سږکال ۲۴۰۰۰ افغانان حج ته ځي
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي ټاکل شوې چې سږکال ۲۴زره افغانان د حج لپاره عربستان ته ولاړ شي. پر هر حاجي باندې ۲۳۰۰ ډالره لګښت راځي.
په سعودي کې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د حاجیانو د تنظیم د برخې یو چارواکي محمد شریفي رباطي امریکا غږ اشنا ته وویل، چې د حج پروازونه پیل شوي او ټاکل شوې په راتلونکو شاوخوا دریو اونیو کې ختم شي.
له ښاغلي رباطي سره د امریکا غږ د خبریال جعفر هاند مرکه دلته واورئ:
2:32
00:00
/2:32