هند: ګجرات کې د غواګانو حلالونکو لپاره د عمر بند سزا
د هند لوېدیځ کې ګجرات ایالت یو نوی قانون تصویب کړی، چې له مخې به هغه کسان د ټول عمر په زندان سزا محکوم شي، چې غواګانې حلالوي.
د دغه ایالت د څارویو خوندیتوب قانون کې د نوي تعدیل له مخې به هغه کسان په لس کلن زندان سزا محکوم شي، چې د حلالو شویو غواګانو غوښه لېږدوي.
غوا د هندوانو عقیدې له مخې سپېڅلې بلل کېږي او د هند په یو شمېر ایالتونو کې یې پر حلالولو بندیزونه لګېدلي دي.
هند: د غوښو پلور دکانونو تړل کېدو قصابان اندېښمن کړي
د هند تر ولکې لاندې کشمیر: ودونو کې پر 'بې ځایه' لګښت بندیز
خو د نوي تعدیل له مخې اوس ګجرات دې لړ کې تر ټولو د سخت قانون لرونکی ایالت دی.
له دغه قانونه سر غړونکي به درنې جریمې ورکړي او ښايي زنداني هم شي. د جریمې کچه هم له ۵۰ زرو روپیو نه ۱۰۰ زره روپیو ته لوړه شوې ده.
د ګجرات کورنیو چارو ایالتي وزیر پردیپ سین جډېجا وايي، غوا د هندي کلتور سمبول دی او نوی تعدیل له خلکو سره په مشورې تصویب شوی دی.
د ایالت اعلی وزیر وجی روپاني هم له دې مخکې بیا بیا ویلي، هغو کسانو ته به سخته سزا ورکړل شي، چې غواووې وژنې.
نوی قانون به د شنبې له ورځې پلی شي.