د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د رمضان په میاشت کې د مسلمان وخت

ګل آغا احمدي وردګ 13.09.2008 17:11

د کافورو بڼ/ پنځلسمه برخه

د مسلمان وخت په عمومي توګه زیات قیمت بها او د لوړ ارزښت وړ دی خو د رمضان په میاشت کې د مسلمان د وخت ارزښت څو چنده اضافه کیږي نو له همدې کبله ضروري ګڼم چې د خپلو مسلمانو وروڼو او خویندو پاملرنه ځینو مهمو ټکو ته په دې هکله را جلب کړم.

لومړی: ځینې کسان د رمضان په میاشت کې ټوله شپه په ویښه تیروي یا شپه رڼوي چې دې کار ته د پوهانو له خوا ښه نه دي ویل شوي بلکي لازمه خبره دا ده چې د شپې یوه برخه د عبادت او زیاته برخه د خوب لپاره ځانګړې شي ځکه چې د انسان بدن خوب ته د خپل طبیعیت او بدني غوښتنو له مخې اړتیا لري. له بلې خوا شپه د خوب، آرامۍ او هوساینې لپاره او ورځ د کار، هڅو، ژوند او د اړینو چارو د سر ته رسولو لپاره پیدا شوې ده. بله مهمه خبره دا ده چې د شپې خوب د انسان د بدن د هراړخیزې ودې، دمې او استراحت لپاره ډیر مهم دی او هیڅکله د ورځې د خوب سره برابر نه دی او نه هم د مقایسې وړ دی ځکه چې د شپې یو یا دوه ساعته خوب د ټولې ورځې له خوب سره هم د پرتلې وړ نه دی بلکي د پوهانو په نظر د شپې یو ساعت خوب د ټولې ورځې له خوب څخه غوره دی.

دویم: د مسلمان لپاره ښايي چې خپل وخت د قرآن تلاوت، د لمانځه ادا کولو، دعاوو، د زده کړې حصول، د ګټورو آثارو لیکنې، جومات ته د تګ او داسې نورو غوره چارو په سر ته رسولو مصرف کړي. همدارنګه که چیرې مومن انسان له ځان سره د کوچنۍ کچې یو ټوک قرآن کریم ولري څو هغه په کور، موټر او هر هغه ځای کې تلاوت کړي چې د تلاوت کولو زمینه یې ورته برابره ده. په دې هکله اسلامي پوهان په دې آند چې د مسلمان لپاره غوره ده چې لږ تر لږه یو ځلې خو قرآن کریم د رمضان په میاشت کې ختم کړي او نوموړی ختم د تراویح د لمانځه او قیام لیل د تعقیب په بڼه وي نو ډیر ښه او که چیرې دا کار ورته ناشونی وي نو له ځان سره دې قرآن کریم ختم کړي.

دریم: غوره خبره دا ده چې د رمضان په میاشت او له رمضان څخه پرته یو مسلمان له داسې مجالسو څخه ډه ډه وکړي چې له چټیاتو، لهو لعب، غیبت، بهتان او داسې نورو څیزونو څخه ډک وي. په رمضان کې داسې پیښ شوي دي چې ځینې کسان او په ځانګړې توګه ځوانان د تراویح د لمانځه وروسته سره غونډیږي نو که چیرې دغه راز راټولیدنه د یوې سپیڅلې موخې لپاره وي، پوهنیز افکار له یو بل سره تبادله کړي او د ټولنې د ستونزو د محو کولو لپاره د اغیزمنو تصمیمونو د نیولو سبب کیږي نو تر دې خو بله ښه خبره نشته. خو که چیرې دغه راز ناستې او مجلسونه د مزخرفاتو د اوریدلو، بې اندازې لوړې خندا، قطعه بازۍ او داسې نورو څیزونو په مقصد جوړیږي نو له دې کار څخه باید مخنیوی وشي او مسلمان خپل وخت په داسې ګټورو څیزونو و لګوي چې د دین او دنیا خیر یې پکې نغښتی وي.

همدارنګه شاید ځینې دغه راز مجلسونه د کبیره ګناهونو درجې ته ورسیږي او غیبت، بهتان او داسې نورو کبیره ګناهونو ته مخه کړي چې د مسلمانانو د ګناهګاریدو سبب ګرزي نو باید په دې هکله زیاته پاملرنه وشي.

