BBC
 شاته

افغان حکومت سږ کال دوه ميليونه ونې او بوټي کېنوي

د انځور حقوق ARG
Image caption افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د بوټي په کېنولو سره بېلابېلو ادارو ته لارښوونه وکړه د شنو سیمو جوړیدو ته پام ډېر کړي

افغان حکومت په پلان کې لري چې د شنو ساحو د پراخېدو لپاره سږ کال دوه میلیونه نوې ونې بوټي کېنوي، په دې پروګرامونو کې ډېر پام په پلازمېنه کابل دی چېرې چې ۱۹۰ زره هکټاره ځمکه ورته په پام کې نیول شوې ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د بوټي په کېنولو سره بېلابېلو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د نویو طریقو له لارې د ځنګلونو بیا رغېدو او شنو سیمو جوړیدو ته پام ډېر کړي.

په کابل کې د شنو سیمو د پراختیا پروګرام له تېرو ۴ کالونو راهیسې پیل شوی، چارواکي وايي د دې پروګرام په لړ کې د کابل په اتو شنو کمربندونو کې میلیونونه نیالګي کېنول شوي.

د افغانستان د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې سږ کال په ټول هېواد کې د میوه لرونکو او ساده ونو شاوخوا دوه میلیونه نیالګي کېنول کېږي چې لړی يي وار له مخه په بېلابېلو ولایتونو کې پیل شوي.

د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي په وینا حکومت د ځنګلونو او شنو سیمو جوړېدو لپاره د لس کلن پلان له مخې بېلابېل پروګرامونه پلي کړي چې په تېرو څلورو کالونو کې پرې اووه میلیونه ډالر لګول شوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کابل کې د هغو نیالګیو او بوټو ډېر شمېر وچېږي چې د هر کال په پیل کې کېنول کېږي

له دې سره چې د افغانستان په ټولو ښارونو کې ډېر پام پلازمینې کابل ته دی خو لا هم د کابل ککړه هوا د دې سبب شوي چې چارواکي په ځينو نویو پروګرامونو کار وکړي.

د کابل اسمايي غر، د قرغې بند شاوخوا، د منشي میر غلام ښارګوټی او بي بي مهرو هغه سیمې دي چې په پام کې ده سږ کال ډېر بوټي په کې کېنول شي.

د افغانستان د ځوانانو چارو معینیت د رضا کاره ځوانانو رییس لایق شاه ځدراڼ وايي، د حکومت تر څنګ ګڼو مدني ټولنو او خپله ولسونو د سیمو شنو کېدو ته اوږه ورکړي خو د ده په وینا د کورونا ویروس د نورو کالونو پرتله سږ په دې کار سیوری غوړولی دی.

خو له دې ټولو سره ښکاري، د هغو نیالګیو او بوټو ډېر شمېر وچېږي چې د هر کال په پیل کې کېنول کېږي. د کرنې وزارت او ښاروالۍ خلک شنو سیمو ته په نه پاملرنې تورنوي خو خلک بیا حکومت پړ بولي چې اېښودل شویو بوټو او ځنګلونو ته هغسې چې اړتیا ده پروګرامونه نه لري.