شاته

محسن نقوي: زمونږ شک دی چې د هندي جاسوس په قتل تورن د عامر تانبا په وژنه کې هند لاس لري

د پاکستان د کورنيو چارو وزير مرکزي وزير محسن نقوي پرون په لاهور کې مطبوعاتو سره په خبرو کې ویلي، په هربجيت سينګ حمله کوونکي تورن عامر ‏تانبا باندې حمله کې د هند د ککړتیا شک کوي.‏

هغه ويلي، له دې وړاندې هم ځينې پېښې شوي او په هغې کې هند لاس درلود، خو هغه ویلي د دغه پېښې پلټنې روانې دي چې کره شواهد ترلاسه شي د ‏هغې وروسته به یې مطبوعاتو سره شريک کړي.‏

خو ويلي يې دي، تراوسه پورې پوليس شک کوي چې په دغه پېښه کې هم هند لاس لري.‏

له دې وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي وو، د هغه کس د وژنې د پېښې پلټنې کوي څوک چې په ‏‎2013‎م کې د لاهور په جيل کې د هندي جاسوس هربجيت ‏سينګ د وژنې په قضيه کې بري شوی وو.‏

پاکستان وړاندې تور لګولی وو، د هند استخباراتي اداره پاکستان کې دننه په وژنو کې لاس لري او زياته کړې یې وه کره شواهد لري چې چې دوه هندي ‏ايجنټانو تير کال دوه پاکستانيان وژلي وو.‏

محسن نقوي په خبري غونډه کې هم تکرار کړې چې وړاندې کومې پېښې شوې او هند پکې ککړ معلوم شوی وو، دا تازه پېښه هم هغې ته ورته ده.‏

د اتوار/ يکشنبې په ورځ د پاکستان په لاهور ښار کې عامر تانبا نومې تن وژل شوی وو.‏

هغه د هندي وګړي هربجيت سينګ په وژنه تورن وو، هربجیت سينګ هندي وګړی او پاکستان کې ورته د جاسوسۍ په تور په کال ‏‎1991‎م کې د مرګ سزا ‏اورول شوې وه.‏

سينګ بيا په کال ‏‎2013‎م کې د لاهور په زندان کې دننه د بنديانو په يوه حمله کې وژل شوی وو. ‏

تانبا او هغه سره بل تن مدثر د سينګ په وژنه تورن شوي، مقدمه پرې جوړه شوې خو په ‏‎2018‎م کال کې هغه د کره شواهدو د نشتوالي په وجه په دغه قضيه ‏کې بري کړل شوي وو.‏

د لاهور د پوليسو مشر علي ناصر عباس ويلي، د اتوار په ورځ وسله وال د تانبا کور ته ورننوتي، په ډزو یې وژلی او په تېښه کې بريالي شوي وو.‏

د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکي د پېښې موقعې ته رسېدلي او د هغه جسد یې پوځي روغتون ته منتقل کړی وو.‏

رضوي ويلي، د پېښې مقدمه د نامعلومه وسله والو پرضد درج کړل شوې او نور جزيات یې نه دي ویلي.‏
د تانبا وژنې ته په پاکستاني مطبوعاتو کم ځای ورکړل شوی، خو د هند مطبوعاتو سمدست دغه خبر خپور کړی وو.‏

د هند کومو چارواکو هم په دغه وژنه کوم بيان نه دی ورکړی.‏

سينګ په ‏‎1990‎‏ په لاهور او فېصل اباد کې د بمي چاودنو په تور نيول شوی وو په دغو چاودنو کې ‏‎14‎‏ تنه وژل شوي وو، کورنۍ یې ويلي وو هغه بې ګناه ‏وو.‏

سينګ ته په دغو تورونو د تيزندۍ ورکولو سزا اورول شوې او په ‏‎2008‎م کې ورته د دغې سزا ورکولو ويل شوي خو د پاکستان حکومت یې سزا په وقتي ‏ډول ودرولې وه.‏

په هغه باندې بيا په کال ‏‎2013‎م کې د لاهور په کوټ لکپت زندان کې دننه حمله شوې، او د دغه حملې تور په جيل کې بندي عامر تانبا او بل بندي مدثر ‏باندې لګول شوی وو.‏

خو دغه دواړه کسان بيا عدالت بري کړي وو.‏

‏(د دې خبر ځينې معلومات د اې پي خبري ادارې څخه اخستل شوي)‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00