شاته

اسرایل د ایران د میزایلو په پروګرام باندې د بندیز غوښتنه وکړه

اسرایل د ایران د پوځ او د هغه د ځینو متحدینو له خوا پر یهودي ریاست باندې د بېساري ډرون او میزایل بریدونو د جواب د یوې برخې په توګه د پر ایران باندې د نویو بندیزونو غوښتنه وکړه. د ایران د میزایل په پروګرام او پاسدارانِ انقلاب د بندیز د غوښتنې په اړه د تهران غبرګون لا مخې ته نه دی راغلی.

د اسرایل د بهرنیو چارو وزیر اسرایل کاټز د سه شنبې- نهې په ورځ پر ټولنیزو رسنیو لیکلي، ده 30 هېوادونو ته د دې لپاره خط لېږلی چې د ایران د میزایلو پر پروګرام بندیز ولګول شي او د ایران پاسدارانِ انقلاب ځواک "ترهګر" تنظیم ونومول شي:

"د میزایلو او ډرون د را ویشتلو په غبرګون کې له پوځي جواب سره سره زه د ایران خلاف د سفارتي جواب رهبري کوم".

د اسرایل د بهرنیو چارو وزیر وایي نن سهار یې د نړۍ له لسګونو بهرنیو چارو وزیرانو او مخکښو شخصیتونو سره پر ایران د بندیزونو لګولو او د تهران د کمزوري کولو لپاره خبرې کړې دي، وایي مخکې له دې چې ناوخته شي ایران باید اوس ودرول شي.

د برتانیې وزیراعظم رشي سوناک وایي د نړۍ د اوو مهمو جمهوریتونو یوه ډله له مخکې لا پر یوه پېکیج باندې کار کوي چې د ایران خلاف په همږغۍ سره ګامونه پورته کړي.

امریکا په هغو څو هېوادونو کې ده چې مخکې یې لا د ایران پاسدارانِ انقلاب ځواک د ترهګرې ډلې په توګه نومولی دی.

د تېر کال له اکتوبر میاشتې راهیسې امریکې د ملګرو ملتونو د بندیزونو له ختمېدو سره د ایران د بېسټیک میزایل په پروګرام باندې یو شمېر بندیزونه لګولي دي.

اسرایل یوې خواته د نړۍ له مشرانو له ایران سره د شخړې د کمېدو غوښتنه کړې ده خو بلې خواته داسې ښکاري چې د پوځي غچ اخیستلو ته لېواله دی.

د اسرایل د پوځ چارواکو د دوشنبې- ګل په ورځ وویل، ایران باید د شنبې- خالي د ورځې د بریدونو بیه پرې کړي چې شاوخوا 350 میزایل او ډرون یې ور وغورځول. ډېر د ایران له خپلې خاورې او ځینې له بهره ور ویشتل شوي وو.

د اسرایل د پوځ مشر لېفټیننټ جنرل هرزي هلیوي د خپل هېواد په جنوب کې له نیواټیم هوایي میدانه په خپلو خبرو کې ویلي، د ایران برید ته به "جواب وویل شي او د خپلو اقداماتو له نتیجو سره به مخ شي".

که څه هم د اسرایل د دفاعي ځواکونو ویاند ډېنیل هګاري ویلي دا غبرګون به "هغه وخت وي چې موږ یې‌ ټاکو"، خو د اسرایل پوځي چارواکو ددې خبرې سپیناوی نه دی کړی چې دا جواب به یې څه ډول وي.

په ملګرو ملتونو کې د اسرایل استازي ګیلاډ ایردان هم د دوشنبې- ګل په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې تور پورې کړ چې ایران په نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو ستر سرغړوونکی هېواد دی:

"دا [ایران] باید نور په ملګرو ملتونو کې هیڅ مقام ونه لري، امنیت شورا دې د ایران ترهګري وغندي، پر ایران دې سخت بندیزونه ولګوي او سپاه پاسداران دې یو ترهګر تنظیم اعلان کړي، دا کار دې د اسرایلو لپاره نه، بلکې د ټولې نړۍ لپاره وکړي".

اسرایلو په داسې وخت ایران ته د جواب ویلو په اړه سخت بیانونه ورکړي چې د هغه سخت ملاتړي امریکا ترې د زغم غوښتنه کړې ده او ټینګار یې کړی چې د ایران د ډرون او میزایل بریدونو ناکامه پخپله یوه "لویه بریا" ده.

د پېنټاګان د مطبوعاتو سیکرټري مېجر جنرل پېټ رایډر وایي، "دا خبره په زړه پورې ده چې ایران تر 300 زیات هوایي ګواښونه ګوزار کړل او په هغوی کې 99 فیصده را وغورځول شول".

سپینې ماڼۍ د دوشنبې- ګل په ورځ لا نور هم سخت دریځ ښکاره کړ. د امریکې د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي خبریالانو ته د هغو هېوادونو یادونه وکړه چې د ایران بریدونه یې ناکامه کړي وو او ویې ویل:

"اسرایل نن تر هغه په زیات قوي سټرېټیجیک حالت کې دی کوم چې څو ورځې مخکې وو".

برتانیې، فرانس، اردن او سعودي عرب هم له امریکا او اسرایل سره د ایران د میزایل او ډرون په ویشتلو او را غورځولو کې مرسته کړې وه.

د فرانس ولسمشر ایمانویل مېکرون د دوشنبې- ګل په ورځ وویل، حکومت به یې بشپړه هڅه کوي چې د ایران او اسرایل تر منځ شخړه زیاته نه شي. مېکرون پر اسرایل ټینګار وکړ چې د شخړې د زیاتولو پر ځای دې د ایران د یواځې کولو لاره خپله کړي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي او رویټرز څخه اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00