هلمند: د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ولسي وګړي وژل شوي
د افغانستان له جنوبي ولايت هلمند څخه رپوټونه وايي چې د مرکز لښکرګاه څلورمې امنيتي حوزې اړوند باباجي سيمې پوځي عملياتو کې د يوې کورنۍ د نهو غړو په ګډون ۱۰ تنه وژل شوي دي.
د يادې کورنۍ ګاونډی محمد عيسی ادعا کوي چې تېره شپه دغه نهه تنه د افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال وژل شوي دي.
هلمند کې ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولې
د هلمند سنګین ولسوالۍ مرکز طالبانو نیولی
د هلمند ګرمسېر کې د دولت او طالبانو ترمنځ نښتو مرګ ژوبله اړولې ده
نوموړی وايي افغان ځانګړو ځواکونو په سيمه کې يو روغتيايي مرکز، چې له څو مياشتو راهيسې د طالبانو له خوا کارول کېده په بمونو د له منځه وړلو پر مهال د دغه کسانو کور هم وران کړی دی.
عيسی محمد وايي، په وژل شويو کسانو کې دوې مېرمنې يو د پاخه عمر لرونکی کس او ۶ ماشومان چې عمرونه يې له ۹ کلونو کم دي وژل شوي دي.
بله خوا، د هلمند سيمه اييزې ادارې وياند عمرځواک وايي، تېره شپه د ځانګړو ځواکونو د عملياتو پر مهال ولسي وګړو ته د سر زيان اوښتی خو شمېر يې نه يادوي.
د ښاغلي ځواک په وينا سيمه اييزه اداره د دغې پېښې په اړه پلټنې کوي.