ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


طالبان د لومړي ځل دپاره د افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېناستل

د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد وایي چې افغان حکومت او طالبانو د لومړي ځل دپاره د ویډیو سکایپ له لارې مخامخ خبرې کړي دي. د خلیلزاد په وینا، دواړو خواوو کلکه وعده کړې چې په تشدد کې به کم والی راولي. خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیا ویلي چي دا خبري "یوازې د بندیانو د خلاصون په هکله وې" او "د نورو موضوعاتو په هکله خبرې به په بین الافغاني مذاکراتو کې کیږي." خلیلزاد پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د ویډیو سکایپ له لارې دغه خبرې د یکشنبې یا اتوار په ورځ وشوې، سهولیت یې امریکا او قطر برابر کړی و، او تر دوه ساعتو (ګېنټو) وغځېدې چې په کې د زندانیانو د تبادلې په اړه تخنیکي خبرې ترسره شوې. خلیلزاد همدا راز پخپل ټویټونو کې لیکلي: "څنګه چې د امریکا او طالبانو په لوظنامه کې ویل شوي، د دواړو اړخونو له طرفه د زندانیانو خلاصون، د سولې په پروسه کې یو اهم ګام دی. او [دا کار] د بشري دلایلو پر بنیاد ډېر اهم دی."  د امریکا خاص استازي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اتوار/یکشنبې د ورځې خبرې "مهمې، سنجیده، و تفصیلي" بللي او له ټولو اړخونو یې مننه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې د کرونا وایرس د آفت خطرې، د زندانیانو د آزادولو چارې ته لا زیات فوریت ورکړی دی.  خلیلزاد زیاته کړې: "ټولو اړخونو د تشدد کمولو، بین الافغاني خبرو، او یو جامع او دایمي اوربند دپاره له خپلو طرفو نه قوي وعدې ورکړلې. مونږ همدا شان توافق وکړ چې په راتلونکو دوو ورځو کې به د تخنیکي خبرو بله غونډه هم ترسره شي."  که څه هم دا ناسته د ویډیو سکایپ له لارې ترسره شوې، خو دا لومړی ځل دی چې د افغان حکومت او طالبانو استازي یو بل سره مخامخ خبرې کوي. طالبان تر اوسه نه و حاضر شوي چې د افغان حکومت له استازو سره خبرې وکړي، ځکه دوی ویل چې لوظنامه یې له امریکا سره دستخط کړې ده، او د زندانیانو د خوشې کولو مسؤولیت هم په امریکا پورې اړه لري. خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې امریکا د افغانستان په زندانونو کې د طالب زندانیانو د خوشې کولو اختیار نه لري، او که دا کسان خوشې کیږي هم، نو د افغان حکومت په خوښه به خوشې کیږي.

22.03.2020 ډیوه

افغان حکومت او طالبانو د بنديانو پر موضوع خبرې پيل کړې

د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد، د افغانستان ملي امنیت شورا او طالبانو منلې چې افغان حکومت او طالبانو يکشنبه په لومړي ځل د بنديانو د خوشي کولو پر موضوع تخنيکي خبرې وکړې. ښاغلي خليزاد ليکلي چې دا خبرې د امريکا او د قطر د حکومتونو په منځګړيتوب د سکايپ له لارې ترسره شوې

22.03.2020 BBC

افغان حکومت او طالبانو خبرې وکړې- خلیلزاد

د امریکا او قطر حکومتونو د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د ویدیو کنفرانس له لارې د خبرو اترو زمینه برابره کړه.

22.03.2020 امریکا غږ

ټرمپ له کانګرس غواړي د کرونا ضد یو ټریلیون ډالر پلان یې ومني

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ پر کانګرس فشار زیات کړی چې د کرونا سره مبارزې ته یې د یو ټریلیون ډالرو په ارزښت اقتصادي پلان تصویب کړي.

