شاته

د کینیا د پوځ‌ مشر او اته نور کسان د هېلي کاپټرغورځېدو په پېښه کې مړ شوی

د کینیا په مغربي سیمه کې د یو هېلي کاپټر غورځېدو له امله د هواد د پوځ مشر فرانسېس اوګالا او اته نور کسان مړه شوي دي.

د کینیا د صدر ترجمان وویل هېلي کاپټر د زیارت، پنجشنبې، په ماسپښین په الګیو ماراکوټ ضلع کې د پورته کېدو سمدستي وروسته راوغورځېدو.

صدارتي ترجمان حسین محمد په اېګس، پخواني‌ ټوېټر، وویل د دفاعي خواکونو هېلي کاپټر د غورځېدو وروسته د هېواد صدر وېلیم روټو په سرښار نایروبي کې د نېشنل سېکیورټي کاونسل یا د قومي امنیت د شورا بېړنۍ غونډه را بللې ده.

روېټرز خبري اداره وايي د دفاع وزیر اېډن دوال په دې اړه روېټرز ته څه جواب نه دی ورکړی.

د کال ۲۰۲۱ د جون په میاشت کې د سرښار نېروبي سره نږدې د هېلي کاپټر د غورځېدو په پېښه کې لږ تر لږه عسکر مړه شوي دي.

په سمدستي توګه څه نه دي وېل شوي چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د کینیا پوځي هېلي کاپټر ولې وغورځېدلی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00