د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دشپې لمونځ په رمضان کې

ګل آغا احمدي وردګ 09.09.2008 20:12

د کافورو بڼ/ لسمه برخه

لکه څنګه چې رمضان د روژې نیولو میاشت ده همدارنګه د لمانځه او د شپې د قیام میاشت هم ورته ویل کیږي لوی خدای (ج) د اسلام پیغمبر (ص) ته په خطاب کې فرمایلي دي: ژباړه ( ای (په بړستن یا کمپله او یا بل څیز کې) پیچل شویه، پورته شه د شپې مګر لږ، نیم او یا له نیم څخه هم لږ کم ، یا لږ ورباندې زیات کړه او د قرآن تلاوت په ترتیل سره وکړه، په تحقیق سره تا ته مو دروند ارشاد درلیږلی دی) سوره مزمل له ۱ آیت څخه تر ۵ آیت پورې

پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه ( له فرض لمانځه څخه وروسته غوره لمونځ د شپې لمونځ دی) رواه مسلم

همدارنګه کله چې پیغمبر (ص) د لومړي ځل لپاره مدینې منورې ته تشریف یوړو او خلکو ورته وکتل نو د هغه د مخ له وړانګو او د خبرو له محتوی څخه پوه شول چې هغه (ص) یو ریښتنی پیغمبر دی نو رسول الله (ص) و فرمایل: ژباړه ( ای خلکو په خپل منځکې د سلام اچول رواج کړﺉ، محتاجو خلکو ته طعام ورکړﺉ، داسې مهال لمونځ وکړﺉ چې نور خلک ویده وي، نو تاسو به د امن په فضا کې جنت ته داخل شی) رواه الترمذي

حضرت ابوهریره (رض) روایت کوي چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه ( چا چې د رمضان میاشت د ایمان او احتساب په فضا کې په لمانځه سره و نمانځله، نو هغه ته به خپل ټول تیر ګناهونه و بخښل شي) رواه البخاري

د حضرت عایشې (رض) څخه روایت دی چې یوه ورځ رسول الله (ص) د شپې په نیمايی کې له کوره ووت جومات ته یې تشریف یوړو او لمونځ یې وکړ چې یوې ډلې خلکو هم د هغه د عمل په پیروي په همدې وخت کې له خوبه پاڅیدل او لمونځونه یې وکړل نو کله چې سبا شو د خلکو په منځ کې د پیغمبر (ص) د دې عمل په هکله خبرې وشوې او ټولو لمونځونه وکړل په همدې ډول عمل دوې نورې شپې هم تکرار شو خو څلورمه شپه پیغمبر (ص) د شپې جومات ته تشریف یو نه وړو او د سهار د لمانځه لپاره جومات ته ولاړ نو یې خلکو ته وویل: اما بعد! که زه چیرې په تاسو نه وی ویریدلی چې دغه عمل به دریاندې دروند تمام شي او تاسو به یې له سرته رسولو څخه عاجز شی نو دغه لمونځ به درباندې فرض شوی وای) رواه البخاري

په رمضان کې د شپې د لمانځه په هکله څو خبرې دي چې په لاندې ډول ګرانو لوستونکو ته وړاندې کیږي:

د تراویح د لمانځه شمیر
د تراویح د لمانځه د شمیر په هکله د مسلمانانو تر منځ د نظر اختلاف موجود دی ځکه چې له آتو رکعتونو څخه نیولي تر ۴۹ رکعتونو پورې په اسلامي نړۍ کې ادا کیږي خو زیات شمیر مسلمانان بیا ۲۰ رکعته د تراویح لمونځ ادا کوي.

