شاته

افغانه فوټبالره "ډېره وځورول شوم او افغانستان مې پریښود"

خالده پوپل په افغانستان کې د ښځو د فوتبال یوه مخکښi لوبغاړې وه خو وایي نارینه وو دومره وځوروله چې هیواد یې پریښود.

خالده وایي "نارینه وو به پر مونږ ملنډې وهلې او ښکنځل به یې کول چې فوټبال د ښځو لپاره نه دی، د ښځو ځای پخلنځی دی، ښځي په لاره نه پوهیږي نو فوټبال به څنگه کوي."

٢٩ کلنه خالده پوپل اوس په ډنمارک کې اوسیږي. شپږ کاله مخکې له افغانستان څخه هند او له هغه ځایه ډنمارک ته کډه شوه.

خالده وایي د افغانستان په ټولنه کې د ښځو سره د بې عدالتۍ پرخلاف غږ پورته کړی و او هڅه یې کوله چې د ټولنې سیاسي او قومي مشران د ښځو د حقونو درناوی وکړي.

خالدې د امریکا غږ سره په خبرو کې وویل "ما غوښتل چې د فوټبال په مرسته په افغانستان کې د زرگونو ښځو غږ شمه چې غږونه بند دي او خپل حق غوښتلی نه شي".

د خالدې مور د کابل په یوه ښوونځي کې د سپورټ ښوونکې وه او هغې د خپلې مور شکریه پوپل په تشویق په ٢٠٠۴ کال د خپلو ټولگیوالو سره د فوټبال لوبه پیل کړه.

د خالدې لپاره په پیل کې فوټبال یوازي یوه لوبه وه خو وروسته پوه شوه چې فوټبال د هغې د پیاوړتیا تر ټوله غوره لاره ده.

د خالدې مور، شکریه پوپل چې د سپورت معلمه وه د هغې لومړۍ روزونکې ده

د خالدې مور، شکریه پوپل چې د سپورت معلمه وه د هغې لومړۍ روزونکې ده

خالده زیاتوي چې کله یې فوټبال ته د نورو نجونو هڅول پیل کړل د ډیرو ستونزو سره مخامخ شوه. "په تلیفون گواښل کیدم. څو ځلې برید را باندې وشو. په سړک باندې به ځورول کیدم. مجبوره شوم چې ځانته موټر او ډرېور ونیسم."

خالدې په ٢٠١١ کال کې په کابل کې د ناټو د ځواکونو د ښځینه فوتبال ټیم سره لوبه وکړه چې ډیر خلک یې لیدو ته ورغلي و. د خالدې په وینا له دې لوبې وروسته یې ستونزې هم ډیرې شوې.

هغه وایي "یوازې وسلوال طالبان د هغې ستونزه نه دي. بلکې هغه خلک چې طالبي مفکوره لري، هغوی هم گواښلم"

د نورو ډېرو افغانانو په څیر خالده هم د ډنمارک د کډوالو په کمپ کې د رواني خپگان سره لاس او گریوان شوه خو وایي چې د ډاکترانو په مرسته یې نه یوازي بیرته عادي ژوند پیل کړ بلکې په کمپ کې د نورو کډوالو سره یې مرسته پیل کړه.

خالدې په دې وروستیو کې په ډنمارک کې د " نجلۍ زور " Girl Power په نوم یوه موسسه جوړه کړې ده چې نور کډوال سپورت ته وهڅوي.

خالده وایي "ورزش، ښځو ته په ځان باور کول ورزده کوي"