شاته

کندهارکې چاودنې يوتن وژلی اوشل نور يې ټپيان کړي

د کندهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې تیره شپه شاوخوا اته بجې د کندهار ښار په مرکزي سیمه د مددخان په چوک کې په یوه چاودنه کې یو ملکي وکړی وژل شوی او ۲۰ تنه نور چې د پولیسو د څوارلسمې حوزې امر اود دغې حوزې څلور پولیس هم په کې شامل دي ټپیان شوي دي.

چاودنه د کندهار ښار په مرکز د مدد خان په چوک کې شوې ده. دا چوک د کندهار د ولايت مقام سره په نږدې فاصله کې پروت دی.

د کند هار د پوليسو وياند ضيادراني امريکاغږ ته وويل چې چاودنه په يوه زرنج ريکشا کې د چاوديدونکو توکو له کبله رامنځ ته شوې چې موخه يې د پوليسو يو منصبدار وو.

ښاغلي دوراني وویل " لومړی سيمه کې پر يوه صرف موټر چسپکي ماين چاودنه وکړه وروسته پوليس سيمې ته ورسيدل چې زرنج ريکشاچې له چاوديدونکو توکو څخه چارچ شوې وه د ۱۴ حوزې پر امر چاودنه وکړه به دې کې يوتن ملکي کس شهيد شوي او د حوزې د امر صمدخان په ګدون ۴ پوليس او ۱۰ ملکي کسان په کې ټپيان شوي".

خو د ميرويس روغتنون ن کريوال ډاکترانو امريکاغږ ته وويل چې د پېښې له ځایه ورته ۲۰ ټپيان ور وړل شوي چې د ځينو روغتيايي حالت نازک دی.

دا په کندهار ښار کې تر اوږدې مودې را وروسته په تېر يوه کال کې د چاودنې لومړنی پېښه ده چې شوې ده.

طالبانو د برید مسولیت منلی او په دغې چاودنه کې یې تر پنځلس تنو پورې د افغان پولیسو د وژلو ادعا کړې ده.

پرون د کندهار د مخکني والي همايون عزيزي د مخه ښې لپاره د ولایت په مقام کې یوه ستره غونډه جوړه شوې وه او د دغې غونډې لپاره په ټول ښار کې خاص امنيتي تدابير نيول شوي وو.

جمهوررئیس غني همایون غزیزي په هالنډ کې د افغانستان د نوي سفیر په توګه ګمارلی او پرځای یې د پکتیا والي زلمی ویسا د کندهار د نوي والي په توګه ټاکلی دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي