شاته

امریکا په روسیې د سوریې د جگړې د ختمولو لپاره فشار اچوي

د امریکا سفیرې نیکي هیلي د ملگري ملتونو د امنیت د شورا نه غوښتنه کړیده چې په روسیې هر ډول فشار واچوي چې هغوي په سوریې کې د جگړې د ختمولو کوښښ وکړي. هغې د امنیت د شورا نه دا هم وغوښتله چې هر څو روسیه به دغه ویټو کوي خو دوي دې خپلو هڅو ته ادامه ورکړي .

هیلي د روسیې په هکله وویل" که چیرته دوي وغواړي نو دا جگړا ختمیدلې شي. روسیه د شپږو کلونو راهیسي په دغې جگړې کې د بشار اسد ملگرتیا کوي نو مونږ ته پکار ده چې په روسیې باندي فشار واچوو."

روسیې په ملگرو ملتونو کې د سوریې په موضوع اته پریکړه لیکونه ویټو یا رد کړیدي، په دغو کې اخیري یې د بشار اسد د قواوو لخوا په سوریې کې په ملکیانو د کیمیاوي وسلو د استعمال غندل و چې روسیې یې د منظوریدو مخه ونیوه. د سوریې قواوو د کیمیاوي وسلو په حملې کې په لسگونو تنه ووژل چې پکې ماشومان هم شامل وو.

چین هم په ملگرو ملتونو کې د سوریې په مسئله د روسیې سره یو ځاي شپږ ځله پریکړه لیک ویټو کړیدی. هیلي وویل "زه به په دی مسئله د امنیت په شورا فشار اچولو ته دوام ورکوم چې په دې هکله اقدامات وکړي. د دی برسیره چې روسیه د مسئلې په حل کې خنډونه جوړوي خو پکار ده زمونږ غږونه واوریدلی شي."

نیکي هیلي زیاته کړه "روسیه په پرله پسې توگه د سوریې د حکومت ملگرتیا کوي. روسیه بشار اسد ته اجازه ورکوي چې د بشري مرستو شیان هغه خلکو ته ونه رسیږي چې ورته سخت ضرورت لري. روسیه د یو داسي مشر ملاتړ کوي چې هغه په خپلو خلکو کیمیاوي وسلې استعمال کړیدي."

په ملگرو ملتونو کې د روسیې سفیر پیټر الیچي د نکي هیلي دغې تبصرې ته په ځواب کې وویل چې روسیه، ایران او ترکیه کوشش کوي چې دغه ظلمونه نور بند شي او په جگړې کې بندو ملکیانو ته د بشري مرستو شیان ورسیږي. هغه وویل

"نه تاسو او نه غربي همکارانو په دی هکله یوه خبره وکړه چې د سوریې د حالت ښه کولو لپاره تاسو پخپله څه کوئ."