شاته

امریکا په ایران نوي بندیزونه لګوي

په اسرائیل د ایران برید ته په غبرګون کې متحده ایالاتو سه شنبه اپریل ۱۶ (وري ۲۸) وویل چې ډیر ژر به د ایران د توغندیو او بې پیلوټه یا ډرون الوتکو په پروګرام تازه بندیزنه ولګوي.

متحده ایالاتو د خپلو متحدینو او شریکانو څخه هم د ورته اقداماتو غوښتنه کړې.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا سلاکار، جیک سلیوان د تازه بندیزونو په هکله د نور جزیاتو ورکولو پرته، په یوې اعلامیې کې ویلي چې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو پروګرامونو تر څنګ به، امریکا د ایران د سپاه پاسداران انقلاب په ځواکونو او دفاع وزارت هم بندیزونه ولګوي.

ښاغلي سلیوان په اعلامیې کې ویلي، " مونږ تمه لرو چې زمونږ متحدین او شریکان به هم ژر خپل بندیزونه ولګوي".

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا سلاکار همدارنګه ویلي چې د نویو بندیزونو هدف په ایران د فشار ډیرول او نظامي قوت کمزوري کول دي.

د ښاغلي سلیوان د اعلان څخه وړاندې د متحده ایالاتو د خزانې وزیرې جنیت یلن هم ویلي و چې دا وزارت په ایران تازه بندیزونو لګولو باندې کار کوي.

میرمن یلن چې د پیسو نړیوال وجهي صندوق او نړیوال بانک د پسرلنۍ غونډې څخه وړاندې یې وینا کوله، وویل چې خپلو متحدینو سره په ګډ کار کولو سره به په ایران بندیزونه ولګوي تر څو ددې رژيم "بې ثباته کوونکو" کړنو مخه ونیول شي.

د خزانې وزیرې په خبري کنفرانس کې وویل چې د ایران کړنې د سیمې ثبات ته خطر دی او ښایي داسې اقتصادي ستونزې پیدا کړي چې زیان به یې نورو هیوادونو ته ورسیږي.

دې جګپوړې امریکایۍ چارواکې په ایران د بندیزونو په هکله جزیات ورنکړل خو دومره یې وویل چې د "ترهګرو لپاره د مالي چارو ګډوډولو لپاره ټول اختیارات موجود دي".

واشنګټن د پخوا راهیسې کار کوي چې د ایران د تیلو صادارت کم کړي او د خزانې وزیرې زیاته کړه چې د ایران پر ضد نور اقدام کول هم امکان لري.

په عین حال کې د خزانې وزارت یو جګپوړي چارواکي ویلي چې متحده ایالات د نړۍ اوو ستر اقتصاد لرونکو هیوادونو (جی-۷) سره چې چین هم پکې شامل دی، په ګډه کار کول غواړي چې هغو موادو ته د ایران لاسرسي کنټرول کړي چې د وسلو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي.

په عین حال کې د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسیپ بوریل په بروکسل کې د دې اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو سره تر عاجلې غونډې وروسته ویلي چې یو شمیر هیوادونو په ایران د نویو بندیزونو لګولو او پخوانیو بندیزونو لا پراخولو وړاندیز کړی او تر څنګ دا هم ویلي چې د ده اداره به یې په چمتوالي کار پیل کړي.

متحده ایالات او اروپایي هیوادونه داسې مهال په ایران د نویو بندیزونو خبره کوي چې اسرائیل هم د ایران د مزایلو په پروګرام د نړیوالو بندیزونو غوښتنه کړې .

اسرائیل په ۳۲ هیوادونو غږ کړی چې د سپاه پاسداران انقلاب او د هغوی د توغندیو پر پروګرام بندیزونه ولګوي.

سرائیلي چارواکو له ایران څخه د غچ اخیستو ژمنه کړې ده. خو ایران پر اسرائیل د شنبې د ورځې برید د سوریې په پایتخت دمشق کې پر خپلې کونسلګرۍ باندې د برید غبرګون بللی دی.

په دغه برید کې چې په پراخه توګه اسرائیل ته منسوب شوی، د دوو جنرالانو په ګډون د سپاه پاسداران اوه غړي ووژل شول.

په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ مشرانو له اسرائیل څخه د زغم غوښتنه کړې، خو اسرائیلي پوځي مشرانو هوډ څرګند کړی چې د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته به ځواب وایي.

فورم \ دبحث خونه