22.03.2020 امریکا غږ

کرونا وایرس د لاسه په اټلي څه تیریږي؟ 

تیره ورځ‌ په اټلي کې د کرونا وایرس د لاسه د ۸۰۰ تنانو د مرګ وروسته وزیراعظم جوزپي کونتی ویلي‌٫٫ د جنګونو وروسته دا په مونږ تر ټولو سخت وخت راغلی.٬٬ 

22.03.2020 ډیوه

افغان حکومت سږ کال دوه ميليونه ونې او بوټي کېنوي

افغان حکومت پلان لري چې د شنو ساحو د پراخېدو لپاره سږ کال دوه میلیونه نوې ونې بوټي کېنوي، په دې پروګرامونو کې ډېر پام کابل ته شوی چېرې چې ۱۹۰ زره هکټاره ځمکه ورته په پام کې نیول شوې ده. افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د بوټي په کېنولو سره بېلابېلو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د ځنګلونو بیا رغېدو او شنو سیمو جوړیدو ته پام ډېر کړي.

22.03.2020 BBC

افغان حکومت د کرونا د مخنیوي لپاره یو شمېر بندیان ازادوي

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر د احتیاطي تدابیرو په موخه یو شمیر بندیان او توقیف شوي کسان خوشې کیږي.

22.03.2020 امریکا غږ

د آشنا تلویزیون د یکشنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

22.03.2020 امریکا غږ

افغان حکومت د کورونا وېروس له کبله یو شمېر بندیان خوشي کوي

افغان حکومت وايي د راتلونکو ۴۸ ساعتونو په لړ کې به په افغان زندانونو کې د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په اړه یوه طرحه جوړه کړي. د ارګ په خبرپاڼه ګې راغلي چې نن ولسمشر محمد اشرف غني پر همدې موضوع له اړوندو چارواکو سره غونډه درلوده، او پرېکړه وشوه چې ښایي یو شمېر زندانیان خوشي شي

22.03.2020 BBC

د افغانستان بلخ ولایت کې د کرونا نه لومړی تن مړ شو 

چارواکي وایي په تیر یو شواروز کې دافغانستان بیلابیلو سیمو کې د کرونا وائروسو ۱۰نوې پېښې مخې ته راغلي چې ددې سره په دغه هیواد کې د کرونا دناروغانو شمیره ۴۳ته رسېدلې ده.

22.03.2020 ډیوه

کروناویروس په افغانستان کې یو کس مړ کړی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د مزار په ښار کې د کرونا په ویروس اخته یو کس مړ شوی دی.

22.03.2020 امریکا غږ

خېبر پښتونخوا کې د حکومتي اعلانونو پرته بازارونه خلاص او ګڼه ګوڼه لیدل کیږي 

د خېبر پښتونخوا حکومتي چارواکو د وينا وروستو پېښور ښار په مکمله توګه تړل شوی خو نورې ضلعې لکه مردان، چارسده، صوابۍ د دغه احکاماتو باوجود هم خلاصې دي او د خلکو ګڼه ګوڼه په نظر راځي.

22.03.2020 ډیوه

افغان امنيتي ځواکونو سره نښتو کې ''لسګونه طالبان'' وژل شوين

افغان پوځي چارواکي وايي د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې پر طالب وسله والو بریدونه کړي او د شاوخوا ۶۰ وسلوالو د وژلو ادعا یې کړې ده. د پوځ په وینا طالبانو ته تر ټولو لویه مرګ ژوبله په کندز ولایت کې وراوښتې ده. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

