BBC
 شاته

''د افغان اقتصاد کچه ۱۷ سلنه پورته شوې ده''

داسې مهال چې افغان ولس د خپل هېواد د اقتصاد او کارروزګار د راتلونکي پر اړه اندېښمن دي، کابل کې سوداګرۍ خونه وايي چې د تیر لمریز کال د وروستیو دریو میاشتو پرتله د سږني کال په لومړیو دریو میاشتو کې د کاروبار کچه ۱۷ سلنه پورته شوې ده.

د سوداګرۍ خونې د عامل پلاوي مشرعتیق الله نصرت، وویل که دا پرمختګ وساتل شي، له منفي ارزښته به مثبت لوري ته ولېږدي.

'' موږ یو څه مثبت ښه والی وینو، وګورئ تېر کال په وروستیو دریو میاشتو کې چې موږ سروې کړې وه حالت منفي ۲۳ سلنه و، په همدې توګه ګراف مثبت لوري ته تللی، منفي ۱۸ سلنه منفي ۹ سلنه او وروستۍ سروې مو منفي ۶ سلنه ده، دا هیله بښونکې ده، حالت مثب ښيي، په تېرو دوو کلونو کې چې کومې ستونزې رامخې ته شوې زموږ اقتصاد یې سخت زیانمن کړ، خو بیا هم ورو، ورو مثبت لوري ته روان یو، که همدغسې مخکې لاړ شي هیله من یم چې ښايي په راتلونکو دوو سروې ګانو کې له صفره پورته شو او مثبت لوري ته لاړ شو ''

د دې سروې لپاره په بېلو زونونو لکه کابل، ننګرهار، کندهار،هرات او بلخ ولایتونو کې له ۴۰۰ داسې کسانو سره تیلفوني مرکې شوي چې کوچني، منځني او لوی کاروبارونه لري.

د ولایتونو تر منځ توپیر

راپور ښيي چې په کابل او بلخ ولایتونو کې د کار روزګار وضیعت ښه نه دې او منفي ګراف لري. په کندهار کې بیا د کاروبار کچه مثبت ۵ سلنه او په هرات کې مثبت ۸ اعشاریه ۳ سلنه ښودل شوې ده، خو ننګرهار تر ټولو مخکې دی چې د کاروبار ګراف یې +۲۷ ته رسېدلی دی.

سوداګرۍ خونه ادعا لري چې د نړیوالو د بشپړ شتون پر مهال افغانستان د یوه دروغجن اقتصاد څښتن شو، چې په تلو یې جوت توپیر ښکاره شو، خو په وینا یې نوی پرمختګ د دې مانا لري چې په افغانستان کې د رښتیني اقتصاد بنسټونه مخ په ایښودو دي.

خو بیا هم دغه بنسټ وايي چې نا امني، انسان تښتونې، په حکومتي جوړښت کې فساد، بیوروکراسي، په قوانینو کې سخت والی، د مارکیټ نشتوالی، د اومو توکو لږوالی، د انرژۍ کموالی او د صادراتو لږوالی هغه څه دي چې د افغانستان اقتصاد او د کار روزګار سکتور لا هم ورسره لاس او ګریون دی. انګېرل کېږي که حکومت د دغو ستونزو هوارولو ته مټې بډ نه وهي ښايي نوی پرمختګ په ریښو کې شنډ شي.