شاته

په افغانستان او پاکستان کې په سختو بارانونو او سېلابونو کې تر سلو زیات کسان مړه شوي

واشنګټن – په افغانستان او پاکستان کې چارواکو د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي چې په سختو موسمي بارانونو او سېلابونو کې لږ تر لږه سل کسان په تېرو څو ورځو کې په دواړو هېوادونو کې مړه شوي دي.

په افغانستان کې د طبعي افتونو د ادارې ویاند ویلي، چې سېلابونو له ۳۴ ولایتونو څخه په ۱۳ کې خلکو ته د سر او مال زیان اړولی.
جانان سایق راپور ورکړی چې په دغو سېلابونو کې نېږدې ۵۰ تنه مړه شوي، په لسګونو ژوبل شوي او په سلګونو ساروي پکې له منځه تللي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د بشري مرستو د تنظیم ادارې د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي چې په وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو کې تر ۱۲۰۰ زیاتې کورنۍ اغېزمنې شوي او کابو ۱۰۰۰ کورونه او لږ تر لږه ۲۵۰۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه پکې ویجاړه شوې ده.

په بیان کې راغلي چې ملګري ملتونه او شریکان یې "اړونده زیانونه، اړتیاوې او ورسره لازمې مرستې ارزوي."

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په اکثرو ولایتونو کې د نورو بارانونو اټکل کړی.

غریبۍ ځپلی افغانستان د کلونو جګړو، سېلابونو، وچکالۍ او زلزلو په څېر د طبعي افتونو څخه د رغېدو په حال کې دی.

د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات او شاخوا نورو ولایتونو کې په تېر اکټوبر کې یو شمېر زلزلو شاخوا ۱۵۰۰ کسان ووژل.

د پاکستان ویجاړی:

د پاکستان مرکزي او ایالتي چارواکو د نهې یا سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې په سختو بارانونو،‌ سېلابونو، طوفانونو او ځمکې ښویدو کې تر ۵۰ زیات کسان مړه شوي دي.

اکثره مړینه په خیبر پښتونخوا صوبه کې کومه چې له ډیورنډ کرښې سره نېږدې پرته او په مرکزي پنجاب صوبه کې شوې ده.‌

چارواکو ویلي، لږ تر لږه ۴۲ کسان په دواړو ایالتونو کې مړه شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

پاتې نوره مرګ ژوبله له بلوچستان صوبې او د پاکستان له نورو سیمو څخه رپورټ شوې ده.

دغه ډول د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې بیړنیو خدماتو ته د تیارېدو امر کړی ځکه دوی د روانې اونۍ په وروستیو کې د نورو درنو بارانونو د ورېدو اټکل کړی.

چارواکو په پاکستان کې په وروستیو درنو بارانونو کې موسمي بدلون ګرم بللی.

پاکستان کې سختو موسمي سېلابونو او بارانونو کې په ۲۰۲۲ کال کې لږ تر لږه ۱۷۰۰ کسان مړه شوي او ۳۳ میلیونه اغیزمن شوي وو.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00