BBC
 شاته

د اېوریسټ غره څوکې خځلو نیولې

Mount Everest covered in litter د انځور حقوق Getty Images

د غر ختنې موسم له پیله مخکې د ماونټ اېوریسټ څوکې له لمنو او لوړو، ژورو ټنونه خځلې لېرې کېږي، چې اوس ترې ډېرانونه جوړ شوي دي.

اوس د غره پاکولو یو پراخ کمپاین پیل شوی دی.

له کاره لوېدلي الات، انساني فضله او خځلې د دغې څوکې په شاوخوا کې ویړ پراته دي، چې کچه یې ټنونو ته رسېږي.

له غر ختونکو غوښتنه شوې، چې دغه کمپاین کې مرسته وکړي.

د اېوریسټ په یو شمېر کمپونو کې پلاستیکي کڅوړې پر ځای پاتې وي.

له ۲۰۱۴ کاله راهیسې هغه غرختونکي جریمه کېږي، چې له ځان سره له کاره لویدلي الات بېرته هوارې ته نه کوزوي. اېورسټ څو ځله د نړۍ لومړنی داسې ځای بلل شوی، چې د خځلو لوی ډېرانونه په کې پراته دي.

تر ټولو ډېرې خځلې دویم کمپ کې یو ځای شوې دي.

دغه ځای د سمندر له سطحې ۶۴۰۰ متره لوړ دی. له دغه ځایه د خځلو کوزولو لپاره چورلکه کاروول شوې ده. دې کې د اکسیجن دوې اوسپنیزې زېرمې، کېږدۍ او د خوړو پاتې شوني شامل دي.

د انځور حقوق Twitter

تېر کې له دغه غره نه ۱۶ ټنه خځلې راټولې شوې دي، خو اوس هم کره معلومات نه شته، چې هلته څومره نورې خځلې پاتې دي.

د معمول له چټلیو سره ۲۰۱۴ کال کې هغه مهال حالت نور هم خراب شو، چې یوه لور ته ۹۰۰۰ کسان مړه شول، نو بل لور ته د زلزلې پر مهال ډېری غر ختونکو خپلې کېږدي پر غره ولاړې پرېښودې او دوی لاندې هوارې ته کوز شول.

د انځور حقوق Twitter

ځايي کارکوونکي د یوه کیلو خځلو بدل کې د مزد په توګه دوه ډالره غواړي، خو رضاکاران او سیلانیان بې مزده دغه چاره کوي.

خو یو څه چې له خځلو سره لاندې نه لېږدول کېږي، د نژدې ۲۰۰ غر ختونکو مړي دي، چې فکر کېږي اوس هم د دغې څوکې په شاوخوا کې پراته دي. دغه مړي د غرختلو لړ کې د خطر یو ډول خبرداری هم بلل کېږي.

د انځور حقوق Twitter