شاته

سوات کې د غیرت په نوم ښځه او سړی وژل شوی

د خېبرپښتونخوا سېلګرۍ سيمې سوات کې يوه ښځه او سړی د غيرت په نوم وژل شوي دي. پوليس پېښه تصدیق کړې، د پېښې مقدمه یې درج کړې او دعوه ‏یې کړې، وژونکي تورن کسان یې نيولي دي.‏

یاده پېښه د سوات د کانجو تاڼې په حدود کې د ګل/ دوشنبې په مازيګر شوې ده.‏

د کانجو تاڼې پوليس محرر عمرعلي وي او اې ډيوه ته وویل، "ښځې او سړي په يو هوټل کې ډوډۍ خوړه، د ښځې مخکيني خاوند او ورور راغلي، په دوی ‏یې ډزې کړي او په ځای یې وژلي دي".‏

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي ووويل، "ډزې کوونکي کسان نيول شوي، اله قتل يا تماچې ترې ترلاسه کړل شوي او مقدمه پرې درج شوې ده".‏

هغه وویل، د ابتدايي معلوماتو ترمخه، مقتولين او تورن قاتلان د سوات په خواجه اباد پاڼړ او حاجي باباد کې اوسېدل.‏

‏ د سرچینو ترمخه، "دغه ښځه د وړاندې نه واده وه، بچي یې هم وو".‏

عمرعلي د پېښې د مقدمې (اېف آی آر) کاپي وي او اې ډیوه سره شريکه کړې ده.‏

د مقدمې ترمخه، "د وژل شوي هلک ابوزر او وژل شوې ښځې دواړو يو بل سره ناجايزه تعلقات وو، څه موده وژل شوې ښځه د دغه تن سره د کوره وتلې، ‏تورن قاتلان پسې ګرځېدل، نن يې پرې په کانجو ډېرۍ علاقه کې په داسې وخت ډزې کړي چې دوی په يوهوټل کې ډوډۍ خوړله".‏

پوليس وايي، "دا د غېرت په نوم وژنه ده".‏

پاکستان کې وخت په وخت د غيرت په نوم وژنو پېښې کيږي.‏

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ د روان کال جنورۍ په میاشت کې ويلي وو، پاکستان کې د يوې اندازې له مخې هر کال د غیرت په ‏نوم نزدې 1000 ښځې وژل کیږي او د ښځو او نجونو پرضد د تشدد پېښې ټول پاکستان کې یوه سنګینه مسله ده.‏

د سازمان ترمخه، پاکستان کې غربت، ګرانۍ او بې روزګارۍ د لکونو خلکو د روغتیا، خوراک او د ژوند د مناسب معیار حق اغېزمن کړی دی.‏

د بشري حقونو د خپلواکه تنظيم ايچ آر سي پي هم ويلي، په پاکستان کې هر کال د ‏‎1000‎‏ نه زياتې ښځې د غيرت په نوم وژل کیږي او د نړیوال اقتصادي ‏فورم د کال 2023م د ګلوبل جېنډر ګېپ یا صنفي برابرۍ کې د فاصلې، شمېرې ښیي چې پاکستان د صنفي برابرۍ په لحاظ د 146 هيوادونو په فهرست کې ‏په 142م نمبر ولاړ دی.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00