شاته

لوپن د خپل سیاسي گوند د مشرۍ نه استعفی وکړه

مارین لوپن چې په فرانسیې کې د انتخاباتو په لومړني پړاو کې په دوو مخکښو کاندیدانو کې ده اعلان کړی چې په موقتي توگه د خپل گوند د مشرۍ نه په دی دلیل استعفی کوي چې غواړي د فرانسیې د ټول ولس مشره شي. دغه اعلان هغې د انتخاباتو د لومړي پړاو نه یوه ورځ وروسته کړیدی.

لوپن د فرانسېې په یوې ټیلوژني وینا کې ویلي چې "نن شپه زه اعلان کوم چې زه نوره د ملي جبهې مشره نه یم، زه جمهوري ریاست ته کانیده یم".

په فرانسیې کې د یکشنبې د ورځې د انتخاباتو په لومړني پړاو کې چې د سیاسي چارو کارپوهانو "سیاسي زلزله" بللي، لوپن پکې ٢١.٥ فیصده او مکرون پکې ٢٣.٨ فیصده رایې گټلي دي. د مۍ په ومه نیټه به د انتخاباتو نهایي پړاو وشي چې په هغې کې به دا معلومه شي کوم یو کاندید د جمهوري ریاست مقام ته رسیږي.

د یادوني وړ ده چې دا د فرانسیې په تاریخ کې لومړې ځل دی چې دوه داسي سیاستمداران د جمهوري ریاست د کاندیدۍ نهایي پړاو ته داخل شویدي چې د دغه هیواد د مشهورو او پخوانیو سیاسي گوندونو سره تعلق نه لري. که چیرته لوپن ولسمشره انتخاب شوه نو کیدای شي هغه د برتانیې په څیر د اروپایي اتحاد نه فرانسیه وباسي او د امریکا د ولسمشر ټرمپ په شان فرانسیې ته د اسلامي ملکونو د اتباعو مهاجرت بند کړي.

مکرون د انتخاباتو د لومړني پړاو د گټلو نه وروسته خپلو پلویانو ته وویل " مونږ په یو کال کې د فرامسیې د سیاست بڼه بدله کړه."

٣٩ کلن مکرون چې د اقتصاد پخوانې وزیر دی، د اروپایي اتحاد ملاتړ کوي. هغه د فرانسیې په ښاري سیمو کې زیات پلویان لري. د یادوني وړ ده چې هغه د فرانسیې د ولسمشر فرانسوا اولانډ نژدې ملگرې هم گڼل کیږي. هغه ته تر ټولو لوی چیلنج دا دی چې د فرانسیې ولس په دی مطمین کړي چې هغه د اولانډ د پالیسیو ملاتړی نه دی. مکرون ته د لومړي پړاو د گټلو نه وروسته د اروپایي اتحادیې چارواکو د مبارکۍ پیغامونه هم استولي دي.

لوپن چې غواړي فرانسیه د اروپایي اتحاد نه ووځي، پلویان یې زیاتره پخواني کین اړخه او محافظه کاره خلک دي.

د لوپن د کامیابۍ د خبر د خپریدو نه وروسته کین اړخو د هغې په ضد د پاریس د ښار په لارو کوڅو کې مظاهرې وکړی او د پولیسو سره یې نښتي هم شویدي.