BBC
 شاته

د امریکا دفاع وزیر افغانستان کې د روسیې پر فعالیتونو اندېښنه څرګنده کړې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جیمز ماتیس وايي، موږ له طالبانو سره د روسي چارواکو د اړیکو په تړاو معلومات لرو

د امریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس افغانستان کې د روسیې فعالیتونو او په ځانګړې توګه له طالبانو سره د دغه هېواد د اړیکو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده. لندن ته یوه سفر کې د امریکا دفاع وزیر ویلي:

''موږ له طالبانو سره د روسي چارواکو د اړیکو په تړاو معلومات لرو. دا مهال نه غواړم ووایم، چې روسیه له طالبانو سره د تجهیزاتو په برخه کې یا نوره پوځي مرسته کوي، خو د دغه هېواد فعالیتونه د امریکا لپاره د اندېښنې وړ دي. ''

له دې مخکې د امریکايي پوځ د مرکزي قومندې مرکز یوه غړي جنرال جوزف ووټل د امریکا کانګریس کې د خبرو پر مهال پر روسیې د طالبانو د ملاتړ کولو تور پورې کړی و.

طالبان، د روسیې نوي حیرانونکي ملګري

روسیې طالبانو ته د مرستې ورکول رد کړي دي

امریکايي جنرال پر روسیې تور پورې کړی، چې طالبانو سره مرستې کوي

نوموړي ویلي و: ممکن روسیه طالبانو ته تجهیزات ورکړي. زما په اند روسیه غواړي د نړۍ دې برخه کې یو نفوذ درلودونکی لوری شي، خو په ټول کې زه له طالبانو سره د دغه هېواد اړیکي ګټورې نه بولم.

مسکو له طالبانو سره د هر ډول تجهیزاتو مرستې ادعا 'په بشپړه توګه ناسمه بولي ' خو له دې مخکې یې ویلي و، چې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش پر وړاندې د ګډ دریځ له کبله یې له طالبانو سره اړیکي په پراخېدو دي.

له دې مخکې د روسیې بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې هغه ادعاوې رد کړې وې، چې ګواکې دغه هېواد له طالبانو سره مالي او تجهیزاتي کومک کوي او یا یې په افغانستان کې روزنیزو کمپونو سره کومه مرسته کړې.

اعلامیه کې ویل شوي وو، چې په افغانستان کې دننه او بهر یو شمېر کړۍ شته، چې غواړي له ترهګرۍ سره مبارزه کې د روسیې رول کمزوری کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د مسکو غونډه کې د طالبانو استازو د ګډون په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي

روسیه به راتلونکې میاشت کې د افغانستان په تړاو د خبرو کوربتوب کوي. دغه خبرو کې له دواړو هېوادونو سره د چین، پاکستان، هند او ایران استازي هم ګډون کوي. تر اوسه دغو خبرو کې د طالبانو استازو د ګډون په اړه څه نه دي ویل شوي.

د ملي امنیت برخه کې د افغان ولسمشر سلاکار محمد حنیف اتمر ویلي دغه خبرې د دولتونو په کچه کېږي او طالبانو ډله به دغو خبرو کې برخه و نه لري.

خو د پاکستاني رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې ځينې پاکستاني چارواکو د کوټې، پېښور شوراګانو له غړو او دغه راز د حقاني شبکې له کسانو سره لیدلي، چې دغو خبرو کې یې ګډون ته چمتو کړي.