BBC
 شاته

له امن کوره تر هوټلوالۍ

د انځور حقوق Getty Images

افغانستان په نړیواله کچه د ښځو لپاره تاوتریخجن ځای دی. د یوې څېړنې له مخې د دغه هېواد ۸۷ سلنه ښځو یو ډول نه یو ډول کورنی تاوتریخوالی تجربه کړی دی.

سودابا حیدري په کابل داسې یو ځای ته ورغلې چې له کورني تاوتریخوالي تښتېدلې پکې روښانه راتلونکي ته هیله منېږي.

په پخلنځي کې د ارین کار پای ته ورسېد، د کار ځانګړي کالي ليرې کړل، په یو نظر لیدو یې د شخصیت ژورې معلومېدای شي.

د لیمو جوس یې پر مېز کېښود او مخامخ راته کېناسته، اغلې ارین ښکلې او پر ځان باورمنه ده.

د بېلابېلو هېوادونو په مختلفو سیمو کې ښځې د کار کولو پر مهال

ولې موږ ښځې مرګونې کیسې پټې ساتو؟

زه "یوه تسلیم شوې ښځه"یم

چې رښتیا خبره وي، څوک به یې ونه مني چې موږ دواړه همزولې یوو. هغه ۲۴ کلنه ده خو د وخت د ناخوالو له امله په عمر ډېر پخه ښکاري.

له هغې سره یې خپل مېړه ډېر بد چلند کړی دی، ټول عمر یې چې له هغه سره تېر کړی، د خوشالیو پر ځای یې خپلې اوښکې پاکې کړي دي.

ارین ۱۶ کلنه وه چې کورنۍ یې داسې یو چا ته ورکړه چې په ژوند یې نه و لیدلی. له واده لږ څه وروسته د خپل مېړه او خواښې له خوا ووهل شوه.

هغې دا هر څه په دې تمه وزغمل چې ګواکې یوه ورځ به هر څه سم شي، خو هېڅ سم نه شول.

کله چې ارین دې پایلې ته ورسېده له مېړه او کورنۍ یې سره ژوند نه تېرېږي، نو دا مهال یې درې ماشومان هم لرل.

یوه ورځ یې چې خاوند په کار پسې له کوره وتلی و، هغې پخپل مخ شنه داغونه ته ځیر شوه، خپل کالي یې سره وتړل او له خپلو اولادونو سره پولیسو ته ورغله.

هغه ښځې چې د کورني تاوتریخوالي له امله له کورونو تښتي، پولیس هڅه کوي د کورنیو د عزت د خوندیتابه لپاره، هغوی بېرته خپلو کورونه ولېږي.

خو ارین باوري وه چې پر بدن زخمونه به یې پولیسان جدي ونیسي او غږ به یې واوري چې همداسې وشول.

ارین یې (امن کور) ته ولېږله، چې تر اوسه هلته له خپلو بچیانو او هغو ښځو سره اوسېږي چې د کورني تاوتریخوالي له امله ترې خپل کورونه پاتې دي.

هغې ډ‌ېر ځله د خپل راتلونکي په اړه دا خیال پلو وهلی چې خپل کور ولري، د خپل پخواني مېړه له سیوري لیرې پکې له خپلو اولادونو سره خوشاله ژوند وکړي.

د ښځې کور کوم يو دی؟

"هر څوک سمېدای شي"- د جنسي تېري کوونکو درملنه

د هغې خوبونه د کابل په غېږه کې په رښتیا بدل شول او د بوست په نامه یې یو سنتي خو ښایسته خوړنځی (هوټل) جوړ کړ.

بوست

د بوست خوړنځی د اتو داسې ښځو له خوا چلول کېږي چې ټولو یې د کورني تاوتریخوالي خوند څکلی دی.

Image caption د بوست خوړنځی د اتو داسې ښځو له خوا چلول کېږي چې ټولو یې د کورني تاوتریخوالي خوند څکلی دی.

په دغه هوټل کې کار کوونکې ښځو ته د تاوتریخوالي د قربانیانو په سترګه نه، بلکې د پیاوړو او ازادو انسانانو په توګه درنښت ورکول کېږي.

ازاد کاروبار دوی اتو واړو ته دا ځواکمنتیا ورکړه چې د خپل ژوند نوی باب پرانیزي.

د بوست رسټورانټ منظر د ښځو د ځواکمنتیا چیغې وهي، په هر حال د هوټل هره څنډه ځواکمنو ښځو ته د درناوي جلوه کوي.

د خوړنځي په ټولو دېوالونو د ښځو عکسونه راځړول شوي چې هر یو یې بېله کیسه لري.

د عکسونه د سر هغه یې د افغانستان د ازادۍ اخیستونکي غازي امان الله خان د مېرمنې (ملکې ثریا) دی.

ملکه چې باورمنه وه نران باید یوه ښځه ولري او ښځې باید حجاب وانه غوندي، خپله یې هم لوېدیز سټایل کالي یې اغوستي دي.

هغه نه یوازې د افغانستان لومړۍ مېرمن وه، بلکې د پوهنې وزیره هم وه چې په ۱۹۲۰ کال یې د نجونو لپاره لومړنی ښوونځی پرانیست.

په هوټل کې د افغانستان د اوسني لومړۍ مېرمنې رولا غني عکس هم راځړول شوی دی.

اغلې غني چې د ښځو د حقونو په اړه خبرو یې افغانان هک پک کړي دي.

سل ښځې، عکاسي، د افغانستان د نجونو نوې مینه

په خوړنځي کې د نورو لږ پېژندل شویو افغان ښځو عکسونه هم شته چې د خپلو دندو پرمهال وژل شوې دي.

د بېلګې په ډول د ډګرمنې اسلام بي بي عکس.

(په کندهار کې) د پولیسو یوه ځوانه افسره وه چې خپل ورور په مرګ ګواښلې وه، چې بیا وروسته له کوره دندې پر لاره وه چې د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شوه.

یاد عکسونه د دغه پاشل شوي ملت د هرې سیمې سیمبولونه دي.

Image caption د خوړنځي په ټولو دېوالونو د ښځو عکسونه راځړول شوي چې هر یو یې بېله کیسه لري.

په هوټل کې یو کوچنی ستېج هم شته چې په لاس اوبدل شوې افغان غالۍ پکې غوړېدلې ده.

دلته یوه ډله هنرمندې ښځې شته چې پخپلښو هنرمندو ګوته له دمبورې سندریز غږونه باسي.

دا د افغانستان غوندې په یوه محافظه کاره ټولنه کې نا معمول منظر دی چېرې چې خلک فکر کوي، موسیقي باید زندۍ شي او د ښځو له خوا د موسیقۍ د الې د غږولو خو اډو سوال نه پیدا کېږي.

اوس طلاقه شوې ارین هغه درې میاشتیني وخت چې دلته یې تېر کړی، ستاینه کوي او وايي چې ژوند یې ور سره بدل شوی دی.

هغه اوس د پخوا په څېر بې ثباته او کمزورې نه ده، خو خپل پخواني مېړه یې د ټولو نرانو په اړه هغې ته تاوتریخجن تصویر ور کړی دی.

د وخت په تېرېدو یې لږ - لږ یاد تصویر هم بدل شوی دی. هره ورځ وینې چې هوټل ته یې نارینه له خپلو کورنیو سره راځي او د خپلو مېرمنو او بچیانو یې ډېر خیال ساتي.

هغې په هوټل کې هغه څه ولیدل چې هیڅکله یې هم تجربه نه کړل (مینه) .