سریلانکا په کرېکټ کې سیاله بنګله دېش لوبډله ماته کړه
د سریلانکا او بنګله دېش ترمنځ د کرېکټ دوه ازمېښت لوبو لړۍ لومړنۍ لوبه کوربه هېواد په ۲۵۹ منډو سره وګټله.
په ګال کې د شنبې په ورځ د ازمېښت لوبې په وروستۍ ورځ د ۴۵۷ منډو هدف لپاره د ۱۹۷ منډو په جوړولو سره د بنګلدېش لوبغاړي وسوځېدل.
په دې سیالۍ کې د سریلنکا لوبغاړي هیرات شپږ، پریرا دوه او ګنارتني او سندکان یو یو لوبغاړی وسوځول.
* شل اوريزو لوبو کې د افغانستان نړيوال ريکارډ
د دواړو هېوادونو ترمنځ د دې لړۍ دویمه او وروستۍ لوبه د مارچ پر ۱۵ په کولمبو کې کېږي.
له هغه وروسته به د بنګله دېش او سریلنکا ترمنځ یو ورځنۍ څلور سیالۍ هم تر سره شي.