شاته

څېړنه: د هېواد په حکومت، عدلیه او پوځ د امریکايي ولس اعتماد مخ په کمېدو دی

د ګېلپ نومې ادارې په تازه څېړنه کې وېل شوي چې د امریکايي ولس د خپل هېواد په حکومت، عدلیه او پوځ اعتماد کم شوی دی او په دې لړ کې امریکا د اووه صنعتي ملکونو تنظیم جي سېون د نورو ملکونو نه هم وروسته ده.

قریباً ۶۸ فیصد امریکایانو په خپل حکومت د عدم اعتماد اظهار وکړو.

د هېواد په عدلیه د امریکایانو د اعتماد کچه ۴۲ فیصد ده.

د امریکې پوځ په روایتي توګه د ملک مقبوله اداره ګڼل کېږي. په کال ۲۰۲۱ کې په پوځ د ولس د اعتماد کچه ۹۰ فیصد وه خو تېر کال د ولسي اعتماد دا کچه ۸۱ فیصد ته وغورځېدله.

په جي سېون تنظیم کې د امریکې نه علاوه کېنېډا، فرانس، جرمني، اټلي، جاپان او برطانیه شامل دي.

د ملک د دفاعي بجټ په موضوع امریکايي ولس د ویش ښکار و. امریکا په خپله دفاع د جي سېون د ټولو ملکونو د مجموعي دفاعي بجټ نه زیاتې پېسې خرچ کوي.

د امریکې نه علاوه د جي سېون په نورو ملکونو کې جرمني یو داسې هېواد دی چې په پوځ یې د ولس د اعتماد کچه د ټولو نه زیاته کمه وه او ۶۰ فیصد خلکو پې د باور د کمي اظهار وکړو.

د ۳۵ فیصد امریکایانو دا فکر دی چې د هېواد دفاعي بجټ ډېر زیات دی، د ۲۹ فیصد امریکایانو خیال دی چې د ملک د دفاع بجټ ډېر کم دی او ۳۳ فیصد امریکایان ګڼي چې ملک د دفاع بجټ سم دی.

د ګېلپ تجزیه کار بېنډېکټ ویګرز وي او ای ته وویل د ملک د ادارو په اړه د امریکایانو د نظر د وضاحت څه خاص سبب نشته. هغه زیاته کړه چې د عدم اعتماد دا سطح یوازې د سیاسي ادارو پورې محدوده نه ده.

ماهرین وايي په حکومتي ادارو د ولس د اعتماد کچه د حکومتي ادارو د خدمت مېعار، د کرپشن او د واک اختیار د غېرمناسب استعمال په ضد موثره ګامونو او د امدن په کچه کې د عدم توازن مخینوي کې د پرمختګ سره تړلی ده.

ورلډ بېنک تېر کال په یو رپورټ کې وویل د حکومتي ادارو موثره کېدل دې خبرې ته اړتیا لري چې ولس او کاروبارونه پې څومره باور کوي.

په حکومتي ادارو د امریکايي ولس د اعتماد کمی د حکومت نه بهر ادارو ته هم غځېدلی دی.

په کلیسا او په منظم مذهب هم د امریکایانو اعتماد په مستقل ډول زوال پذیر دی او تېر کال ۳۰ فیصد امریکایانو پې د "ډېر لږ" اعتماد اظهار وکړو. په دې لړ کې د عدم کچه د ۱۹۷۳ راهسې د ټولو نه زیاته ده. ګېلپ هم د ۱۹۷۳ راهسې په خپلو څېړنو کې د امریکایانو پوښتنې کوي.

په میډیا هم د ولس د عدم اعتماد اثر شوی دی او د ۴۰ فیصد نه زیاتو امریکایانو په ټېلې وېژن او اخبارونو د کم اعتماد څرګندونه وکړه.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00