شاته

پښتونخوا کې د روانو بارانونو له امله 21 کسان مړه شوي، 32 ژوبل، د کابل سیند تر مورګو اوښتی

د قدرتي افتونو په مهال د مرستو صوبایي دولتي اداره پي ډي ایم ای وایي د تېرو څلورو ورځو پرله پسې بارانونو له امله 21 کسان مړه شوي اؤ 32 نور ژوبل شوي دي.

دا مهال د چارسدې په مقام د کابل په سیند کې د لوړې درجې سیلاب بهیږي اؤ اؤ سیلابي اوبه د خلکو په فصلونو ورماتې شوې دي چې له امله یې فصلونو ته سخت زیان رسیدلی دی.

د سیلاب نه د خلکو ژغورلو لپاره د چارسدې په مقام د کابل سیند په غاړه له ابادیو خلک خوندي سیمو ته ویستل شوؤ اؤ هم د سیمې خلکو خپل څاروي اؤ نور سامانونه په لوړه پروت موټروی (سړک) ته راویستلي اؤ هلته یې کډې اړولې دي.

د پي ډي ایم ای په رپورټ کې ویل‌ شوي چې په تېرو څلورو ورځو کې د بارانونو له امله مړو شوؤ 21 کسانو کې 9 ماشومان اؤ 3 ښځې هم شاملې دي.

د دولتي ادارې د رپورټ له مخې د پښتونخوا بیلابیلو ضلعو کې د دې بارانونو په مهال د کچه کوټو غورځېدو 330 پېښې مخې ته راغلي اؤ ددې ترڅنګ 53 کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي اؤ 277 کورونو ته څه نا څه زیان اوښتی دی.

پي ډي ایم ای ویلي چې د بارانونو اؤ سیلابونو نه په اغېزمنو سیمو کې یې خلکو ته مرستې لیږلې دي چې په هغې کې کمبلې، د اخلي پخلي سامانونه،درۍ ،تولایانې اؤ خوراکي توکي شامل دي.

ډان ورځپاڼې د نهې - سه شنبې په ورځ ویلي د زیاتو بارانونو له امله د چارسدې په مقام د کابل سیند راختلی اؤ سیلابي اوبه د خلکو په فصلونو ورماتې شوي چې له امله یې ولاړو د غنمو اؤ نورو فصلونو ته سخت زیانونه رسیدلي دي.

د چارسدې اؤ پېښور تر منځ د سیندونو پغاړه له ابادو کورونو خلک خوندي سیمو ته ویستل شوي اؤ هم یو شمیر ځایي خلک پخپله له کورونو وتلي اؤ خپل سامانونه اؤ څاروي یې په لوړه پرتې موټر وی ته خيژولي دي.

د بلوچستان په چاغي سیمه کې هم تېره شپه د بارانونو له امله حفاظتي بند مات شوی اؤ باراني اوبه د خلکو کورونو اؤ دوکانونو ته ننوتلي دي.

په بلوچستان کې د زیاتو بارانونو له امله خوړونه اؤ راختلي اؤ یو شمیر ژورې سیمې د سیلابي اوبو لاندې ګیرې شوې دي.

ډاڼ ورځپاڼه وایي چې په چاغي کې ګڼ شمیر کورونه د بارانونو له امله پریوتي اؤ هم د خلکو تیار فصلونه تباه شوي دي.

د موسمیاتو محکمې وړاندوینه کړې ده چې د 16م اپریل نه بیا د بلوچستان اؤ خېبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې راښکې کیدای شي چې تر 19م اپریل به دوام ولري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00