شاته

ملګري ملتونه وايي، اسرایل په غیر قانوني توګه پر غزې مرسته محدودوي

واشنګټن – د ملګروملتونو د بشري حقونو دفتر د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي، چې اسرایلو غزې ته په تلونکو او هلته په وېشل کېدونکو مرستو باندې "غیر قانوني محدودیت" لګولی.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د کمېشن ویاندې روینا شمداساني په جنیوا کې خبریالانو ته وویل، چې اسرایلي ځواکونه "په غزه کې په پراخ ډول ملکي بنیادي اډانې ویجاړوي."

شمداساني وویل،

"عالي کمېشنرۍ بیا دا وايي، چې هلته باید بیړنی اوربند راشي، بندیان باید خوشې کړای شي او بشپړو بشري مرستو ته باید اجازه ورکړل شي چې په سمدستي ډول هلته ورسېږي."

اسرایلو په غزه کې د حماس پرضد له خپل روان پوځي کمپاین څخه دفاع کړې او حماس په دې تورنوي چې له ملکي ځایونو څخه عملیات کوي.

شپږ میاشتنۍ جګړې پراخ ویجاړی رامنځ ته کړی او د غزې اکثره وګړي یې دې ته مجبوره کړي چې مصر سره پولې ته څېرمه په رفع کې پناه واخلي.

شمداساني زیاته کړه، "د غزې پټۍ هېڅ برخه د اسرایلو له بمبارۍ څخه نه ده پاتې شوې. نېږدې ۱.۷ میلیونه خلک مجبوره شوي دي چې بې ځایه شي او د دومداره ګواښ لاندې په ډارونکو حالاتو کې ژوند وکړي."

د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، غزې ته رسېدونکې بشري مرستې په دې وروستیو ورځو کې زیاتې شوي او امریکا غواړي چې دا مرستې دوام وکړي.

کربي امریکايي رسنۍ ایم اس ان بي سي ته وویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کابو سل ټرکه غزې ته ننوتي چې له دې سره د جګړې د پیل راهیسې غزې ته په مرستو بار د ورغلو ټرکونو شمېر ۲۰۰۰ ته رسېږي.

بل پلو د اسرایلو پوځ د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل،‌ چې دوی په رفع کې خپلو پلان شویو عملیاتو ترسره کولو ته تیاری نیسي.

اسرایلو همدارنګه په مرکزي غزه کې هوايي بریدونه کړي او د حماس تونلونه او پوځي ودانۍ یې په نخښه کړې دي.

اسرایلو وروسته له هاغې په غز کې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل چې حماس د اکټوبر په اوومه نېټه په اسرایلو باندې برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ یې له ځانه سره وتښتول.

اسرایل وايي، ۱۳۰ تنه تر اوسه هم له حماس سره بندیان دي خو له څلورو څخه یوه برخه یې مړه شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې اسرایلي پوځ تېره ورځ لږ تر لږه ۴۶ کسان وژلي او له دې سره تر اوسه پورې د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۳۳۸۴۳ تن وته رسېدلې.

دوی وایي چې د وژل شویو له دریو څخه دوه برخې یې ښځې او ماشومان دي.‌

د دې راپور ځینې برخې د اسوسیېټېډ پریس، فرانس پریس او رویټرز خبري ادارو څخه اخېستل شوې دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00