شاته

جرمني: د ایران برید د جي-۷ غبرګون ته اړتیا لري

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې د پنجشنبې په ورځ اپرېل ۱۸ (وري ۳۰) وویل چې د جي-۷ ډله باید پر اسرائیل د ایران د برید ځواب ورکړي او زیاته یې کړه چې په ایټالیا کې له خپلو سیالانو سره په غونډه کې پر اقداماتو غور کوي.

انالینا بیربوک د ایټالیا په کاپري ټاپو کې خبریالانو ته وویل چې د ډلې غړي د "جي-۷ د نورو اقداماتو" په اړه بحث کوي او باید "دې غیر متوقع پیښې ته ځواب" ورکړل شي. هغې زیاته کړه چې "په سیمه کې د نور تاوتریخوالي مخنیوی باید وشي کوم چې د خلکو لپاره وژونکی دی."

د جي-۷ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د ايټاليا په کاپري ټاپو کې په غونډه بوخت دي.

په ایټالیا کې د یوې دپلوماتیکې سرچینې په وینا، تمه کیږي چې د جي-۷ ګروپ چې فرانسه، جرمني، ایټالیا، بریتانیا، کاناډا، جاپان او متحده ایالات پکې شامل دي، په ایران کې د توغندیو د تولید په لړۍ کې په ښکیلو کسانو د انفرادي بندیزونو د لګولوغوښتنه وکړي.

وروسته له هغې چې د اپریل په لومړۍ نېټه د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ هوايي برید وشو، کوم چې پړه یې پر اسرائیل واچول شوه، د سې شنبې په ورځ د اپریل په ۱۳ ایران پر اسرائیلو سلګونه توغندي او ډرون بریدونه وکړل. د امریکايي او اسراییلي چارواکو په وینا د دغو راکټونو او ډرونونو ۹۹ سلنه یې پر مځکه له لګېدو مخکې په هوا کې کشف او له منځه وړل شوي دي.

ایراني مقاماتو ویلي دي چې تر هغه چې اسرائیل بیا د ایران پر اهدافو برید نه وي کړی، د اسرائیل پر ضد د دغه ډول عملیاتو د دوام اراده نه لري.

خو اسرائیل چې د ایران له خوا په بریدونو کې ورته ځاني زیان نه دی اوښتی، وايي چې د خپل دفاعي اعتبار د ساتلو لپاره باید د ایران د برید ځواب ورکړي او د جي-۷ هیوادونو هم د اسرائیل د ملاتړ ژمنه کړې ده.

د اروپايي اتحادیې مشرانو د چهارشنبې په ورځ هم موافقه وکړه چې د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو په تولیدونکو باندې د تهران د وروستي برید له امله نوي بندیزونه ولګوي.
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسیپ بوریل، چې د پنجشنبې په ورځ په کاپري کې د جي-۷ هیوادونو په سرمشریزه کې یې برخه اخیستې، وویل چې دوی به د بندیزونو د سیسټم د "پراخولو او اغیزمنتیا" لپاره بیاکتنه وکړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر له اسرائیل څخه وغوښتل چې له زغم کار واخلي او زیاته یې کړه چې "سیمه د جګړې په پوله ولاړه ده."

د اسرائیل لوی متحد هیواد متحده ایالاتو ویلي چې ډیر ژر به د ایران د توغندیو او ډرون پروګرامونو باندې نوي بندیزونه ولګوي او زیاتوي چې د متحدینو څخه د ورته اقدام تمه لري.

د جي-۷ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د منځني ختیځ د وضعیت په اړه د دغو خبرو اترو وروسته، د په سره سمندرګي کې د حوثي ډلې د بریدونو په اړه بله غونډه درلوده. په کښتیو باندې د حوثي ډلې بریدونو د سمندر له لارې د سوداګرۍ جریان ګډوډ کړی دی.

پر اوکراین د روسیې یرغل د جي-۷ هیوادونو د غونډې د بحث بله مهمه موضوع ده او ټاکل شوې چې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټرو کولیبا او د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ نن په دې خبرو کې برخه واخلي.

ایټالیا، چې د جي-۷ هیوادونو ددې دورې د غونډې مشري کوي، وویل چې ددې ډلې د بهرنیو چارو وزیران به د هند - آرام سمندر په سیمه کې د ثبات په اړه هم خبرې وکړي، او د زیربناو د اتصال، سایبري امنیت، مصنوعي ځیرکتیا او د جعلي خبرونو سره مبارزه هم د غونډې په اجنډا کې شامل موضوعات دي.

فورم \ دبحث خونه