BBC
 شاته

کولمبیا کې باران او سیلابونو ګڼ کسان وژلي دي

د انځور حقوق GETTY IMAGES / COLOMBIAN ARMY
Image caption د موکوا ښار اوسېدونکو مرستې لپاره پوځیان غوښتل شوي دي

د کولمبیا ولسمشر یوان مانویل سانتوس وايي، د ځمکې ښوېدنې له کبله یې د هېواد په سویل لوېدیځ کې ۱۵۴ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

رپوټونو کې ویل شوي، چې سویل لوېدیځ پوتومایو ایالت کې کرۍ شپه ګڼ باران واورېد او پایله کې یې سیندونه له غاړو واوښتل.

سیلابي اوبه له خټو، خځلو سره پر کلیو، کورونو ورغلې او درانه زیانونه یې اړولي.

ځینې کسان لا هم بې درکه دي، چې شمېر یې هم معلوم نه دی. د پوځ یوه افسر په وینا ځايي روغتون مسوولین د ټپیانو درملنې هڅه کېږي.

د انځور حقوق GETTY IMAGES / COLOMBIAN ARMY
Image caption د موکوا سیند راختل د ځمکې ښوېدنې لامل بلل شوی دی
د انځور حقوق GETTY IMAGES / COLOMBIAN ARMY
Image caption د ځمکې ښووېدنې له کبله کورونه او ګاډي تر خاورو، خټو لاندې شوي دي

ولسمشر یوان مانویل سانتوس وايي، چې سیلاب ځپلې سیمې ته ورغلی وايي، د مرستې چارو لپاره ځواکونه سیمې ته لېږل شوي دي.

د دغه ایالت والي سوریل اروکا سیمه ییزو رسنیو ته ویلي، پراخه سیمه تر خاورو لاندې شوې ده.

د انځور حقوق COLOMBIAN FIRE SERVICE
Image caption په تصویر کې خړې اوبه لیدل کېږي، چې کورونه یې لاندې کړي دي

د ایالت مرکزي ښار موکوا ښاروال جوس انتونیو سانچیز ویلي، په ټول ښار کې برېښنا او د څښاک اوبه نه شته. ولسمشر سانتوس پر ټویټر پاڼه لیکلي، د چارو سمبالښت مشري کوي او وايي ټول کولمبیایان د وژل شویو کسانو ویر کوي.

د بېړنیو مرستو یوه ځايي چارواکي اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، د موکوا سیند راختلو له کبله ځمکه ښوېدلې، چې کورونه یې لاندې کړي دي.

دغه سیمه له ایکواډور او پیرو سره پر پوله پرته ده او تر ډېر حده یې اقتصاد پر کرهڼې او د نفتو پر صنعت ولاړ دی.

د هوا پېژندنې ځايي اداره وايي، که څه هم په دغه سیمه کې ځمکښوېدنه معمول دی، خو له ۲۰۱۱ کال راهیسې تېره مارچ میاشت دغه سیمه کې خورا ګڼ بارانونه وشول.

بل لور ته په ګاونډي هېواد پيرو کې د کال له پیله راهیسې بارانونو او سیلابونو کې له ۹۰ ډېر کسان وژل شوي دي.