې پته راواستوي.

Rozgar_media@yahoo.com
په درنښت
نجیب الله پیمان