په دې ځای کې یوه خبره ډیره مهمه ده هغه دا چې آیا پیغمبر (ص) د تراویح لمونځ کړی دی او که یې کړی دی نو څو رکعته یې ادا کړي دی؟

په دې هکله جمهور علما په دې نظر دي چې پيغمبر (ص) به د روژې په میاشت کې د شپې له خوا نا معلوم شمیر نفل لمونځ کاوه خو په اوسني شکل او بیا په جمع سره د تراویح لمونځ یې نه دی ادا کړی بلکي د تراویح لمونځ د اسلام له دویم خلیفه حضرت عمر فاروق (رض) د زمانې څخه او د هغه په امر رواج شوی دی چې په جمع سره دې ادا شي.
د عایشې (رض) څخه روایت دی فرمایي: ( پیغمبر (ص) به د رمضان په میاشت او نورو ورځو کې د شپې له خوا خپل نفل له ۱۱ رکعتونو څخه نه زیاتول لکن هغه به خپل لمونځ اوږداوه او په ښه شکل به یې ادا کاوه) رواه البخاري

کله چې پیغمبر (ص) له دې نړۍ څخه رحلت وکړ نو هغه ویره ختمه شوه چې د شپې او ورځې له پنځه وخته فرضي لمونځونو پرته دې د تراویح او یا د شپې نفلي لمونځ په مسلمانانو فرض شي نو حضرت عمر فاروق (رض) هغه مهال په جمع سره د تراویح د لمانځه د ادا کولو امر وکړ کله یې چې ولیدل چې مسلمانان هر یو بیل بیل خپل نفل ادا کوي نو ابی بن کعب او نمیم به اوس الداری ته یې امر وکړ چې خلکو ته د تراویح د لمانځه د جمع امامت وکړي.

حضرت عمر (رض) د څو رکعته تراویح لمونځ امر کړی دی؟  په دې هکله سایب بن یزید دوه روایته کړې دي چې په لومړي روایت کې د تراویح د رکعتونو شمیر ۱۱ رکعته ښودل شوی خو په دوهم روایت کې د دې لمانځه شمیر ۲۱ او ۲۳ رکعته ښودل شوی دی. الموطا

د تراویح د لمانځه په هکله اسلامي پوهان په دې نظر دي چې دغه لمونځ نفل دی او مسلمانانو ته روا ده چې څو رکعته کولای شي و یې دې کړي او په دې هکله هیڅ راز تکلیف نشته له همدې کبله په زیاتو اسلامي ټولنو کې دغه لمونځ ۲۰ رکعته او په ځینو کې بیا ۸ رکعته په جمع او انفرادي توګه د رمضان په میاشت کې ادا کیږي.

د نفل لمانځه په هکله باید دوه څیزونه په پام کې و نیول شي:
۱. دا چې د غه لمونځ دوه دوه رکعته په جمع او یا انفرادي توګه ادا شي او د جفتو رکعتونو استناد یې د پیغمبر (ص) د پوښتنې هغه ځواب ګڼل کیږي چې د یوه اعرابي د پوښتنې په لړ کې یې هغه ته ورکړی وو.
۲.نفل لمونځ نه یوازې د شپې بلکي د ورځې له خوا هم روا دی چې یو څوک وکولای شي د ورځې په مناسبو وختونو کې دغه عبادت سر ته ورسوي شاید چې د ثوابونو ونډه به یې درنده شي. همدارنګه کولای شي له دوو رکعتونو څخه نیولې هر څومره یې چې په وس پوره وي نفل لمونځ وکړي.

ضروري یادونه:

لمونځ عموما هغه که فرض دی، سنت دی او یا نفل دی د دې لپاره روا شوی دی څو د انسانانو نفسونه پاک شي، زوړنه یې له کینې، حسد، عداوت او نیت بدۍ څخه صاف شي او له نورو مسلمانانو سره د نږدیوالي، ورورګلوۍ او محبت له وړانګو څخه ډک شي او همدغه اصل د عبادتونو د ادا کولو په حکمت کې ځای پر ځای شوی دی.
نو ضروري خبره ده چې مسلمانان په دې هکله د نظرونو اختلافات د تفاهم له لارې حل کړي، په دې هکله له حسد، کینې، تضاد او د یو بل په وړاندې د ناوړه کلیماتو له استعمال څخه ځانونه وژغوري بلکي د ګډې همکارۍ، تفاهم او مرستې لاسونه یوه او بل ته سره ورکړي.

د دې سلسلې راتلونکې برخه به د رمضان په میاشت تراویح دلمانځه د ادا کولو او د قرآن د ختم د څرنګوالي په هکله وي.