شاته

د بلوچستان په دېرشو ضلعو کې د پوليوضد کمپېن پيل شوی

د بلوچستان په دېرشو ضلعو کې د پوليو ضد اووه ورځنی کمپېن نن د ګل یا دوشنبې په ورځ پيل شو.

په کمپېن کې به تر دوه ميليونو زياتو ماشومانو ته چې عمرونه يې تر پينځو کلونو پوري وي، د پوليو ضد قطرې ورکول کېږي.

د کمپېن پرانيسته د بلوچستان د بېړنيوعملياتو په مرکز اي او سي کې د صوبې د صحت سيکرټري عبدالله خان وکړه.

ښاغلي عبدالله خان د کمپېن د پرانيستې پرمهال له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې کيمپېن به د اپريل له نهه ويشتمې نېټې بيا د مۍ تر پينځمې نېټې پوري دوام ولري او په کيمپېن کې شاوخوا لس زره روغتيايي ټيمونه برخه اخلي، چې ماشومانو ته به ګوزڼ ناروغۍ ضد قطرې ورکوي.

"د پوليو ضد اوسنی ځانګړی کيمپېن د بلوچستان په دېرش ضلعو کې ترسره کېږي، چې په کې درويشت لکه پينځه نوي زره ماشومانو ته به قطرې ورکول کېږي. موږ هڅه کوو، چې له صوبې د پوليووايرس په بشپړه توګه له مينځه يوسو. د پوليو کارکوونکو د هڅو او د ميندو په مرسته مو ماشومان له فلج کوونکې ناروغۍ د خوندي ساتلو هوډ کړی دی."

د بلوچستان د پوليو مخنيوي پروګرام چارواکي وايي، اوسنی کمپېن په داسي حال کې ترسره کېږي، چې په پاکستان کې روان کال دوه د پوليو مثبت کېسونه رپوټ شوي، او دواړه کېسونه په بلوچستان کې دي.

ښاغلي عبدالله خان زياتوي، چې اوسني کېسونه د درېو کلونو له ځنډ وروسته رپوټ شوي دي.

"په بلوچستان کې درې کاله وروسته دوه د پوليومثبت کېسونه په چمن او ډېره بګټي کې رپوټ شوي دي. خو دوه نيم کاله وروسته د صوبې په چاپيريال کې د پوليووايرس موندل شوی دی. د پوليوضد کيمپېن ځکه زيات مهم دی، چې د وايرس د لېږد مخه ونيول شي. ميندې بايد خپل ماشومان د ويکسين له لارې له پوليو او نورو خطرناکو ناروغيو خوندي وساتي."

د بلوچستان پينځه ضلعې کوټه، افغانستان ته څېرمه چمن، کلاعبدالله، پښين او بلوڅ مېشته مستونګ سيمه د پوليو وايرس له پوليو حساسه يا های رسک ضلعې دي.

په تېرو وختونو کې په پاکستان او افغانستان کې په يو وخت يا سينکرونايزډ ډول د پوليو ضد کمپېنونه ترسره شوي وو.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00