د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د روژې آسانتیاوې

ګل آغا احمدي وردګ 06.09.2008 19:06

د کافورو بڼ/ اوومه برخه

د دې سلسلې په شپږمه برخه کې تاسو د رمضان د میاشتې د ځینو احکامو په هکله لنډې یادونې ولوستې او اوومه برخه به یې یولړ هغه آسانتیاوې په ګوته کړي چې د رمضان په میاشت کې د روژتي انسان په نصیب شوې دي. باید یادونه وشي چې انسان ته د اسلام تر پلوشو لاندې داسې یو ژوند بخښل شوی دی چې له لویو سختیو، ستونزو، مشقاتو او له توان څخه د لوړو کارونو د اجرا کولو څخه خالی دی. همدارنګه د سختۍ پر مهال پرې سمدلاسه داسې وړانګې را خورې شوې دي چې د آسانۍ په فضا کې خپل ژوند ته ادامه ورکولی شي. د رمضان د میاشتې روژه د دغه راز ګڼو آسانتیاوو درلودونکې ده چې ځینو ته یې د دې لیکنې په ترځ کې په لنډه توګه یادونه کیږي.

لومړی: د هیرې یا نسیان پرمهال د څه شي خوړل یا چښل روژه نه ماتوي
که چیرې یو روژتی د هیرې پر مهال څه شی وخوري یا یې وچښي نو روژه یې نه ماتیږي بلکي ضروري خبره دا ده چې خپله روژه تکمیل کړي او د اسلامي پوهانو له نظره د دې روژې قضا هم ورباندې نشته. پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه ( کوم یوه روژتي چې د نسیان یا هیرې پر مهال څه وخوړل او یا یې وچښل نو خپله روژه دې بشپړه کړي، په تحقیق سره دغه خوراک یا څښاک خدای (ج) هغه ته ډالۍ کړی دی) رواه البخاري
زموږ په افغاني ټولنه کې د هیرې پر مهال د روژتي خوراک یا څښاک ته د خدای له طرفه میلمستا ویل کیږي چې د یاد شوي حدیث شریف بشپړ مفهوم افاده کوي.

که چیرې هیر شوي روژتي ته په داسې حال کې روژه ور په زړه شوه چې په خوله کې یې کوم شی وو نو ضروري ده چې هغه له خپلې خولې څخه لرې کړي او که چیرې نور مسلمانان داسې روژتی شخص وویني چې روژه ترې هیره وي، خوراک یا چښاک کوي نو ښه خبره دا ده چې هغه ته روژه ور په زړه کړي چې: ګویا ته د رمضان په میاشت کې قرار لرې. باید وویل شي چې په دې کار کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر او په غوره چارو کې د همکارۍ ګډې چارې په ښه شکل سره پلې کیږي.

د هیرې د روژې په هکله د عامو خلکو تر منځ یو مشهوره کیسه وجود لري هغه دا چې په تیره زمانه کې یو داسې شخص چې روژه ترې هیره شوې وه، ژر ژر یې د انګورو له وږي څخه د انګورو دانې خوړلې خو کله چې په وږي کې یوه دانه انګور پاتې شوی وو نو ورپه خپله روژه یې ور په یاد شوې ده له ځان سره یې ویلي دي چې یاره خدای پاک په دې دومره انګورو زما روژه ماته نه کړه نو په دې یوه دانه به هم نه ماتیږي او هغه یې خوړلې ده.
د جمهور علما له نظره د دې سړي روژه ماته شوې ده او هغه یې باید قضايي راوړي ځکه چې دا یوه دانه یې قصدي وخوړله خو ځینې نور پوهان بیا وایي چې نه د دې سړي روژه ځکه ماته نه شوه چې دی نه پوهیده چې په دې یوه بله دانه انګورو به یې روژه ماتیږي.

دوهم: په روژتي باندې د شپې د غسل اوښتل

که چیرې یو څوک په رمضان کې د شپې پر مهال جنب شي یانې غسل یا ستر اودس ورباندې واوړي یا یې شيطان په خوب کې خطا باسي او ورباندې سبا شي نو سهار دې غسل وکړي او خپله روژه دې بشپړه کړي په دې هکله هیڅ راز تکلیف ورباندې نشته خو غوره خبره دا ده چې د سهار د لمانځه څخه د مخه غسل وکړي او خپل ځان له ظاهري او باطني نجاست څخه پاک کړي.

دریم: د روژتي لپاره د مسواک وهل

د ډیرو پوهانو په آند په روژه کې د ورځې له خوا مسواک وهل روژه نه ماتوي. خو په دې هکله د جمهورو علماوو تر منځ د نظر بشپړ یووالی موجود نه دی ځینې ددې کار جواز ورکوي او حتی په روژه کې د ورځې پر مهال هم مسواک وهل سنت ګڼي خو ځینې پوهان بیا وايي چې شاید د مسواک خوند د روژتي معدې ته تیر او د روژې د ماتولو باعث شي نو په روژه کې د مسواک وهلو د جواز طرفدار نه دي.

څلورم: د خولې او د پوزې وینځل

د روژتي لپاره روا دي چې خپله خوله او پوزه پرې وینځي او اوبه پرې تیرې کړي خو په دې شرط چې مبالغه به نه پکې کوي او د مبالغې د نه کولو یو دلیل هغه ویره ده چې له کبله یې حلق ته اوبه تجاوز و نه کړي او روژه ماته نه کړي.

پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه ( په مضمضه او استنشاق ( د خولې او پوزې په وینځلو) کې له روژې پرته مبالغه روا ده).

پنځم: د مسافر لپاره د روژې ماتول او په نورو ورځو کې قضا راوړل روا دي
د مسافر لپاره روا ده چې په هغه سفر کې روژه ماته کړي چې په دې هکله د ځانګړو اسلامي احکامو او شرایطو سره سم د روژې ماتول ورته روا دي چې ګواکي د سختۍ پر مهال روژه ماته او بیا یې قضايي راوړي. له دې الهي مهربانۍ څخه موخه دا ده چې د سفر سختۍ او مشکلات ورباندې آسانه تیر شي او هیڅ وخت انسان په داسې تکلیف کې واقع نه شي چې له توان څخه یې لوړ وي نو د ځانګړو شرايطو د موجودیت پر مهال مسافر ته روا ده چې روژه ماته او بیا یې په داسې ورځو کې قضايي راوړي چې کله مقیم شو.

ځینې معاصر علما بیا په دې نظر دي چې مسافر ته د روژې ماتول روا دي سره له دې چې دوی د الوتکې، موټر، اسپ او یا کښتۍ په وسیله هم سفر کوي.

د کافورو د بڼ په آتمه برخه کې مو له یو شمیر هغو خطاګانو خبرو چې په دې میاشت کې له روژتي څخه واقع کیږي.

د کافورو د بڼ شپږمه برخه  چې د د روژې دو یو شمیر احکام په اړه ده دلته ولولئ

د کافورو د بڼ پنځمه برخه  چې د رمضان د میاشتې د صفاتو په اړه ده دلته ولولئ

د کافورو د بڼ څلورمه برخه  چې د د روژې د فضیلتونو په اړه ده دلته ولولئ

د کافورو د بڼ درېمه برخه  چې د د روژې ماناو او موخو په اړه ده دلته ولولئ

د کافورو د بڼ دویمه برخه  چې د د رمضان د میاشتې د استقبال څرنګوالی په اړه ده دلته ولولئ

د کافورو د بڼ لومړۍ  برخه  چې د  صیام یا روژې د فرضیت په اړه ده دلته ولولئ