شاته

ملگري ملتونه: په افغانستان کې د بندیانو شکنجه زیاته شوی

ملگرو ملتونو په یو رپوټ کې چې نن خپور شو ویلي د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د بندیانو شکنجه کول او د هغوی سره بد چلند کول له بل هر وخت څخه زیات شوی دی، په داسې حال کې چې جمهور رئیس غني او د هیواد نوي قوانین ددې کار مخالف دي.

د هغو بندیانو چې ورسره مرکې شوي په سلو کې ٣٩ د ملگرو ملتونو پلټونکو ته ویلي دي چې د توقیف پر وخت ورسره افغان پولیسو، استخباراتي مامورینو او د اردو پرسونل بد چلند کړی او هغوی یې شکنجه کړي دي.

دا په داسې حال کې دي چې په ٢٠١٥ کې د ملگرو ملتونو په ورته رپوټ کې په سلو کې ٣٥ بندیانو ویلي و چې ورسره بد چلند شوی دی.

ددغو تورونو په اړه د افغانستان حکومت په یو مخکني غبرگون کې د یو لړ ستونزو شتون منلی و چې ښایي په انفرادي توگه به رامنځ ته شوي وي، خو د هغه په وینا دا کار د حکومت پالیسي نه ده او په یوه اعلامیه کې یې ویلي چې "د افغانستان حکومت د ازار او شکنجې محوه کولو ته ژمن دی".

د ملگرو ملتونو رپوټ په داسې حال کې خپریږي چې افغان لوړپوړي چارواکي په همدې اونۍ کې په ژنیو کې د ملگرو ملتونو د شکنجې ضد کمیټې ته حاضریږي او د افغانستان د شکنجې ضد قوانینو د عملي کیدو په هکله ځواب وایي.

همداشان د هالند په هاگ کې نړیواله جنایي محکمه په افغانستان کې د بندیانو د ازار او شکنجې مسله په ځانگړې توگه څیړي.

په تیرو دوو کلونو کې د ملگرو ملتونو پلټونکو د افغانستان په گوټ گوټ کې په ٦٢ توقیف ځایونو کې د ۴٦٩ بندیانو سره مرکې کړې دي. پلټونکي د شکنجو د ١۴ فیصدو د زیاتوالي رپوټ ورکوي او د مرکه شویو بندیانو ۴٥ فیصدو ویلي دي چې افغان ملي پولیسو ورسره بد چلند کړی دی.

ملگري ملتونه وایي د ٧٧ بندیانو څلورمه برخه چې د پولیسو له خوا د شکنجه کیدو رپوټ ورکړی، له ١٨ کالو نه یې عمرونه ټیټ دي. ملگري ملتونه د بندیانو سره د مرکو په بنسټ دا هم وایي چې افغان محلي پولیسو خپل ٦٠ فیصده بندیان ازار او شکنجه کړي دي. ٣٠ فیصده بندیانو ویلي چې استخباراتي مامورینو ورسره بد چلند کړی. همداشان د افغان ملي پوځ منسوبین هم د بندیانو سره په بد چلند تورن شوي، خو د ملگرو ملتونو د رپوټ له مخې هغوی د شکنجه کولو په ټیټه کچه کې راځي.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر زید رعد الحسین په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې "د شکنجې په نتیجه کې اخیستل شوی اقرار په بشپړه توگه د باور وړ نه دی". د هغه په وینا خلک کیدای شي هر څه ووایي چې د درد او عذاب نه خلاص شي.

په دې رپوټ کې ویل شوي چې په اکثرو مواردو کې توقیف شوي کسان سخت شکنجه شوي او په لرگیو، ربړي کیبلونو وهل شوي دي. سربیره پر دې بندیانو ته په ځنو مواردو کې برقي شوک هم ورکړل شوی دی.