شاته

د پاکستان پوځ بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعاليتونو خبره کړې ده

د پاکستان پوځ بيا په افغانستان کې د ترهګرو فعاليتونو خبره تکرار کړې او ترهګرۍ ته د هیڅ ډول ځای نه ورکولو یې ويلي دي.‏

پوځ پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ ويلي، د پوځ د مشر جنرل عاصم منير په مشرۍ د پوځ د کور کمانډرانو غونډه شوې او ويل شوي، د ترهګرۍ ضد روانه ‏مبارزه کې پوځ او قانون نافذونکو ادارو څو ترهګر بريدونه ناکامه کړي او مهم ترهګر کمانډران یې وژلي دي.‏

ويل شوي، پوځي مشر کمانډرانو ته لارښوونه کړې، ترهګرۍ ته ځای ورکول دې په فعاله توګه رد کړل شي ځای دې ورته ور نه کړل شي، د ترهګرۍ په ‏مستقله توګه ختمولو دپاره قام د پوځ او قانون نافذونکو ادارو په شا ولاړ دی.‏

د پوځي بيان ترمخه، پوځ په بشام کې په چينايي وګړو ترهګر برید او بلوچستان صوبه کې د ملکي وګړو وژنې غندلې دي.‏

په ‏26‎م مارچ د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام سيمه کې په یو ځانمرګي برید کې پينځه چینایي اينجينيران او پاکستانی ډرايور یې وژل شوي وو.‏

د دغه بريد وروسته هم پاکستان تور لګولی وو، چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې خوندي ځالې لري.‏

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د چينايانو په وژنه افسوس څرګند کړی وو. ټي ټي پي په دغه برید کې لاس لرل رد کړي او دعوه کوي په پاکستان کې ‏‏موجود دي.‏

پوځ ويلي، د کمانډرانو غونډې ته احوال وړاندې کړل شوی چې، "ترهګرې ډلې څه ډول د افغانستان څخه فعاليتونه کوي کوم چې د سيمې او نړۍ دپاره ‏خطره ده، د دې ترڅنګ پراکسيز د پاکستان د اقتصادي ګټو او پاکستان چین د اقتصادي راهدارۍ پرضد دي".‏

پاکستان د اوږدې مودې نه تور لګوي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په پاکستان کې ناامني سېوا شوې او دعوه کوي د افغانستان ‏‏خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي، خو طالبان د پاکستان دغه تورونه ردوي.‏

د روانې میاشتې په سر کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د کورنيو چارو د وزارت ‏مرستیال محمد نبي عمري د پاکستان حکومت او تحریک طالبان ‏پاکستان (ټي ټي پي) ته ‏مشوره ورکړې، "په خپل مينځ کې سره جوړ شئ مذاکرات وکړئ ‏او روغه جوړه وکړئ".‏

له دغې وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزات وياندې ممتاز زهرا بلوڅ ويلي وو، "پاکستان د ترهګرۍ ډلې ټي ټي پي (تحریک طالبان پاکستان) سره ‏هیڅ ډول خبرې نه ‏کوي، مونږ د ټي ټي پي سره د خبرو هیڅ پلان نه لرو".‏

په ورځ اوونيزه خبري غونډه کې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي وو "مونږ د افغان چارواکو نه تمه لرو چې د ترهګرو ډلو او مشرانو پرضد یې اقدام وکړي، د کومو ‏جرمونو او ترهګرو بريدونو چې ‏دوی په پاکستان کې زمه واري منلې".‏

پاکستان کې په وروستيو کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښې بيا زياتې شوي دي.‏

د امنيتي مطالعو د څيړنې مرکز (سنټر فار ریسرچ اینډ سیکيورټي سټدیز) په نوم ادارې د رپورټ ترمخه سږ کال په وړومبيو درېو میاشتو کې په ګرد هیواد ‏‏‏کې د ترهګرۍ او ترهګرۍ پرضد عملياتو کې د ترهګرو پشمول ‏432‎‏ کسان وژل شوي دي چې پکې د ملکي خلکواو امنيتي ادارو د غړو شمېره ‏281‎‏ ده.‏ او د ‏‏ترهګرۍ تر ټولو زياتې ‏92‎‏ فيصده پېښې په بلوچستان او خېبرپښتونخوا صوبو کې شوي دي.‏

پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې بلې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکيورټي سټډیز (پيکس) ترمخه ‏د مارچ په میاشت کې په میرعلي کې د پوځ په کېمپ وسله وال بريد کې پوځي افسران او عسکر وژل شوي، په ګوادر کې په ‏پورټ ‏کمپليکس، په تربت کې ‏د سمندري ځواک په هوايي اډه بريدونه، او د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام سيمه کې په چينايي اينجينيرانو ‏ځانمرګي ‏بريد کې پينځه چينایان ‏او پاکستان ډرايور یې وژل شوي وو.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00