شاته

ولسمشر غني د افغانستان د دفاع وزیر او لوی درستیز استعفاوې ومنلې

ارګ وايي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د دغه هیواد د دفاع وزیر جنرال عبدالله حبیبي او د وسله‌وال پوځ لوی درستیز جنرال قدم‌شاه شهیم استعفاوې منلې دي.

له ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې دغه پریکړه نن سهار د ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر، د دفاع وزیر جنرال حبیبي او د وسله‌وال پوځ لوی درستیز جنرال شهیم په ګډون په یوې امنیتي غونډه کې شوې ده.

د ارګ د بیان له مخې، د دفاع وزیر عبدالله حبیبي او د وسله‌وال پوځ لوی درستیز قدم‌شاه شهیم په دې غونډه کې ولسمشر غني ته خپلې استعفاوې وړاندې کړې، چې د هغه له خوا ومنل شوې.

د ارګ په بیان کې راغلي "جمهوررئیس غني د هیواد سیاسي نظام کې د اخلاقي روش د یو نوي څپرکي په توګه د مسوولیت منلو حس د ترویج په موخه د سترجنرال عبدالله حبیبي او د وسلوال پوځ د لوی درستیز ستر جنرال قدم شاه شهیم د خدمتونو په قدرداني هغوی د هېواد د رښتینو بچیانو په توګه یاد کړل او د هغوی استعفاوې یې ومنلې."

ارګ ویلي، چې ډېر ژر به دغو پوستونو ته وړ کسان ور وپېژني.

د افغانستان د دفاع پخوانی وزیر جنرال عبدالله حبیبي او د وسله‌وال پوځ پخوانی لوی درستیز جنرال قدم‌شاه شهیم وايي، په خپله خوښه یې له خپلو دندو څخه استعفاوې ورکړې دي.

د افغان پوځ دغو لوړپوړو چارواکو، د ولسمشر غني له خوا د هغوی د استعفاو له منظورۍ وروسته، یوې خبري غونډې ته وویل، چې دغه کار یې له کوم فشار پرته او د اخلاقي مسولیت له مخې ترسره کړی دی.

د تیرې جمعې په ورځ بلخ ولایت کې د شاهین پر ۲۰۹ قول اردو باندې وسله‌والو طالبانو برید وکړ او له سلو زیاتو افغان سرتیرو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله.

دا برید چې په تیرو څوو کلونو کې پر افغان ځواکونو تر ټولو خونړی برید بلل کیږي، په وړاندې یې د افغانستان ولسي جرګې، عامو افغانانو، مدني ټولنې او د ټولنیزو رسنیو کارونکو توند غبرګونونه وښودل او د دفاع وزارت د چارواکو او د شاهین ۲۰۹ قول اردو د مسولینو د استعفا غوښتنه یې وکړه.

د قول اردوګانو د قومندانانو بدلون

په همدې حال کې ارګ وايي، چې د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د دفاع وزارت له خوا د لوړ پوړو پوځي کدرونو د تبدیلۍ او ګمارنې په برخه کې وړاندیز شوی لیست منظور کړی دی.

د ارګ د بیان له مخې، برید جنرال امان الله د ۲۰۹ شاهین قول اردو، برید جنرال محمدناصر د ۲۰۵ ظفر قول اردو، برید جنرال امام نظر د ۲۰۵ اتل قول اردو او برید جنرال عبدالواسع د ۲۰۳ تندر قول اردو د قوماندانانو په توګه د ډګر جنرالۍ په کدرونو کې ګمارل شوي دي.

دغه راز، د ۲۰۹ شاهین قول اردو پخوانی قوماندان تورن جنرال مهمندخان او د ۲۰۵ اتل قول اردو پخوانی قوماندان تورن جنرال داوودشاه د ستر درستیز د کدر او پرسونل ریاست ته د فعال احتیاط په توګه ورپیژندل شوي دي.

ارګ ویلي، چې په دفاع وزارت کې دا بدلون د کاري ظرفیتونو د لوړولو، د چارو د ښه پر مخ وړلو، د سولې د ټینګښت او د قانون د لا حاکمیت لپاره راوستل شوی دی.