د وزیرستان بې ځایه شويو پېښور کې مظاهره کړې
د شمالې وزيرستان لسګونو بې کوره شویو خلکو د خیبر پښتونخوا په مرکزې ښار پېښور کې د خپلوغوښتنو لپاره د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې يا ايف ډي ايم ای دفتر مخې ته احتجاجې مظاهره کړې
''د افغان اقتصاد کچه ۱۷ سلنه پورته شوې ده''
داسې مهال چې افغان ولس د خپل هېواد د اقتصاد او کارروزګار د راتلونکي پر اړه اندېښمن دی، ددغه هېواد سوداګرۍ خونه وايي چې د تېر لمریز کال د وروستیو دریو میاشتو پرتله د سږني کال په لومړیو دریو میاشتو کې د کاروبار کچه ۱۷ سلنه پورته شوې ده.
افغانستان او د ویسټ انډیز د کرکټ سیالیو رسمی اعلان وشو
د کال ٢٠١٧ د جون په میاشت کې به ویسټ انډیز د افغانستان د کرکټ ټیم کوربه وي.
'ځانمرګی د نجونو پر ښوونځي تر برید وړاندې لوګر کې نیول شوی'
د افغانستان ملي امنیت ریاست ویلي، لوګر کې ددوی د سرتېرو او طالبانو ترمنځ جګړې پرمهال یې د حقاني شبکې پورې اړوند یو ځانمرګی بریدګر نیولی چې غوښتل یې د کابل په سوېل چهاراسیاب سیمه کې د نجونو پر ښوونځي ځانمرګی برید وکړي.
کراچۍ کې پر پاکستاني پوځیانو برید کې یو کس وژل شوی
د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د ډزو یوه پېښه کې یو پوځي کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی. پېښه د کراچۍ ښار مرکزي صدر سیمه کې شوې ده. ځايي پولیس وايي نامعلومو کسانو د پوځ پر یوه روان ګاډي ډزې وکړې، چې پایله کې یې یو پوځي کس ووژل شو او یو بل ټپي شوی دی.
پاکستان کې د بریتانوۍ مېرمنې د 'پت' په نامه د وژنې ادعا شوې
د پاکستاني پنجاب د جهلم سیمې پولیس وايي، دوی د هغې مېرمنې په هکله پلټنه کوي، چې خپلوان يې وايي، د زړه د حملې له امله يې ساه ورکړې. خو ددغې مېرمنې مېړه بیا ددې پر کورنۍ او خپلوانو تور پورې کړی چې دغه مېرمن يې د پت په نامه وژلې.
داعش پر هزاره گانو باندې د نورو بریدونو گواښ وکړ
د اسلامي دولت ډلې گواښ کړی چې د سوریې له رژیم څخه د یو شمیر هزاره ځوانانو د ملاتړ په غچ کې به پر شیعه مذهبه اقلیت باندې نور بریدونه هم ترسره کړي.
خامو هګیو خوړل مېندوارو مېرمنو ته خطر نه لري
بریتانیا کې تر یوې نوې ارزونې وروسته ویل شوي چې نور باید مېندوارو ښځو ته دا سپارښتنه ونشي چې خامې هګۍ یا نیمه پخې کړې هګۍ دې نه خوري. بریتانیا کې د خوړو د خوندیتوب کمېټې دا خبرداری هم ورکړی چې هګۍ باید سم وساتل شي او ځانګړې موده کې وخوړل شي.
مصری فلمي تولیدوونکی محمد خان ومړ
د مصري سینما وتلی فلمي تولیدوونکی محمد خان د ۷۴ کلونو په عمر د قاهرې سوېل 'حي المعادي' په یوه روغتون کې ومړ. محمد خان د ۱۹۴۲ کال اکتوبر میاشت کې زیږېدلی، چې پلار یې پاکستانی او مور یې مصرۍ وه.
کابل کې د افغانستان، پاکستان او قاطع ملاتړ جنرالانو ګډه غونډه
نن کابل کې د افغانستان،پاکستان او قاطع ملاتړ لوړپوړو جنرالانو په یوه غونډه کې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي په لارو چارو خبرې کړي دي.
د نړۍ تاریخي الوتنه
په ابوظبۍ کې په لمرينه انرژۍ د چلېدونکې الوتکې په کېناستو سره هغه الوت (پرواز) بشپړ شو چې له ټولې نړۍ څخه د لمر په انرژۍ راتاو شوه.
د فرانسې یوه کلیسا کې ځینې کسان 'یرغمل شوي'
له فرانسې نه رپوټونه وايي، دوو وسله والو کسانو د فرانسې شمال کې روین ته څېرمه په یوه کلیسا کې ځینې کسان یرغمل کړي دي. رویټرز خبري اژانس د پولیسو د یوې سرچینې له خولې ویلي، په سېنټ اسټین یو رورې کلیسا کې وسله والو څلور یا شپږ کسان یرغمل کړي.
غزني کې د ښځو چارو پر مشرې برید یو کس وژلی
د افغانستان جنوب غزني ولایت امنیتي چارواکي وايي، ددې ولایت د ښځو چارو پر مشرې وسله وال برید شوی، چې دا روغه رمټه ترې وتلې، خو د مستوفیت مرستیال پکې وژل شوی دی.
دولتي ځواکونو د افغانستان ختیځ کې داعش ته درانه تلفات اړولي
د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي، په کوټ او اچین ولسوالیو کې د داعش پروړاندې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې د داعش د یوه قومندان سعد امارتي په ګډون ددې ډلې له سلو ډېر غړي وژل شوي او یو لوی مرکز یې دولتي ځواکونو نیولی دی.
د بنګله دېش پولیسو د اسلامپالو پر پټنځای برید کې ۹ کسان وژلي
د بنګله دېش پولیسو د یوې اسلامپالې ډلې پر یوه پټنځای برید کې ددې ډلې نهه غړي وژلي دي. دولتي سرچینو ویلي، دا کسان په همغې ډلې پورې تړلي و چې په جون میاشت کې یې په پلازمېنه ډاکه کې پر یوه رسټورانټ برید وکړ او ځینې کسان تر یرغمل کولو وروسته ووژل.