شاته

د استازو مجلس اسرائیل او اوکراین سره د مرستو په لایحو رایه ګیري کوي

د متحده ایالاتو د استازو مجلس مشر مایک جانسن دوشنبې اپریل ۱۵ (وري ۲۷) وویل چې ټاکل شوې دا مجلس په همدې روانې اوونۍ کې د اوکراین او اسرائیل سره د مرستو په دوو بیلو لایحو رایه ګیري وکړي چې ډیره موده کیږي په کانګرس کې بند پاتې دي.

د استازو په مجلس کې اکثریت د جمهوري غوښتونکو سره دی او د سپینې ماڼۍ او نړۍ د مشرانو په پرله پسې غوښتونو سربیره، یو شمیر جمهوري غوښتونکو استازو پدې لایحو د رایي ګیرۍ مخه نیولې ده.

د کانګرس سنا مجلس غړیو چې اکثریت یې د دیموکراتانو په لاس کې دی، د روان میلادي کال د فبروري په میاشت کې د ۹۵ ملیارد ډالرو مرستو لایحه منظوره کړې وه چې د اوکراین، اسرائیل او تایوان لپاره تازه مرستې هم پکې شاملې وې.

د اوکراین د جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي او نړۍ نورو مشرانو غوښتنو سره سره، ښاغلي جانسن ویلي و چې د استازو مجلس به ددې لایحې په امنیتي ضمیې رایه ګیري ونکړي.

د استازو مجلس مشر دوشنبه اپریل ۱۵ (وري ۲۷) په خبري کفرانس کې وویل چې پدې لایحې به په هغه شکل چې د سنا په مجلس کې منظوره شوې، رایه ګیري ونکړي بلکې څلور ټوټې به یې کړي او په جلا جلا توګه به پرې رایه ګیري وشي.

ښاغلي جانسن زیاته کړه چې په جلا جلا لایحو ښایي رایه ګیري د همدې راتلونکې جمعې په ماښام وشي خو د استازو مجلس غړیو ته به اجازه ورکړل شي چې په لایحې کې د اصلاحاتو لپاره خپل وړاندیزونه وکړي چې ښایي د پروسې د اوږدوالي سبب به شي.

تر دې وړاندې مایک جانسن په یوازې توګه د اوکراین سره د نظامي مرستو په لایحې د رایه ګیرۍ سره مخالفت درلود او د جمهور رئیس جو بایډن څخه یې غوښتي و چې تر رایه ګیرۍ وړاندې باید د مکسیکو – متحده ایالاتو په جنوبي سرحد کې د غیر قانوني کډوالو د راتګ ستونزه حل کاندي.

خو په اسرائیل د ایران د توغندیو او ډرون الوتکو بریدونو څخه وروسته، ښاغلي جانسن په سمدستي توګه د اسرائیل سره د متحده ایالاتو ملاتړ څرګند کړ.

هغه پرته لدې چې د ایران د برید یادونه وکړي، د واشنګټن پر وخت دوشنبه ماښام خبریالانو ته وویل چې په نړۍ کې د ځینو پیښو له کبله چې "مونږ ټول ورته په دقیقه توګه متوجه یو، او نړۍ هم ګوري چې مونږ څه ډول غبرګون ښیو".

خو بل پلو بیا سپینې ماڼۍ یوازې د اسرائیل سره د مرستو په لایحې د رایه ګیرۍ سره مخالفت ښودلی.

د جمهور رئیس جو بایډن ویاندې کارین ژان پییر په خبري کنفرانس کې وویل، " مونږ به جلا (لایحې) ونه منو ځکه چې د اسرائیل او اوکراین سره مرسته نشي کولی".

فورم \ دبحث خونه