د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرزی لالا ښه ده چې بله دوره نه پاچا کېږې!

نجیب الله پیمان 21.01.2010 08:48

یو هندو ته چا ویلي وه چې هندو لا لا دا زوی دې د دوکانداري په مهال له ترازو نه غلا کوي، هندو په ځواب کې ورته وویل چې زه پدې حرامي باندې لا وړاندې شکي وم چې دا مسلمان شویدی، خو اوس مې چې دا خبره واوریده نو شک مې په یقین بدل شو.

زه هم د کرزي صاحب په پښتونولي لا پخوا شکمن وم خو چې کله یې دا دوه ځلې پرله پسې کابینه اعلان کړه نو لکه د هندو په څېر شک مې په یقین بدل شو چې دی هم یاخو پښتون نده او یایې په پښتونولي کې شک ده .

د ښاغلي کرزي په کابینه کې د ګوتو په شمار څو رښتوني پښتانه وزیران وه لکه احدي صاحب،سنګین صاحب چې هغه هم د ده د واکمنۍ له برکته په ائیلاقی او لعلي باندی بدل شو او دا شرمیدلې کابینه یې د تیر ځل په پرتله لا پسې بدتره کړه.

نور خو یې پر ځای پریږده د پښتنو ستر دښمن او د پښتو ادب زندی کونکی ښامار چې د ولسي جرګې لخوا رټل شوی او شړل شوی شخصیت وه یو ځل بیا د اطلاعاتو او کلتور د وزارت په ګدۍ کښیناوه چې د خپل کار په لومړۍ ورځ یې لا خپل تعصب ښکاره کړی وه.

د حیرانتیا خبره لا پکې داوه چې د ملت استازي هم خدای پرې کاڼه او ړانده کړه او د تیر کال هغه پریکړه یې سوچه له یاده ووته چې د نوموړي فاشیست وزیر په اړه یې کړې وه .

بله څیره چې اوس یې هم کرزی لالا له خولې نه غورځوي هغه د جهاد او مقاومت بل سپه سالار ښاغلی اسماعیل خان دی چې لایې هم کرزی صاحب له خپل څنګ نه نه لرې کوي او غواړي بیا ورته کوم وزارت ورکړي ځکه په خپله تېره اته کلنه دوره کې خو یې د هېواد لرې او پرتو سیمو ته پریښنا وغزوله او د هېواد په کچه یې ټول د بریښنا بندونه اباد کړه.
حیران دې عقل ته یم چې څنګه نړۍ دا ورسره مني چې یو جنګسالار دی په داسې یو هېواد کې د اوبو او بریښنا وزیر شي چې خلک یې د څراغ د لګېدو وسه ونلري له نوموړي وزیر نه به د بریښنا څه تمه وي، خو د ملت د استازو د کور ودان وي چې لدې بلا خو یې خلاص کړو.

یو چا ترې د وزارت د واکمنۍ په مهال پوښتنه کړې وه چې دا لوګر خو له کابل سره جوخت په شل کیلومترۍ کې پروت دی دې ته به کله برق ورکوې. ده په ځواب کې ورته ویلي وه چې لوګر درکجا است؟

بله په زړه پورې خبره داده چې په کابینه کې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت ته نومول شوي وزیر ضرار احمد مقبل تر ټولو وزیرانو زیاتې رایې تر لاسه کړي، د ملت رښتوني استازو تاسو لکه چې هېر کړه چې نوموړي د کورنیو چارو په وزارت کې څه ګل کرلي وه چې پدې وزارت کې به یې درته وکري، هیر مو نشي چې څو کاله وړاندې چې دغه وزارت نه وه نو نشيي توکي هم دومره نه وه، خو د دغه وزارت په جوړیدو نشیی توکي دومره زیات وه چې د نړۍ په کچه یې لومړی مقام درته وګاټه.

بله داچې رښتیا ټول ملت او په ځانګړي توګه ولسمشره تاته دې د مسلح قواو د اعلی ستر درستیزوال په توګه د جنرال عبدالرشید دوستم قومنداني هم مبارک وي چې ستا په فرمان یو ځل بیا په دنده وګمارل شو، ایا د دې فرمان د لاسلیک پر مهال دې د لیلي دښتې لسګونه زره پښتانه طالبان سترګو ته نه درېده چې همدې بدنامه جنګسالار په لاس د مرګ تر کومې ورسیدل چې اولادونه یې لاهم د راتلو لار څاري.

خبره هسې رانه اوږده شوه خو کرزی لالا دومره درته وایم چې ازمودن را ازمودن خطا است ښايي ته به هم مجبور وې خو دغه یو شمیر وزیران چې تا اوس په دندو ګمارلي تا او ستا هېواد ته نه بلکه خپلو بادارانو ته وفادار دي، او له سر له اوسه له تاسره په اپوزیسیون کې ولاړ دي، او دا وړۍ نه ښايي چې وړۍ شي.


اخر تر کومه به ستا دا بیغوري وي؟؟

ایا پښتنو له تا سره دومره بد کړي، چې په یو وزارت هم نه ارزي؟
ایا دغه پښتنو په جنوبي ولایتونو کې تاته د رایو په بدل کې خپلې پوزې او غوږونه د لاسه ورنکړه؟
ایا د پکتیا ولس له تاسره په واک ته رسېدو کې هلې ځلې ندي کړي او تا ورسره څه کړیدي؟
اخر ترکومه به دغه چاره روانه وي، او ته به د دې وطن د دښمنو په فریبونو او چلونو غلطېږي لدې پاچاهي نه خو نه پاچاهي ښه ده.
راشه له یوې بلې دې خبر کړم پکه داد لا بله سپکه چې اوس یې دا ورقه هم درپسې را اړولې ده چې پښتانه په اصل کې اسرایل دي او داسې اوازې دی چې اسرائیلو د دې کار د څېړنې په موخه یوه اندازه پیسې هم ځانګړې کړیدي.
دا دپښتو د هغه دښمنانو اوازې دي چې اوس هم له تاسره په یو دسترخوان ناست وي او داسې پلان لري چې د غربي نړۍ او امریکا ته خو یې ټول پښتانه د ترهګر، دهشتګر، ویره اچونکي، بریدکونکي ، متعصب او نورو نومونو ور وپېژندل، اوس غواړي چې د دې ملت اصلي بچیان (پښتانه) پدې نامه چې دوي په اصل کې اسرایل دي د اسلامي نړۍ د هېوادونو له پامه هم وربد کړي، ځکه اسرایل خو د نړۍ په کچه د اسلامي هېوادونو په وړاندې یو منفور او ظالم قوم دی چې د فلسطیني مسلمانانو د وینو په تویولو کې پراخ لاس لري.

نو لا لا لږ له خوبه را بیدار شه او د واک په دې وروستۍ دوره خو د تاریخ دپاره یو نیک نوم وګټه او د پښتنو د دغه هېواد واک یو ځل بیا د پښتنو په لاس کې ورکړه.