له يو کلنې واکمنۍ وروسته
له هغه راهيسې چې ميانمار کې څه د پاسه نيمه پېړۍ کې په ډیموکراټيک ډول لومړی حکومت وټاکل شو او په کار يې پيل وکړ اوس يو کال تېرېږي. د دغه حکومت مشره انګ سان سوچي ويلي لومړيتوب يې دا دی چې د پوځ او له لسو زياتو توکومونو مخالفو وسله تر منځ د لسيزو اوږده شخړه پای ته ورسوي. خودا کار خورا سخت ثابت شوی دی.