د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د رمضان د میاشتې روزه فرض ده

ګل آغا احمدي وردګ 02.09.2008 17:37
د رمضان د میاشتې روژه پر ټولو مسلمانانو فرض او د اسلام له پنځو ارکانو څخه یو رکن دی او د فرضیت لپاره یې ګڼ شمېر قرآني آیتونه او نبوي احادیث موجود دي چې له نوموړو آثارو څخه یې فرضیت په ډاګه څرګندیږي. د رمضان د میاشتې روژه پوره یوه میاشت ده چې د هجري قمري کال د میاشتو په حساب په کال کې یو ځل راځي او نوموړې میاشت کله ۳۰ او کله ۲۹ ورځې وي.
موږ پخپله دې لیکنه کې د رمضان د میاشتې د روژې نیولو د فرضیت په هکله د بقرې د سورت د ۱۸۳ او ۱۸۴ آیتونو ژباړه را اخلو چې لوی خدای (ج) فرمایلي دي: ژباړه ( ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی روژه په تاسو باندې فرض ګڼلې شوې ده لکه چې له تاسو مخکې په نورو امتونو باندې هم فرض وه څو د متقیانو له ډلې څخه حساب شی. دغه روژه څو محدودې ورځې ده څوک چې له تاسو ځینې ناروغ شي او یا هم په سفر کې وي نو کولای شي روژه ماته کړي او بیا یې قضا په نورو ورځو کې وګرزوي...)
اسلامي پوهان د رمضان د میاشتې د روژې د فرضیت په هکله دغه دوه ذکر شوي آیتونه تر ټولو معتبر اصول ګڼي او په دې خبره باندې په یووالي سره د ټول امت د علماوو اجماع شوې ده چې د رمضان د میاشتې روژه نیول فرض عین ده چې له دې حکم څخه منکر اشخاص د اسلام له دایرې څخه وزي او د دې میاشتې د حرمت ماتوونکي مسلمان ګنهګار ګڼل کیږي.
بله خبره چې له نوموړو آیتونو څخه جوتیږي هغه دا ده چې روژه نه یوازې په معاصر اسلامي امت فرض ګڼل شوې بلکي د اسلام له بعثت څخه د مخه په نورو امتونو باندې هم فرض وه خو دا چې د هغوی د روژې څرنګوالی به په څه ډول وو، په کال کې به یې څو ورځې روژه نیوله او کوم احکام به پرې مرتب وو، په دې هکله زیات تفصیلات نه دي ذکر شوي. خو د اسلام د سپیڅلي پيغمبر حضرت محمد (ص) له ځینو احادیثو څخه جوتیږي چې د تیرو امتونو د روژې د ورځو شمیر له اوسني شمیر څخه زیات وو او لوی خدای (ج) د خپلې ځانګړې مهربانۍ په اساس اسلامی امت ته داسې تخفیف بخښلی چې په کال کې یوازې د رمضان د مبارکې میاشتې روژه نیول دي.
همدارنګه دا چې لوی خدای په دې آیتونو کې د تیرو امتونو د روژې د نیولو یادونه کړې ده د ځینو اسلامي پوهانو په آند شاید چې موخه به یې دا وي څو مسلمانانو ته د یوه تخفیف په توګه جوته کړي چې یوازې تاسو نه یاست چې روژه درباندې فرض شوې ده بلکي له تاسو څخه د مخه امتونو هم روژه نیوله. په همدې توګه مسلمانانو ته دغه حقیقت په ډاګه کیږي چې د رمضان د میاشتې روژه نیول هغه سپیڅلی او له برکت څخه ډک عبادت دی چې له دوی څخه د مخه هم خدای پرستو او صالح وګړو په پوره صبر او متانت سره ادا کړی چې په دې وسیله مومنو روژتیانو ته یوه معنوي خوښي په لاس ورځي او دا ورته څرګندیږي چې دوی هم د خپل ژوند د مسیر لپاره هغسې یوه نیغه لاره ټاکلې ده چې د خدای دوستان پرې تیر شوي او د الله رضا پکې د حاصلیدو وړ ده.
بله خبره دا چې په دې آیت شریف کې د تقوی یادونه شوې ده او له دې یادونې څخه د ځینو پوهانو په نظر موخه دا کیدای شي چې تقوی خپل ځانګړی چوکاټ لري او د رمضان د میاشتې روژه د دې چوکاټ یو مهمه برخه ده. نو هغه مسلمان چې د تقوی د ګټلو په موخه خپل ژوند ته ادامه ورکوي ضروري ده چې د رمضان د میاشتې روژه له خپلو ټولو احکامو او آدابو سره یو ځای د یوې ځانګړې دلچسپۍ په فضا کې ونیسي. همدارنګه دغه یادونه مومن مسلمان ته یوه داسې هیله بخښي چې ګوندې وي دوی هم د تقوی لرونکو اشخاصو په ډله کې حساب شي.
بل دا چې په دې آیتونو کې د روژې د محدودو ورځو یادونه شوې ده چې هغه په ټول کال کې یوازې یوه میاشت ده نوموړې یادونه هغه رعب، ویره، دروندوالی او ډار د مسلمانانو له زړونو څخه لرې کوي چې د نوموړې میاشتې د رابره کیدو څخه د مخه ورسره موجود وي چې ګواکي دوی په څرنګه په دې و توانیږي چې د رمضان د میاشتې په ورځو کې له سپیده داغ څخه د ماښام تر آذان پورې له خوراک، چښاک او جنسي اړیکو خپل ځانونه محروم کړي؟ دوی به څرنګه و توانیږي چې د کار کولو او روزۍ پیدا کولو په ډګر کې روژه ونیسي او دغه میاشت به له ګڼو مصروفیتونو سره یو ځای په دوی باندې څرنګه تیریږي؟ خو د څو ورځو په تیریدو سره د مسلمان اراده دومره غښتلې شي چې ځینې ځینې یې د دې میاشتې د اوږدیدو دعاوې کوي ځکه چې د بل هر وخت په پرتله یې ژوند د نظم داسې یوه بې مثاله چوکاټ ولویږي چې له رمضان پرته یې پر خوب کې هم نه وي لیدلی.
د دې لپاره چې مسلمان د تقوی د معراج په لوړو پوړیو کې ګام کښيږدي، د دې لپاره چې د خپل نفس سره جهاد او مبارزه وکړي، د دې لپاره چې د سختیو په مقابل کې د یوه پیاوړي مومن په توګه و روزل شي، د دې لپاره چې د بې وزلو، وږیو او نادارو خلکو له حال څخه خبر شي، د دې لپاره چې د صالحینو په لاره د تللو شونتیا ترلاسه کړي او د دې لپاره چې د جنت د ګټلو په روښانه سیالۍ کې د داخلیدو فرصت و مومي، نو لوی خدای (ج) د خپلې ځانګړې مهربانۍ له مخې په مسلمانانو باندې د رمضان د مبارکې میاشتې روژه فرض ګرزولې ده چې نیول یې له ظاهري، روحي او معنوي خوښیو سره یو ځای مسلمانان د لارښوونې په مستقیمه لاره برابروي. زموږ د دې سلسلې دویمه برخه به د رمضان دمیاشتې استقبال او د دې میاشتې راتګ ته د غبرګون څرګندولو په هکله وي له موږ سره اوسی.....