امریکې په اسرایل ټينګار کړی د ايران ضد دښمنۍ سېوا کولو څخه دې ډډه وکړي
امریکې د ګل/دوشنبې په ورځ په اسرایل غږ کړی، د زغم نه دې کار واخلي او په مينځني ختيځ کې دې د شخړې سېوا کېدو څخه ډډه وکړي. په داسې وخت کې چې اسرايل فکر کوي، د ايران د 300 څخه زياتو ميزايل او ډرون بريد ته څنګه ځواب اووايي.
د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن د ګل/دوشنبې په ورځ د عراق د مرستیال وزيراعظم محمد علي تميم سره د ليدنې په سر کې ویلي، "مونږ په سيمه کې اضافه نه غواړو خو مونږ به د اسرايل د دفاع ملاتړ کوو او په سيمه کې به د خپلو اهلکارو ساتنې ته دوام ورکوو".
د اسرايل د حکومتي سرچینو ترمخه، د اسرايل وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو په 24 ساعتونو کې دوه ځله د خپلې جنګي کابينې غونډه بللې ده.
د امریکې صدر جوبايډن، نېتن ياهو ته ویلي، امریکا به د اسرايل لخوا د ايران ضد ځوابي عملياتو کې برخه نه اخلي.
د اووم اکتوبر په اسرايل د حماس د حملې وروسته په عراق، يمن، شام او لبنان کې د ايران او اسرايل ترمنځ د پراکسيز يا پټې جګړې سېوا شوي دي.
اسرایل ويلي، د شپې په وخت یې په لبنان کې د حزب الله سره په نښته کې څلور پوځيان ژوبل شوي دي.
د بهرنیو چارو او امنيتي پاليسۍ دپاره د یورپي اتحاد لوړ پوړي استازي جوزف بوريل د سپېن رېډيو اونډا کیرو سره په خبرو کې ویلي، "مونږ په څنډه ولاړ يو مونږ له ترې لرې کېدل دي، مونږ ته برېک او ريورس ګېر لګول دي".
د فرانس صدر ايمانويل مېکرو د ګل په ورځ ویلي، د اسرايل او ايران ترمنځ د حالاتو سېوا کولو د مخنيوي دپاره به یې حکومت ټول هغه څه کوي چې کولی یې شي.
نوموړي د فرانس مطبوعاتو بي اېف اېم- ټي وي او آر اېم سي سره په خبرو کې په اسرايل ټينګار کړی، اسرايل دې د شخړې سېوا کولو په ځای د ايران د يواځې کولو هڅه وکړي.
د جرمني چانسلر اولف شولز هم د ګل په ورځ دغه ډول پېغام ورکړی او ايران ته یې د اسرايل ضد نورو حملو خبرداری ورکړی دی، هغه په اسرایل هم ټینګار کړی د حالاتو نورو خرابولو څخه ډډې کولو کې دې خپل کردار ادا کړي.
بيلجيم او جرمني د ايران سفيران طلب کړي دي.
روس د خپل اتحادي ايران په حملو په څرګند ډول د نيوکو څخه ډډه کړې خو ټينګار یې کړی او د دښمنۍ په سېوا کېدو یې اندېښنه څرګنده کړې ده.
د کريملن ویاند دمتري پيسکوف ويلي، "نوره شخړه سېوا کېدل د چا په ګټه نه دي".
اسرايلي چارواکو د ګل په ورځ د تعليمي هلوځلو بيا پيل کولو اعلان کړی او په زياتره ځايونو کې یې د غټو غونډو په جوړولو بندیز ختم کړی دی.
د ايران دولتي مطبوعاتو ويلي، په اسرايل د فضايي حملې له امله د ملک په هوايي اډې بيرته معمول ته راغلي دي.
ايران دغه فضايي حملې د لومړي اپرېل په ماښام په شام کې د ايران په سفارتخانه د اسرايل د مشکوک حملې په ځواب کې کړي دي په يادو حملو کې د دوو ايراني لوړ پوړو کمانډرانو په ګډون د انقلاب پاسداران ځواک اووه اهلکار وژل شوي وو.
د اتوار په ورځ د ايران په ډرون حملو کې په اسرايل کې د کم تاوان اوښتو او ځاني تاوان نه کېدو ويل شوي دي.
د ايران زياتره ډرون او ميزايلې، د اسرايل د آيرن ډوم دفاعي نظام او امریکې، برتانيې، فرانس او اردن لخوا غورځول شوي دي.
اسرايل، ايران ته خبرداری ورکړی وو که د ايران د خاورې نه څه ډول ځوابي کارروايي وشوه ځواب یې ورکولی شي. ايران د خالي/ شنبې په ورځ ناوخته ويلي ځواب یې محدود وو او اسرایل او امریکا ته یې خبرداری ورکړی که اسرایل اوس په ايران حملې کوي ځواب به یې نور غټ وي.
سفارتکارو د ايران د حملې غندنه کړې او د حالاتو نورو خرابېدو د مخنيوي دپاره د کار کولو یې ویلي دي.
د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن او دفاع وزير لويډ اسټين د اتوار په ورځ د سعودي عرب، ترکي، مصر او اردن د خپلو سيالانو سره په ټيليفون خبرې کړي دي.
د نړۍ اووه غټو اقتصادي قوتونو (جي -7) د اتوار په ورځ په ورځ په اسرايل د ايران حمله غندلې ده.
د برتانيې وزيراعظم رشي سونک د ګل په ورځ ویلي، د (جي -7) ډله په اسرايل د ميزايل او ډرون حملې وروسته د ايران ضد کوټلو اقداماتو باندې کار کوي.
Forum