BBC
 شاته

د سولې عالي شورا: نوره بودیجه نه لرو

د افغانستان سولې لوړې شورا ويلي مالي سرچينې يې په وچېدو دي، او چارواکو یې د تېرې مياشتې معاشونه هم نه دي اخيستي. د افغان ولسمشرۍ يوې سرچينې هم ويلي ولسمشر غني د سولې شورا له اوسني حالته خوښ نه دی او د دې شورا د برخليک او هم يې له سولې بهير سره په تړاو د حکومت پر تګلارې پر غور پيل کړی دی. د سولې شورا چې په ۲۰۱۰ کال کې جوړه شوې، کلنۍ بوديجه يې ۶ ميليونه ډالره اټکل شوې ده. سيد عبد الله نظامي د افغانستان د سولې عالي شورا غړي شهزاده شاهد سره خبرې کړې.