22.03.2020 BBC

د چین او اټلي‌ نه وروسته امریکا د کرونا د لاسه زیاته اغیزمنده شوې ده

که څه هم د چین ووهان ښار کې پیدا شوی کرونا وایرس باندې په چین کې دننه قابو موندلې شوې دی او د نوي‌ مریضانو په شمیرو کې کمولی راغلی دی خو په نوره نړۍ کې د کرونا وایرس مریضان ورځ تر ورځه زیاتیږي.  دا وخت د نړۍ اکثره غټ غټ ښارونو تړلې شوي‌ دي او یا چارواکي‌ په کرونا وایرس قابو موندلو په غرض د تړلو اراده لري.   د امریکې په جان هاپکینز یونیورسټۍ کې د کرونا وایرس د سرچینو مرکز وایي دا وخت ټوله نړۍ کې 311,988 نه زیات کسان د کرونا وایرس وهلي‌ دي او د مړو شمیره 13,407 ته رسیدلي ده.  د دغه شمیرو ترمخه د کرونا مرض نه بیرته روغ شوو کسانو شمیره 93,790 ده. دا وخت د کرونا وایرس دلاسه زیات مرګونه په اټلي‌ کې شوي‌ دي. پدغه هیواد کې د مړو شمیره 4,825 ته رسیدلي‌ چې‌ یواځې د خالي یا شنبې په ورځ 793 کسان مړه شوي‌ وو. پدغه هیواد کې په تګ راتګ باندې بندیزونه نور هم سخت کړل شو‌ي‌ دي‌ او زیاتره کاروبارونه بند کړل شو‌ي دي. ‌   د چین او اټلي‌ وروسته امریکا دریم هیواد دې چې د کرونا وایرس د لاسه زیات اغیزمند شوې دی. دا وخت امریکا کې26,747 کسانو کې کرونا وایرس موندلې شوې او د مړو شمیره 340 نه اوښتي‌ ده. د امریکا کېلیفورنیا او نیویارک نه وروسته نیوی جرسي ریاست کې هم خلکو ته په کورنو کې دننه د پاتې کیدلو حکم شوې دی. دا وخت په څلورو کې یو امریکایې یعنې د هیواد دابادی څلورمه برخه په کور کې دننه پاتې کیدو مجبوره شوې‌ ده.   په امریکا کې بیړني‌ حالات اعلان کړل شوې‌ او حکومت کمپنیانو ته په لوۍ‌ مقدار د ماسکونو او نور د صحت سامان د جوړلو لپاره ارډر ورکړی دی. د امریکا مرستېال صدر مایک پېنس په دفتر کې یو تن کې د کرونا وایرس پخلې شوی وو چې له دهغې وروسته مرستېال صدر مایک پېنس او دهغه میرمن کرونا وایرس ټیسټونه کړي‌ وو، خو هغوي ټیسټونه منفي ګرځول شوي دي. امریکا حکومت خپل وګړي د نړیوال سفر نه کولو وړاندیز کړی دی. . اروپايي هیوادنه هم کرونا وایرس دلاسه زیات اغیزمند شوي‌ دي، سپین کې 28,572 نه زیات کسانو کې وایرس پخلې شوی او 1,720 کسان مړه شوي‌ دي. جرمني‌ کې 23,129 نه زیات کسان ناروغه او 93 کسان مړه شوي دي. فرانس کې د کرونا د لاسه ناروغانو شمیر 14,485 او مړو شمیره 562 نه اوښتې‌ دی. .  ایران کې د شلو زرو ته ریات کسان د کرونا په رنځ اخته شوي‌ او 1,556 کسان د دغه وایرس دلاسه خپل ژوند بایللی دی. د اتوار په ورځ د ایران روهاني‌ مشر ایت الله خامنه په ټیلی ویژن باندې خپل وینا کې د امریکا امداد اخیستلو نه انکار اوکړ او تور یې لګولې چې کرونا وایرس امریکا پیدا کړی. د ایران او امریکا ترمنځ د تاو تریخوالي‌ باوجود واشڼګټن ایران د انساني‌ همدردې په توګه د کمک وړاندیز کړی وو. د رایټرز خبري‌ ایجنسۍ ترمخه په فلسطین کې په اول ځل دوه کسانو کې د کرونا وایرس پخلې شوی. د رپورټ ترمخه دغه کسان د مصر په لار د پاکستان نه ورغلي‌ دي. د صحت چارواکي‌ وايي‌ یاد کسان کوارنټین یا ګوښه کړلې شو‌ي‌ دي د اسټریلیا کې د کرونا وایرس مریضانو شمیر ۱۳۱۵ ته رسیدلي‌ او حکومت د هیواد دوه لوې ښارونه سډني او ملبورن کې په غیر ضروري‌ سفر باندې راتلونکې ۴۸ ‌ ګهنټوو کې د بندیز اراده لري

22.03.2020 ډیوه

پاکستانی ډاکټر امریکا کې داعش ته د موادو برابرولو په تور ونیول شو

د امریکا د فدرال پولیسو د منسوتا په ایالت کې هغه پاکستانی ډاکټر نیولی دی چې د داعش ډلې ته یې د موادو د برابرولو هلې ځلې کولې.

22.03.2020 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more