BBC
 شاته

قطر ولې د ترهګرو پر ملاتړ تورن شو؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption امريکا د قطر امير شيخ تميم بن حماد الثاني ته ويلي چې د ترهګرۍ پر وړاندې ګامونه پورته کړي

له توندلارو ډلو سره د مرستې تور د قطر لپاره دومره درون تمام شو چې سعودي عربستان او د خلیج څو نورو هېوادونو ورسره هر ډول اړیکي پرې کړل.

دا لومړی ځل نه دی چې د قطر ګاونډیان د دغه هېواد له بهرنۍ پالیسۍ خپل خپګان ښيي او راشه درشه ور سره بندوي.

پر ۲۰۱۴ کال هم د دوی ترمنځ د نهو میاشتو لپاره ډیپلوماټیک اړیکي پرې وو.

د دغه ټکر پیل له توندلارې اسلامي ډلې اخوان المسلمین سره د قطر د ملاتړ له امله دی.

پر دې سربېره د طالبانو او القاعده اړوند څو ډلو او ایران سره نږدې اړیکي د دې وروستي کړکېچ تر شا لاملونه دي.

اوس سعودي عربستان پر قطر دا تور هم لګوي چې د دغه هېواد له دولتي خزانې چلېدونکی الجزیره تلوېزون په یمن کې د حوثي وسلوالو ملاتړ کوی.

سعودي عربستان او متحده عربي امارت په یمن کې د حوثیانو پرضد د دغه هېواد د قانوني حکومت تر شا ولاړ دي.

شیعه توندلارو ته یو ملیارد بونګه

دوحه د ریاض ټول تورونه ردوي، خو اوسنی تاوتریخوالی د ګازو پر زېرمه د قطر د بډایه امیر پر بودیجه رڼايي اچوي.

په اپرېل کې قطر په سوریه کې د دغه هېواد د شاهي کورنۍ د ۲۶ یرغمل شویو غړو د خوشي کولو لپاره د القاعده یوه پخواني غړي او د ایران امنیتي چارواکو ته یو میلیارد ډالر بونګه ورکړه.

ویل کېږي د ایران ملاتړ لرونکو عراقي شیعه توندلارو د قطر د شاهي کورنۍ غړي تښتولي وو.

د انځور حقوق EPA
Image caption سعودي عربستان پر قطر دا تور هم لګوي چې د دغه هېواد له دولتي خزانې چلېدونکی الجزیره تلوېزون په یمن کې د حوثي وسلوالو ملاتړ کوی.

پر دې سربېره د دې تړون له مخې هغه لسګونو شیعه وسلوال هم خوشی شول چې په سوریه کې جهادیانو نیولي وو.

پر ۲۰۱۲ کال د قطر د هغه وخت امیر شیخ حماد د حماس کور غزه تراړې ته لاړ.

ځکه داسې ښکاري چې د توندلارو نظریو د مالي ملاتړ جاري ساتلو له امله قطر له اوسني کړکېچ سره مخ شوی دی.

له قطر سره ولې داسې وشول؟

د ۲۰۱۱ کال د سپټمبر۱۱ له پېښې وروسته امریکايي چارواکي د نړیوالې ټولنې په مټ پرلپسې هڅه کوي چې د توندلارو ډلو مالي ملاتړ ختم کړي.

ډېر نوي قوانین جوړ شول، چې وسلوالو ته د مالي ملاتړ د درولو لپاره د فرضي کمپنیو او ادارو پر اقتصادي چارو سربېره د دوی اړوند ملکیتونو او کسانو هم بندیز ولګېد.

خو له دې سره سره د قطر په څېر د څو مهمو هېوادونو ارادې ته د شک په سترګه کتل کېږي.

پر ۲۰۱۴ کال د امریکا د هغه وخت د ترهګرۍ او مالي ملاتړ استخباراتو مرستیال مالي وزیر ډیویډ کوهن وویل، چې د امریکا د اوږدې مودې ملګری قطر د کلونو لپاره په ازاد ډول د حماس ملاتړ کوي.

د رسنیو له رپوټونو هم داسې ښکاري چې د قطر حکومت په سوریه کې هم د توندلارو ډلو ملاتړ کوي.

له قطر د واشنګټن خپګان

تېره میاشت د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ریاض کې د سعودي عربستان له پاچا سلمان سره ولیدل.

هغوی دا خبره هم وکړه، چې قطر کې القاعده او د داعش په نوم اسلامي دولت په څېر توندلارو ډلو ته د پیسو ټولولو اجازه شته.

د انځور حقوق AFP
Image caption قطر د سعودي او متحده عربي اماراتو تورونه رد کړل

پر ۲۰۱۶ کال د کوهن ځایناستي ایډم شوبین هم وویل، سره له دې چې قطر منلې، د توندلارو ډلو د اقتصادي ملاتړ کوونکو پرضد به ګم پورته کوي، خو له دې سره سره قطر ته اوس هم ډېر څه کول پکار دي.

د هغه په خبره، دغه هېواد داسې سیاسي هوډ نه لري، چې له مخې یې د ترهګریزو خطرو د مخنیوي لپاره د ترهګرۍ ضد قوانین په اغېزناک ډول وکارول شي.

امریکا د قطر په څو داسې وګړو بندیزونه لګولي چې د توندلارو په مالي ملاتړ یې تورنوي.

پر سعودي شکونه

د قطر د اقتصادي هڅو مخالفت کوونکی سعودي عربستان - چې د امریکا ولسمشر یې دوره هم وکړه- له وروته تورونو سره مخ دی.

د سپټمر ۱۱ له ۱۹ الوتک تښتوونکو څخه ۱۱ د سعودي عربستان اوسېدونکي وو.

پر ۲۰۰۹ کال د ویکي لیکس له خوا د ډيپلوماتیکو پیغامونو له خپرېدلو معلومه شوه چې د توندلارو د مالي ملاتړ د مخنیوي هڅو کې امریکا له سعودي عربستان خواشینې ده.

سعودي عربستان له تېلو ترلاسه کوونکې شتمني په ټوله نړۍ کې د جوماتونو او مدرسو له لارې د توندلارې وهابي نظریې د خپرولو لپاره کاروي.

ځینې خلک تور لګوي چې وهابي نظریه د توندلارۍ سرچینه ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ټرمپ له سفر وروسته د سعودي او قطر اړيکي خراب شول

د سعودي همکاري

که څه هم د سعودي عربستان پر څو وګړو او ادارو د توندلارۍ د ملاتړ تور لګېدلی، خو بیا هم د قطر پرتله د توندلارو ضد چارو کې ډېر همکار ثابت شوی دی.

سعودي عربستان ته د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سفر پر مهال د واشنګټن او ریاض چارواکو اعلان وکړ، چې د توندلارو د مالي ملاتړ له له امله له نویو خطرو سره د مقابلې لپاره د سیمه ییزې ترهګرۍ ګډ مرکز جوړوي.

اوس هغه خلک او ادارې هم د توندلارۍ ضد پالیسۍ کې شامل دي، چې د توندلارو نظرو په خپرولو کې ښکېل دي.

د تېر په څېر ښايي د قطر او نورو عربي هېوادونو دا کړکېچ هم ژر اوار شي، خو د توندلارو نظریو د ملاتړ مسله ښايي پاموړ پاتې شي او ښايي که هرڅومره نا سم ښکاري، خو پر دوحه بیا هم شک وشي.