څلورم: ځینې ځوانان او بیا په ځانګړې توګه په هغو هیوادونو کې چې هوا ګرمه او معتدله وي د رمضان په میاشت کې ټوله شپه ګرزي او شپه په ویښه تیروي، په لوبو لګیا وي او سهار پرې خوب ژوره غلبه وکړي، کلی، باڼډه او ښار یې داسې ښکاري ته به وایې چې د مړو ښار ته راغلی یم. په داسې حال کې چې یو خو د رمضان د میاشتې او د دې میاشتې د ورځې شیبې چې مومن انسان روژه نیولې وي ډیرې قیمت بها دي، بل دا چې شپه د خوب او ورځ د ژوند لپاره ده نو هغه کسان چې شپه په ویښه تیروي او د ورځې ویده وي د زیاتو پوهانو په نظر د روغتیايي نواقصو تر څنګ ډیر معنوي تاوان هم کوي او له هغه فیوضاتو بې برخې کیږي چې روژتی مومن یې د ورځې له خوا تر لاسه کوي.

بل دا چې هغه کسان چې شپه په ویښه او ورځ په خوب تیروي نو د لوی خدای د هغه نظام سره په ټکر کې واقع کیږي چې باید یو روژتی انسان هغه تکلیف احساس کړي چې خدای پاک ده ته خوراک، څښاک او جنسي اړیکو څخه د اجتناب امر کوي. بلکي ټوله ورځ ویده او خوبوړی انسان اصلا د روژې له هراړخیز کیفیت او اهمیت څخه بې خبره وي.
له دې لنډې یادونې څخه مطلب دا نه دی چې ګواکي ځوانان دې د رمضان په میاشت کې لوبې او سات تیري نه کوي بلکي په رمضان او غیر رمضان کې د عبادت، کار، هڅو او هاند تر څنګ د لوبو لپاره هم د مناسب وخت ځانګړي کول ښه کار دی خو داسې باید نه وي چې د خپل خوب او عبادت قیمتي وخت په ټولیزه توګه په لوبو و لګول شي.

په همدې توګه ځینې کسان بیا د تلویزیوني سریالونو داسې عاشق او روږدي وي چې زیاتره وخت د لمانځه او تراویح وخت هم په هغه باندې لګوي او ځینې کسان بیا له ځان سره وایي چې یاره ملا صاحب ژر ژر یې خلاصوه چې ډرامه راڅخه تیره شوه او ټول ذهن یې په دې ډول بې ګټې سریالونو باندې مغشوش وي. همدارنګه د زیاتره سریالونو په جریان کې په لسګونو داسې صحنې او بربنډ عکسونه راځي چې لیدل یې د مسلمان لپاره ښه نه دي او شاید چې سړی د ګناه لوري ته بوزي.

پنځم: ځینې کسان چې د رمضان په میاشت کې د شپې له خوا وخت په یاد شوو څیزونو په ویښه تیروي نو د ورځې له پلوه کوښښ کوي چې که خوب ورځي او یا نه ورځي نو ټوله ورځ په کور کې پروت وي او د کور فضا یې داسې ګرزولې وي چې ماشومان یې له ویرې څخه آه هم نه شي ویستلی او د کور ښځې ورسره سختې په تکلیف وي. دغه راز کسان فکر کوي چې یاره که له کوره ووت نو یا خو به یې لمر ووهي، یا به یې تنده چولاوه کړي او یا به یې هم لوږه ورسره په هوا کړي په داسې حال کې چې رمضان د الهي برکاتو تر څنګ د کار، هڅو، صبر، حوصلې، آزمیښت او له سختیو سره د مقابلې او روزنې میاشت ده. په دې مبارکه میاشت کې انسان کولای شي چې خپل تمرکز له بل هر وخت څخه زیات په علمي تحقیقاتو او څیړنو بوخت کړي او د ژوند په هر اړخ کې د زیاتو بریاوو خاوند شي. همدارنګه ممکن انسان د رمضان په میاشت کې داسې لوی لوی کارونه سر ته ورسوي چې په بوزه کې یې په خیال کې هم ورځي خو دا کار هله شونی دی چې انسان هوډمن وي، د رمضان په میاشت کې د خپلو چارو د سر ته رسولو، خوب او بیدارۍ یو داسې منظم پلان ولري چې د هر څه حق یې په سمه توګه ادا کړی وي او د خپل کور د ښځو، ماشومانو او اولادونو مشکل هم په نظر کې ولري. له دې یادونو څخه مطلب دا نه دی چې ګواکي روژتی انسان دې د رمضان په میاشت کې د ورځې له خوا استراحت نه کوي بلکي د امکان په صورت کې د ورځې له خوا هم د ماسپښین د لمانځه وروسته یو یا دوه ساعته خوب ښه خبره ده چې انسان د خپلې بدني او ذهني آرامتیا په لاره کې ترې ګټه واخلي.

د کافورو د بڼ بله برخه هم شته ده له موږ سره اوسی.......