شاته

جنرال مک ماسټر: افغانان د ترهګرۍ سره په جګړه کې یوازې نه دي

د شاهین پر قول اردو د طالب وسله والو د جمعې د ورځې له ډله ایز برید وروسته د یو شمیر هیوادونو له خوا د دغه برید د غندنې په لړ کې د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار هم دا برید په سختو ټکو غندلی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر د یو بیان له مخې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جنرال مک ماسټر، خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر سره تیره ورځپه ټیلیفوني خبرو کې د دغه برید د غندنې ترڅنګ ویلي چې امریکا حکومت او خلک یې په هر ډول شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي.

جنرال مک ماسټر ویلي "ما د خپل نظامي ژوند په اوږدو کې په نړۍ کې بل هېڅ داسې ملت نه دی لیدلی، چې د افغانانو په څېر د هر ډول ناخوالو پر وړاندې په اتحاد او قوت ودریږي او ټولې غمیزې په خپلې وړتیا او یووالي پایته ورسوي. زه د افغانانو د زغم او ټینګې ارادې دغه احساس خورا ډېر ستایم".

د افغانستان د ملي امنیت د شورادفتر د بیان له مخې د جنرال مک ماسټر له خولې ویل شوي چې ترهګرو ته یې پیغام دا دی چې افغانان په دې جګړه کې یوازې نه دي.

" زموږ پیغام دا دی، چې د افغانستان دولت او خلک د ترهګرۍ سره په جګړه کې یوازې نه دي او موږ به په ګډه د ترهګرو شومې موخې شنډې کړو".

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر،خپل امریکایي سیال ته ویلي چې پر شاهین قول اردو د ترهګرو د وروستي برید کورني او بهرني عوامل به د خپلو کړنو سخت بدل ترلاسه کړي او حکومت اراده لري، چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د دښمن عوامل او نفوذي عناصر له یوې مخې پاک کړي.

د شاهین ۲۰۹ قول اردو د جمعې د ورځې برید کې چې د لسو وسله والو طالبانو له خوا ترسره شو، د ۱۴۰ څخه زیات د ملي اردو منسوبین ووژل شول او تر سلو نور ټپیان شول.

د امریکا وړاندې، ایران، پاکستان او هندوستان حکومتونو هم پر شاهین ۲۰۹ قول اردو برید غندلی دی.

که څه هم طالبانو د دغه برید مسولیت منلی، خو افغان حکومت ځینو چارواکو په خپلو څرګندونو کې د دغه برید بهرنیو عواملو ته اشاره کړې، خو د کوم هیواد نوم یې نه دی اخیستی.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي هم تیره ورځ یو خبري کنفرانس ته وویل چې جمهوررئیس محمد اشرف غني د دې پیښې د هراړخیزې پلټنې امر کړی دی.

ښاغلي مرتضوي وویل "جمهور رئیس لارښوونه کړې ده، چېدغه پېښه دې همله تخنیکي، امنیتي او هم له نورو ټولو اړخونو څخه په داسې ډول وڅېړل شي چې د څېړنو پایلې یې د جمهور رئیس او د افغانستان د شریفو خلکو د قناعت وړ وي".

ښاغلي مرتضوي وویل، چې دا څېړنې به د حکومت په ټول توان او ظرفیت ترسره شي او پایلې به یې هم ژر له خلکو سره شریکې شي.