BBC
 شاته

د قطر الوتکو 'کیو سیټ'؛ څوکۍ، د خوب تخت او بنډارخونه

د انځور حقوق Qatar Airways
Image caption قطر وايي، دې کار دوه کاله وخت ونیو.

ډېر کله الوتکه کې د اوږده سفر پرمهال د څوکیو له تنګوالي سره مخامخ کېږو. خو هغه چې په سفر کې ډېر خوب کوي، د بالښت او کټ په ارمان کې څوکۍ کې ویده کېږي. قطر هوايي شرکت د 'کیو سیټ' په نوم د سوداګرو لپاره ځانګړې څوکۍ جوړې کړې دي.

دا څوکۍ د یوې خونې په څېر دي، چې د ارامۍ ساه پکې اخیستل کېدای شي.

دغه نوې څوکۍ د خوب پر تخت هم بدلېږي، د خوړو پر ځای اوړي چې مسافر پکې په ارامه بنډار، خوراک او خوب کولای شي.

قطر وايي، دې کار دوه کاله وخت ونیو.

د 'قطر اېروېز' الوتکو کې پر دغو ځانګړو ځایونو 'مزاحمت مه کوئ' لیکل شوي دي.

مسافر کولای شي چې دوې متوسطې څوکۍ، یو هوار تخت او یو ځانګړی د خوب کټ کرایه کړي.

چین تر ټولو لویه 'وچ اوبۍ' الوتکه جوړه کړې

د پاکستان هوايي کرښې الوتکه کې د اضافي سپرلیو وړل ومنل

له لندنه د قطر دوحې ته مسافر کولای شي د ۲۸۰۰ پونډو په مقابل کې د (وایټ کمپنۍ) په ارام او لوکس کتان جوړو نرمو توکو کې ارام سفر وکړي.

د کټ څنګ ته د کورنیو لپاره څلور څوکۍ لرونکی یو بل ځای هم جوړ شوی دی.

د انځور حقوق Qatar Airways
Image caption د څلورو څوکیو ځای کې تاوېدونکي تلوېزیونونه هم اېښودل شوي چې کورنیو او ملګرو ته یوځای د بنډار او له کار کولو توان ورکوي.
د انځور حقوق Qatar Airways
Image caption د 'قطر اېروېز' الوتکو کې پر دغو ځانګړو ځایونو 'مزاحمت مه کوئ' لیکل شوي دي.

د روانې اونۍ پيل کې د برلین (آی ټي بي) سوداګریز نندارتون پرمهال، د دغو څوکیو د ډیزانېدو اعلان د قطر اېروېز د اجراییوي مشر اکبر الباکر له خوا وشو.

نوموړي وویل، دوه کاله وړاندې یې انجنیرانو او ډیزانرانو ته سپارښتنه وکړه او دغه سیټونه له ایټالیايي پوستکي جوړ شوي. په لاس اوبدل شوي چې ګلابي طلايي زړه راښکونکی رنګ ورکړل شوی.

۳۵ ګامه لوړ په هوا کې مسافر له خپلو ملګرو سره د بنډار یا کورنۍ د ارام او خوب پرمهال د (کیو سیټ) وره ته څېرمه (لطفاً مزاحمت مه کوئ) تڼۍ کېکاږلی او خپل ارام کولای شي.

د لمر انرژۍ الوتکه جوړه شوه

د څلورو څوکیو ځای کې تاوېدونکي تلوېزیونونه هم اېښودل شوي چې کورنیو او ملګرو ته یوځای د بنډار او له کار کولو توان ورکوي.

د انځور حقوق Qatar Airways
Image caption له لندنه د قطر دوحې ته مسافر کولای شي د ۲۸۰۰ پونډو په مقابل کې د (وایټ کمپنۍ) په ارام او لوکس کتان جوړو نرمو توکو کې ارام سفر وکړي.

ښاغلي الباکر د دغه پرمختګ په اړه وویل: ''زموږ دغه کمساری او ښکلی ډیزاین په لومړي ځل الوتکو کې ځای پرځای شوی، په تېره بیا هغو مسافرو ته چې غواړي په لا ډېر محرمیت کې سفر وکړي.''

نوموړي زیاته کړه: ''په دې سره قطر اېروېز خپلو مهمو مسافرو ته دا توان ورکوي د خپلې خوښې تر ټولو ډېر لوکس او ارام ځای کې سفر تجربه کړي.''

د قطر هوايي چلند اړوندې ۱۹۴ الوتکې شپږو لویو وچو تر ۱۵۰ ډېرو ځایونو ته سفرونه کوي.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د روانې اونۍ پيل کې د برلین (آی ټي بي) سوداګریز نندارتون پرمهال، د دغو څوکیو د ډیزانېدو اعلان د قطر اېروېز د اجراییوي مشر اکبر الباکر له خوا وشو.
د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د قطر هوايي چلند اړوندې ۱۹۴ الوتکې شپږو لویو وچو تر ۱۵۰ ډېرو ځایونو ته سفرونه کوي.