شاته

ملګري ملتونه: د اسرائیل پوځ په فلسطینیانو باندې د مېشتو یهودیانو په بریدونو کې ونډه لري

ملګرو ملتونو په لویدیځه غاړه کې د مېشتو یهودیانو له لوري په فلسطینیانو باندې د بریدونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د اسرائيل پوځ یې تورن کړی چې په دې بریدونو کې فعاله ونډه لري.

په غزې کې د جګړې له پیل راهېسې په لویدیځه غاړه کې په فلسطینیانو باندې د مېشتو یهودیانو بریدونه زیات شوي‌ او ملګري ملتونه وايي ‌چې وخت ناوخت یې د اسرائیل پوځ هم ملا ور وتړي.

ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۶ (حمل ۲۸) د اسرائيل له پوځ څخه وغوښتل چې په لویدیځه غاړه کې دې «عاجل» په فلسطینیانو باندې د مېشتو یهودیانو د بریدونو حمایت بند کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې ویاندې روینا شمداساني په جینیوا کې خبریالانو ته وویل: «د اسرائیل پوځ باید سمدستي په فلسطینیانو باندې د مېشتو (یهودیانو) د بریدونو ملاتړ او په هغوی کې خپله فعاله ونډه بنده کړي.»

نوموړې وویل چې د اسرائیل پوځ باید «د عاملینو سره حساب او کتاب وکړي او د بریدونو مخه» ونیسي. روینا شمداني په لویدیځه غاړه کې د مېشتو هغو یهودیانو، چې فلسطینیان په نښه کوي د محاکمې غوښتنه هم وکړه او ویې ویل چې «د وژنو او نورو ناقانونه قتلونو په جرمونو» مشکوک عاملین باید «د نړیوالو بشري حقونو د معیارونو په اساس د چټکو، بې پریو، خپلواکو اغیزناکو او شفافو تحقیقاتو څخه وروسته، د یوې عدلیې پروسې له لارې عدالت» وړاندې کړل شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په یوې تازه پېښې کې د یو ۱۴ کلن اسرائیلي ماشوم د وژنې په غچ کې مېشتو یهودیانو«څلور فلسطینیان، چې یو ماشوم هم په کې و، ووژل او د هغوی کورونه یې ویجاړ» کړل. شمداني وویل چې د دوی ادارې داسې راپورونه ترلاسه کړي، چې «مېشت وسله وال یهودیان او اسرائیلي ځواکونه» ځینو ښارونو او کلیو ته داخل شوي چې په وسله والو بریدونو کې «لسګونه فلسطینیان ژوبل شوي او سلګونه کورونه، ودانۍ او موټرونه یې سوځول شوي او د فلسطینیانو د ډبرو په ګوزارونو کې درې اسرائیلي عسکر ژوبل» شوي دي.

ملګري ملتونه وايي چې دا راپورونه یې هم ترلاسه کړي دي چې مېشت یهودیان د اردن په درې او د الخلیل (هبرون) په جنوبي لوړو کې دوې نوې پوستې جوړې کړي. اسرائیل لا د ملګرو ملتونو د دغې ویاندې په اړه څرګندونې نه دي کړي.

اسرائيل په ۱۹۶۷ کال کې لویدیځه غاړه اشغال کړه او د اسرائیل او حماس ترمنځ له تازه جګړې را وروسته دغلته تاوتریخوالی زیات شوی دی. د فلسطینیانو د رسمي شمېرو له مخې د تېرکال د اکتوبر له اوومې نېټې راهېسې د اسرائيل د پوځ او دغلته د مېشتو یهودیانو په بریدونو کې حد اقل ۴۶۸ فلسطینیان وژل دي.

په دغه راپور کې د فرانس پرس له معلوماتو څخه کار اخیستل شوی.

فورم \ دبحث خونه