شاته

امریکا کې د فلسطینیانو طرفداره مظاهره چیانو د کولمبیا یونیورسېټۍ په ودانۍ قبضه لګولې ده

په لسهاوو احتجاج کوونکو د نهې/سه شنبې سهار وختي په نیویارک کې د کولمبیا پوهنتون په یوې ودانۍ قبضه ولګوله، دروازې یې وربندې کړلې، او د کړکۍ نه یې د فلسطینیانو جهنډه بهر ورپوله. دا د امریکا په کالجونو او پوهنتونونو کې د اسرایل-حماس جګړې په تعلق سره د وروستیو مظاهرو په لړ کې تر ټولو تازه کشیدګي ده.

په خپرو شوو ويډیوګانو کې لیدلی کیږي چې احتجاج کوونکو د کولمبیا پوهنتون منهاتن کمپس ته ورننوتلي او د همېلټن هال مخې ته یې لاسونه سره ورکړي دي. هغوی د دې ودانۍ د تړلو دپاره د وسپنې خنډان او میزونه او چوکۍ هم لېږدولې. د دې احتجاج منتظمینو په خلکو غږ کړی چې د دوی د احتجاج د ځای محافظت وکړي او هغو سره په همېلټن هال کې یوځای شي.

د امریکې کولمبيا پوهنتون د فلسطينيانو په حق کې د مظاهره کوونکو زده کوونکو د معطل کولو لړۍ پيل کړي ، پوهنتون دا قدم په داسې وخت کې پورته کړی چې زده ‏کوونکو د پوهنتون په کمېپس کې د لګول شوو خېمو لرې کولو څخه انکار کړی وو.‏

د پوهنتون انتظاميې د ګل/ دوشنبې په سهار خبرداری ورکړی وو چې کوم زده کوونکي چې کېمپ نه خالي کوي، د ادارې د پاليسۍ منلو په ليکلي بڼه ژمنه نه ‏کوي، هغوی به معطل کولی شي او د سمسټر پوره کولو اهل به نه وي.‏

د احتجاج ختمولو دپاره د پوهنتون انتظاميې او زده کوونکو مشرانو ترمنځ خبرې د ځنډ ښکار دي.‏

د پوهنتون مشر نعمت منوشي شفيق ويلي، په غزه کې د اسرايل د جګړې د مخالفت په اظهار کې لګول شوو خېمو لرې کولو په لړ کې کاميابي نه ده ترلاسه ‏شوې.‏

د پوهنتون ویاند بين چانګ ويلي، احتجاجي کېمپونو د ګڼو یهودي زده کوونکو دپاره ناخوښه ماحول او ګډوډي جوړ کړل شوی او د دوی د زده کړو او ‏حتمي امتحانونو د تيارۍ په لړ کې ورته خنډان جوړل کېده.‏

په کولمبيا پوهنتون کې دا تازه اقدامات په داسې وخت کې اخستل شوي چې په اسټن ښار کې په ټيکساس پوهنتون کې پوليسو د فلسطينيانو په پلوۍ د ‏زده کوونکو په لاريون د تور مرچو اسپری کړی او ګڼ یې نيولي وو.‏

زده کوونکو درې غوښتنې کړي چې تر څو یې غوښتنې نه وي منل شوي د پوهنتون کېمپس کې به یې خېمې لګولي وي.‏

زده کوونکي غوښتنه کوي، پوهنتون دې د هغه کمپنو سره مالي تعقل ختم کړي چې د اسرايل سره تړون لري، د پوهنتون مالي معاملات دې راڼه او احتجاج کوونکو زده کوونکو او استادانو ‏ته دې عامه معافي ورکړل شي.‏

د پوهنتون مشر نعمت شفيق ويلي، د کولمبيا پوهنتون به په اسرايل کې د مالياتو نه لاس نه اخلي، خو وړانديز یې کړی چې پوهنتون به په غزه کې د ‏صحت او تعليم په برخه کې پانګونې کوي، او پوهنتون به نېغ په نېغه پانګونې نورې رڼې کوي.‏

د کولمبيا د زده کوونکو (اپارتهايد ډايوسټ) په نوم اتحاديې په يو خبري کانفرنس کې ويلي، چې په غزه کې د اسرايل په حملو کې د ‏‎34,000‎‏ نه زياتو ‏فلسطينيانو د وژلو په مقابله کې د هغوی د ويرلو دغه کارونه هيڅ هم نه دي.‏

د اتحادیې ګڼو غړو روايتي فلسطيني سکارفونه اچولي، د کېمپ بهر یې د مارچ په شکل کې نعرې وهلي، چې (انکشاف وکړئ، مالياتي بېلتون وکړئ، ‏مونږ به منع نه شو، مونږ به په ارام نه کښېنو).‏

دوه اوونۍ وړاندې پوهنتون د زده کوونکو د احتجاجي کېمپ ختمولو دپاره د نيويارک سټي پوليس طلب کولو په سر د پوهنتون په مشر نعمت شفيق ‏باندې زده کوونکي، استادان او بهرني څيړنکي سختې نيوکې کوي.‏

( د دې خبر ځينې معلومات د رويټرز څخه اخستل شوي دي).‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00